Data Gathered Date: 

Sunday, September 15, 2013 - 11:15

مزارشريف  ( پژواک ٢٢ چنګاښ ٩٢ ) : د سمنګان ولايت اوسېدونکي د کرنيزو اوبو د کمښت له امله په کرنيزو چارو کې او د پوهنې په برخه کې د ښوونځيو د ودانيو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.
د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، چې د سمنګان ولايت د مرکز د کرنيزو سيمو په ګډون د دغه ولايت ټولې ولسوالۍ د کرنيزو اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.
د حضرت سلطان ولسوالۍ د افغانيه کلي اوسېدونکي محمد الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کرنيزو اوبو د کمښت له امله هر کال خپله ټوله ځمکه نه شي کرلی.
نوموړي زياته کړه، چې اته جريبه ځمکه لري، چې د اوبو د کمښت له امله يې هر کال نيمه بوره پرېږدي او نيمه کري.
د هغه په وينا، د همدې ولسوالۍ په سر کې د کرنيزو اوبو بند شته، چې که ورغول شي؛ نو د ټولې ولسوالۍ د کرنيزو اوبو ستونزه ورسره حل کېدای شي.
محمدالله وويل، چې د سمنګان ولايت د اوسېدونکو ژوند په مالدارۍ او کرنه ولاړ دی، چې دغه دواړه برخې اوبو ته اړتيا لري، نوموړي له دولت څخه د کرنيزو اوبو د ستونزې د حل جدي غوښتنه وکړه.
د دغه ولايت په مرکز ايبک ښار کې داسې سيمې هم شته، چې د کرنيزو اوبو د کمښت له امله يې کروندګر هېڅ ځمکه نه شي کرلی.
د ايبک ښار د کونه ايبک سيمې اوسېدونکي محمد شفېع پژواک اژانس ته وويل، چې څلور جريبه ځمکه لري؛ خو له تېرو پنځو کلونو يې هېڅ نه ده کرلې.
نوموړي زياته کړه، چې که يې ځمکه همداسې پاتې شي، نو بنجر کېږي، چې بيا به د هېڅ ډول کر وړتيا ونه لري.
د هغه په وينا، د ښار شاوخوا سيمو ډېر ځمکوال دي، چې د کرنيزو اوبو د کمښت له امله يې ځمکې له څو کلونو بوره پاتې دي.
محمد شفېع په دغه ولايت کې د کرنيزو اوبو د شته بندونو د بيارغونې جدي غوښتنه وکړه.
د سمنګان دولتي چارواکو هم په دغه ولايت کې د کرنيزو اوبو ستونزه جدي وګڼله.
د دغه ولايت والي خيرالله انوش وويل، چې په دغه ولايت کې د بندونو د نه جوړېدو له امله د کرنيزو اوبو ستونزه ورځ په ورځ زياتېږي، چې په کرنه يې منفي اغېز کړی دی.
نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي، چې په دغه ولايت کې د کرنيزو اوبو د شته بندونو په پرله پسې توګه د جوړېدو له لارې د کرنيزو اوبو د کمښت ستونزه حل کړي.
د هغه په وينا، په دغه ولايت کې اب کلی، مغل او قچن دره په نامه د کرنيزو اوبو درې ستر بندونه لري، چې په پوره توګه بيارغونې ته اړتيا لري.
والي وويل، چې اب کلی د اوبو بند د روی دو اب او حضرت سلطان ولسواليو تر منځ موقيعت لري، چې تر کار لاندې دی.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه بند په جوړېدو به د روی دو اب او حضرت سلطان ولسواليو د اوسېدونکو غوښتنې په نږدې موده کې پر ځای شي.
همداراز مغل د اوبو بند په فيروز نخچير ولسوالۍ کې دی، چې که ورغول شي؛ نو د همدې ولسوالۍ د کرنيزو اوبو ستونزه په پوره توګه حل کېدای شي.
د قچن دره د اوبو بند د خرم وسارباغ ولسوالۍ او ايبک ښار تر منځ پروت دی، چې په بيارغونه به يې د همدې سيمو د کرنيزو اوبو ستونزه حل شي.
والي له مرکزي دولت څخه د يادو بندونو د بيارغونې په اړه د جدي ګام پورته کولو غوښتنه وکړه.
همداراز د سمنګان ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د پوهنې په برخه کې د ستونزو يادونه کوي. دوی وايي، چې لا يې هم په ډېری سيمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري او د مسلکي ښوونکو د کمښت له امله ښوونيز سيستم ټکنی پر مخ ځي.
د خرم او سارباغ ولسوالۍ اوسېدونکي مصطفی پژواک اژانس ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې په ژمي کې داسې ډېرې ورځې راځي، چې د واورې د ورښت له امله تر اوونيو اونيو ښوونځي بند وي.
د هغه په وينا، زده کوونکي په ازاده هوا کې زده کړو ته کېنول شوي، چې په سوړ او ګرم موسم کې يې درسونه ټکني کېږي.
د روی دو اب ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي وايي، چې په ښوونځيو کې  مسلکی ښوونکي کم دي.
د دغې ولسوالۍ د مرکز د لېسې زده کوونکي محمد انور پژواک ته وويل، چې له همدې لېسې څخه فارغ زده کوونکی بېرته په لېسه کې استاد شوی، چې ښه درسونه نه شي ورکولی.
نوموړي زياته کړه: ((نوم يې نه شم اخيستلی، خو داسې ډېر استادان شته، چې تر اتمه يې سبق ويلی او بيا استاد شوی دی.))
د هغه په وينا، چې که د ښوونځيو د ودانيو د جوړېدو تر څنګ دولت د مسلکي ښوونکو د کمښت مشکل حل نه کړی؛ نو په دغه ولايت کې به د پوهنې روان بهير همداسې ټکنی وي.
د پوهنې مسوولين که څه هم د عامو خلکو د ستونزو پخلی کوي؛ خو د حل په موخه يې د خپلو کړنو يادونه هم کوي.
د پوهنې رياست مرستيال بشير صلاحي پژواک ته وويل، چې په ټوله کې په دغه ولايت کې د پوهنې په برخه کې د دوی هڅې روانې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې ۲۹۰ ښوونځي لري، چې ۵۰ سلنه يې ودانۍ نه لري.
د هغه په وينا، په دغو ښوونځيو کې ۱۱۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۳۵سلنه يې نجونې دي او ۲۳۰۰ ښوونکي په کې په ښوونه بوخت دي.
هغه وويل، چې د روان کال په اوږدو کې به د سويډن په مالي مرسته ۱۳ ښوونځيو ته ودانې جوړې شي.
خو نوموړي د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه جدي وګڼله.
صلاحي وويل، چې دوی په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو د کمښت له مشکل سره مخ دي؛ خو هڅه کوي، چې حل يې کړي.