27 dead in Samangan mine blast

 
مزارشريف-ايبک (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): د سمنګان ولايت په روى دو اب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له امله ٢٧ تنه مړه شوي او پنځه نور نادرکه دي.
د سمنګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال مصدق الله مظفري د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون په کان کې تر چاودنې وروسته ٣٠ تنه بند پاتې وو.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې کان کيندونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې ونه وښوده.
مظفري وايي، چې له ياد کان څخه په غير مسلکي توګه کيندنې کېدې.
خو د والي وياند صديق الله عزيزي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه کان کې پرون تر چاودنې وروسته ٤٧ کسان بند پاتې وو.
نوموړى وايي، په دې پېښه کې ٢٧ کان کيندونکي وژل شوي، ٢٠ نور ټپيان دي، چې د څلور تنو حالت د اندېښنې وړ دى.
د يادې ولسوالۍ يو ډاکټر محمد پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه له کان څخه د ٢٥ کسانو جسدونه را ايستل شوي او د پنځو نورو د را ايستلو په لټه کې دي.
د نوموړي په وينا، پاتې پنځه کسان به هم يا سوځېدلي او يا به هم بند پاتې وي.
د روى دو اب ولسوال عبادالله مجاهد پرون پژواک اژانس ته ويلي وو، چې غرمه مهال د اب خورک په سيمه کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې چاودنه شوې، چې له امله يې له ٢٠ تر ٤٠ کسانو بند او يو شمېر نور مسموم شوي دي.
ده زياته کړه، د ولسوالۍ امنيه قوماندان له پوليسو سره د پېښې ځاى ته ورغلى او د بندو کسانو د را ايستلو لپاره لاس په کار شوي دي.
خو د يادې ولسوالۍ يو اوسېدونکى عزيز الله وايي، چې په دې پېښه کې ٢٧ تنه په کان کې بند پاتې وو، چې وروسته د سيمې شل نور کسان د هغوى د ژغورلو په موخه تونل ته ورننوتل.
د هغه په خبره، د کيندنو پر مهال ژغورنکې ډله د يو ډول ګاز له امله مسموم شوې او وروسته ددغې ډلې کسان روغتون ته ولېږدول شول.
د روى دو اب ولسوالۍ د کلينيک مسوول ډاکټر نجيب الله وايي، چې دوى ته شل مسموم کسان ور وړل شوي، چې اوس مهال تر درملنې لاندې دي.
د ده په وينا، له يادو کسانو د اتو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.