مزارشريف ( پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٢ ) : په سمنګان ولايت کې د پوهنې په برخه کې  ترسره شوې چارې د دغه ولايت اوسېدونکو ته د قناعت وړ نه دي، د ښوونځيو د ودانيو نشتوالی، د مسلکي ښوونکو او کتابونو کمښت او په ښوونځيو کې د څښاک د اوبو نشتوالی هغه ستونزې دي، چې د دغه ولايت د پوهنې بهير يې ټکنى کړی دی.
د دغه ولايت د پوهنې رياست مرستيال مخدوم عبدالحی حاکم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايت په مرکز او شپږو ولسواليو کې د ديني مدرسو  او خصوصي ښوونځيو په ګډدون ۲۹۹ تعليمي ادارې لري.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو ښوونيزو ادارو کې۱۱۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۳۵سلنه يې نجونې دي
 د هغه په وينا، په يادو تعليمي ادارو کې  ۲۴۳۰ ښوونکي په کې په تدريس بوخت دي.
د پوهنې رياست مرستيال وويل، چې د دوی له ټولو جدي ستونزه په ښوونځيو کې د څښاک د اوبو نشتوالی دی، چې له امله يې د زده کړو بهير سست پر مخ ځي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ د کتابونو کمښت، د مسلکي استادانو کمښت او ان يو ښوونځي ته د ودانۍ نه لرلو مشکل په يو ډول نه يو ډول د زده کوونکي له کورنۍ سره مطرح کولی شو؛ خو دا چې په ښوونځي کې د څښلو لپاره پاکې اوبه ونه لرو؛ نو څه ډول يوې کورنۍ ته قناعت ورکړو، چې ماشوم يې د زده کړو لپاره واستوي.))
د هغه په وينا، د ټول ولايت په کچه به په ۲۰ سلنه ښوونځيو کې د نيمه ژورو څاګانو د ايستلو له لارې د څښاک د اوبو ستونزه حل وي.
حاکم وويل، چې په پاتې ښوونځيو کې زده کوونکي د ويالو او نهرونو غير صحي اوبه څښي، چې له امله يې په ډول ډول ناروغيو اخته کېږي  او د زده کړو بهير ټکنى کوي.
نوموړي زياته کړه، چې که څه هم د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه په دغه ولايت کې عامه ده؛ خو د ښوونځيو دغه مشکل بايد په هره لاره چې وي، حل کړای شي.
د پوهنې مرستيال عبدالحی حاکم هم په ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت پخلی وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې د ولايت د مرکز په ګډون په شپږو ولسواليو کې د کتابونو له جدي کمښت سره مخ دي.
د هغه په وينا، په ټوله کې له لومړي ټولګي څخه تر پنځم او له لسم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې د کتابونو له جدي کمښت سره مخ دي، چې د کتابونو ۷۰ سلنه کمښت جوړوي.
د سمنګان والي خير الله انوش هم په دغه ولايت کې د پوهنې بهير پر وړاندې د شته ستونزو پخلی وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې که څه هم دوی هر کال د پوهنې په برخه کې د ياد وړ چارې تر سره کوي؛ خو دا چې هر کال د نويو زده کوونکو په جذبېدو د هرې سيمې او ښوونځي چارې نوې کېږي؛ نو دوی هم له نويو ستونزو سره مخ کېږی.
هغه وويل، چې د روان کال په اوږدو کې به د سويډن په مالي مرسته ۱۳ ښوونځيو ته ودانې جوړې شي.
ښوونکي او زده کوونکي:
د ښوونځيو ښوونکي وايي، چې د کتابونو د کمښت له امله يې هر کال تعليمي نصاب نيمګړی پاتې کېږي، چې د زده کوونکو په ښوونه باندې يې منفي اغېز کړی دی.
د ولايت د مرکز د بلخکي لېسې ښوونکي احمد الله پژواک ته وويل، چې په دغه لېسه کې عموما له لسم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې زده کوونکي په پوره توګه کتابونه نه لري.
نوموړي زياته کړه: ((د لوړو زده کړو لپاره د ښوونځي لسم، يوولسم او دوولسم ټولګي خورا مهم ګڼل کېږي، چې زده کوونکي پکې د خپلو لوړو زده کړو لوری ټاکي؛ خو دلته په همدې ټولګيو کې د کتابونو د کمښت له امله زده کړې ټکنۍ دي.))
د هغه په وينا، په يادو ټولګيو کې د کتابونو د کمښت له امله هر کال تعليمي نصاب نيمګړی پاتې کېږي، چې د زده کوونکو پر وړتيا منفي اغېز کوي.
احمد الله وويل، چې دولت بايد د پوهنې د روان بهير د لاسمبالښت په موخه د کتابونو د کمښت ستونزې ته جدي حل ولټوي.
د حضرت سلطان ولسوالۍ د کوکجر منځني ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکي ميرسلان پژواک ته وويل، چې د دوی په ښوونځي کې د څښاک د اوبو څاه نشته ده.
نوموړي زياته کړه: ((کله کله په اوونۍ کې يو ځل په ټانکر کې اوبه راوړل کېږي، چې هغه هم د ډېرو ورځو لپاره پاتې وي او له يوې ورځې وروسته يې خوند خراب وي.))
د هغه په وينا، ډېری وخت زده کوونکي د ښوونځي تر څنګ له روانې ويالې څخه اوبه څښي.
ميرسلان په خپل ښوونځي کې د زده کړو د نورو اسانتياوو د نشتوالي په اړه هم معلومات ورکړل، چې د نشت برابر دي.
نوموړي زياته کړه،چې د هېڅ زده کوونکي کتابونه پوره نه دي، په ډېری ټولګيو کې زده کوونکي د څوکيو د نشتوالي له امله د ځمکې پر سر د لوست لپاره کېني.
خلک :
همداراز د سمنګان ولايت په ولسواليو کې د مسلکي ښوونکو نشتوالی جدي ستونزه ده.
د دره صوف بالا ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر حاجي انوربای پژواک ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې د پوهنې روان بهير د نشت برابر دی.
نوموړي زياته کړه: ((دولت راته مکتبونه جوړ کړي؛ خو استادان يې ورته نه دي راوستي، هسې کيسې دي، خو موږ هم مجبور يوو، چې د دې پر ځای چې مو اولادونه په کوڅو کې وګرځي، نو دغه د مکتب په نامه يو چاپيريال خو ورته ښه دی.))
د هغه په وينا، دی خبر دی، چې له دوولسم څخه فارغ شوي زده کوونکي بېرته په ښوونځيو کې معلمان شوي، چې د سم تدريس تمه ترې نه ده پکار.
قومي مشر انور بای وويل، که دولت غواړي، چې سم زده کوونکي وروزي؛ نو بايد د مسلکي ښوونکو غم ورته وخوري.
د پوهنې رياست مسوولين هم د مسلکي ښوونکو د نشتوالي ستونزه مني؛ خو وايي، چې دغه ستونزه يې د ولايت په مرکز کې حل کړې ده.
د پوهنې رياست مرستيال عبدالحی حاکم وويل، چې د ولايت په مرکز کې يې د مسلکي ښوونکو تشه ډکه کړې؛ خو په ولسواليو کې لا هم د مسلکي ښوونکو له جدي کمښت سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، چې د معاش د کمښت او د لرې واټن له امله ښوونکي لرې پرتو سيمو ته د دندو لپاره زړه نه ښه کوي.
د هغه په وينا، د همدې دلايلو له امله دوی نشي کولی، چې مسلکي ښوونکي ولسواليو ته پر تګ مجبور کړي.
حاکم همداراز په سمنګان ولايت کې د ښوونځيو د ودانيو د کمښت مسئله هم جدي وګڼله.
نوموړي زياته کړه، چې د سمنګان په ۲۹۹ ښوونځيو کې ۵۰ سلنه يې د ودانيو له ستونزې سره مخ دي.
د هغه په وينا، په ياده ۵۰ سلنه کې ځينې ښوونځي هېڅ ودانۍ نه لري او ځينې يې لري، خو د کيفيت له امله يې حالات د نشت برابر دي.
د پوهنې رياست مرستيال وويل، چې که د سمنګان ولايت د پوهنې پر وړاندې پرتې ستونزې حل شي؛ نو په لنډه موده کې به د دغه ولايت اوسېدونکي په پوره توګه د تعليم په لور مخه کړي.
شنوونکى:
د چارو شنوونکي هم په سمنګان ولايت کې د پوهنې روان بهير په مسلکي توګه د زده کړو لپاره برابر نه ګڼي.
انجنير محمد نعيم وويل، چې په سمنګان ولايت کې په هراړخيزه توګه د پوهنې د پرمختګ پر وړاندې خنډونه پراته دي.
نوموړي زياته کړه، چې ښوونځي ودانۍ نه لري، کتابونه پوره نه دي، مسلکي ښوونکي نشته، تر دې چې په ښوونځيو کې زده کوونکي د څښاک صحي اوبو ته لاسرسی هم نه لري.
د هغه په وينا، په داسې چاپيريال کې د پوهنې پرمختګ ناشونی برېښي.
محمد نعيم وويل، چې د ستونزو په حل کې بايد ټوله پړه پر دولت وانه چول شوي، ولس ته هم پکار دی، چې د پوهنې پر وړاندې د پرتو خنډونو په لرې کولو کې له دولت سره څنګ په څنګ کار وکړي.
نوموړي د بېلګې په توګه د څښاک د اوبو د ستونزې د حل په اړه وويل، چې د هر ښوونځي شاوخوا کلي په پوره اسانۍ سره د يو ښوونځي لپاره څاه جوړولی شي.