يبک (پژواک، ۲۹ تله ۹۷): وسله والو طالبانو د سمنګان دره صوف پايين ولسوالۍ کې د پنځو کليو په نيولو سره ، هلته د رايې مرکزونه غير فعال کړي او زرګونه کسان له رايې ورکولو محروم شوي دي.
د ولسي جرګې ټاکنې تېره ورځ (۲۸ تله) پيل شوې او لا هم په ځينو ولايتونو کې د رايې ورکولو مرکزونوکې چې تېره ورځ د بېلابېلو عواملو له امله غير فعال وو، ټاکنې دوام لري.
له سمنګان ولايته ولسي جرګې ته نوماند ملا حفيظ الله پژواک خبری اژانس ته وويل چې تېره ورځ د چوجمن، اورلشمن، قدم علي، بيک محمد قدوق او هوتکتي کليو کې د څلورو مرکزونو له ډلې درې يې نن سهار شاوخوا ۹ بجې فعال شول؛ خو يو مرکز غير فعال دی
نوموړي زياته کړه چې په يادو کليو کې مېشت سيمه ييز او ملي پوليس هغه مهال له کليو ووتل او د رايې ورکولو مرکزونه هم غير فعال شول چې وسله وال طالبان د موټرسايکلونو په واسطه کليو ته دننه شول.
د نوموړي په وينا، په يادو مرکزونو کې ټولټال نږدې اته زرو کسانو نوم ليکنه کړې وه؛ خو ټول يادکسان له رايې ورکولو محروم شول؛ ځکه دا کلي د طالبانو په ولکه کې دي.
د سيمې يو اوسېدونکي د ملاحفيظ الله خبري تاييد کړې او ويې ويل چې طالبانو له جګړې پرته دا کلي نيولي دي.
د سمنګان د امنيې قوماندانۍ وياند منير رحيمي د جزييات له ورکولو پرته تاييد کړه چې پوليس ځواکونو يادې سيمې پرېښې دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.