Data Gathered Date: 

Sunday, September 15, 2013 - 11:15

ايبک (پژواک،  ٩ زمرى ٩٢) : د سمنګان ولايت يو شمېر اوسېدونکو د بېلابېلو موضوع ګانو  په اړه يې خپل نظرونه څرګند کړي ، چې کټ مټ په لاندې ډول خپريږي .
   کونډه: له ټولې کورنۍ سره په ټاکنو کې برخه اخلم
د سمنګان ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ اوسېدونکې نسرينه وايي، چې د جهاد پر مهال يې مېړه له روسانو سره په جګړه کې شهيد شوی دی. نوموړې پنځه اولادونه لري، درې زامن او دوه لوڼې دي، چې ټول ځوانان دي. نسرينه وايی، چې په هېواد کې  د خپلمنخي جګړو او طالبانو پر مهال يې ژوند ډېر تريخ و؛ خو له تېرو لسو کلونو يې د کورسونو له لارې خياطي زده کړه، درې  زامنو يې لوړې زده کړې وکړې او لوڼې يې د لاسي صنايعو د جوړېدو له لارې له دې سره د کور د اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته کوي. نسرينه وايي، چې دې حکومت يې ژوند ښه کړی او دا خپله دنده ګڼي، چې په راتلونکو ټاکنو کې له ټولې کورنۍ سره برخه واخلي.
 کروندګر: د منتخب حکومت په جوړېدو کې برخه اخلم
د سمنګان ولايت د فيروز نخچير ولسوالۍ اوسېدونکى ۵۲ کلن ميرزا حسين وايی، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې په خپله سيمه کې په ارامه ژوند کوي، خپله ځمکه کري او له همدې لارې ژوند پر مخ وړي. نوموړی وايي، چې دی خپله دنده ګڼي، چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي او د تېر په څېر د يو منتخب حکومت په جوړېدو کې ونډه واخلي. حسين وايی، چې په تېرو کلونو کې  حکومتونه د خلکو په رايه نه راتلل ، نو مشکلات به هم ډېر و، اوس چې باچا په رايه ټاکل کېږي، نو ولس هم خوشاله دی. هغه زياتوي ، چې که څه هم د کرنې په برخه کې يې ټولې ستونزې نه دي هوارې شوي؛ خو هيله لري، چې راتلونکی حکومت دغې برخې ته پام وکړي.
 کارګر: له پخوا څخه مې ژوند لږ ښه شوی
د سمنګان ولايت د مرکز ايبک ښار اوسېدونکى محمد مختار وايی، چې په دغه ولايت کې لا هم د ورځنۍ مزدورۍ پيدا کېدو پسې لالهانده وي. خو خوشاله په دې دی، چې ژوند يې د جنګونو له مهال سره خورا توپير پيدا کړی دی. دی زياتوي، چې که يې حکومت همداسې پياوړی شي؛ نو تمه لري، چې د بې روزګارۍ کچه به ټيټه شي او د ده په څېر ډېر ځوانان به په روزګار شي. محمد مختار په دې موخه په ټاکنو کې برخه اخلي، چې د خلکو په خوښه ښه ولسمشر وټاکل شي.
 معيوب: د ښه حکومت راتلو په موخه په ټاکنو کې برخه اخلم
د سمنګان ولايت د ايبک ښار اوسېدونکى شفيع الله، چې په ښۍ پښه معيوب دی، وايی، چې په ښار کې وړه غرفه لري، چې د ماشومانو خوراکي توکي پکې پلوري. نوموړي وايی، چې پښه يې د طالبانو پر مهال د ماين په چاودنه کې له منځه تللې  هغهزياتوي ، چې له دغه حکومت سره يې ژوند ډېر ښه شوی ؛ خو په دغه برخه کې ګيله لري، چې دولت د معيبونو سره سمې او پر ځای مرستې نه دي کړي. د شفيع اللهپه خبره ، چې په ټاکنو کې برخه اخلي او ځکه يې اخلي، چې ښه حکومت منځ ته راشي.
 دولتي مامور: که ټاکنو کې برخه وانخلم نو خپل روزګار به په لغته وهم
د سمنګان ولايت د ايبک ښار اوسېدونکي او د برېښنا رياست کارکوونکي ا نجنير محمد دين وويل، چې له پنځه کاله لوړو زده کړو وروسته يې دنده تر لاسه کړې او دا ، دغه مانا لري، چې اوس يې وطن  يو څه پرمختګ کړی دی. نوموړی وياړي، چې دولتي مامور دى او د همدې دولت يوه برخه ده.  محمد دين په دې اند دی، چې که  په ټاکنو کې برخه وانخلي ، نو دا به  په دې مانا وي، چې روزګار په لغته وهي.
زده کوونکې: په پوره سوچ او فکر به په ټاکنو کې برخه اخلم
د ايبک ښار اوسېدونکې او د يوولسم ټولګي زده کوونکې نضيفه وايی، چې د همدې منتخب حکومت له برکته يې زده کړې پيل او تر يوولسم ټولګی ورسولې. هغه هيله لري، چې تر دوولسم ټولګي زده کړې بشپړې کړي او د کانکور له لارې لوړو زده کړو ته هم لاره پيدا کړي؛ نو وايی، چې د خپلو هيلو پوره کېدو لپاره ورته سم حکومت په کار دی او سم حکومت د خلکو په رايه راځي. نضيفه وايی، چې په ټاکنو کې به ضرور برخه اخلي .
 راستون شوی کډوال: په ټاکنو کې برخې اخيستو ته لېواله يم
د سمنګان ولايت د روی دو اب ولسوالۍ اوسېدونکى مصطفی، چې څلور مياشتې وړاندې له ايران څخه خپلې سيمې ته ستون شوی ، وايی، چې د روزګار مجبوريت د بل مساپرۍ ته اړ کړی و؛ خو هلته يې هم د ژوند اصلي رنګ ونه ليد. مصطفی خوشاله دی، چې خپلې سيمې ته راغلی او په کلي کې په اجاره دهقاني کوي،اوس يې ژوند سم دی، هيله لري، چې راتلونکې ټاکنې ښې تر سره شي او د همدې په خاطر پکې برخې اخيستو ته لېواله دی. دی زياتوي، چې د ده په څېر ډېر هېوادوال يې مساپر دی، چې د ښه حکومت له جوړېدو سره به بېرته وطن ته راشي.
 د نادولتي ادارې کارکوونکی: په ټاکنو کې خپله هم برخه اخلم او نور هم هڅوم
محمد نعيم  چې له دوه کلونو راهيسې د سمنګان ولايت په ايبک ښار کې په WFP بهرنۍ موسسه کې دنده تر سره کوي. وايي، چې د هېواد د روانو اندېښنو د له منځه تلو يواځينۍ لاره د ټاکنو سم تر سره کېدل دي. نوموړى زياتوي ، چې هغه مهال به ټاکنې ښې تر سره شي، چې عام خلک په کې ښه برخه واخلي. دی وايی، چې  په ټاکنو کې برخه اخلي او  هر چاته په ټاکنو کې د برخې اخيستو سپارښتنه هم کوي.