ايبک ( پژواک ١٠ زمرى ٩٢ ) : د سمنګان ولايت چارواکي وايي، چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د بيارغونې په برخه کې د ياد وړ چارې تر سره شوې دي ، خو اوسېدونکي يې بيا ترسره شوى کار کم بولي او د ډېر کار غوښتنه کوي.
د سمنګان د والي وياند صديق الله عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څه هم په ځينو برخو کې لا هم جدي کار ته اړتيا شته؛ خو سربېره پر دې په دغه ولايت کې د بيارغونې په برخه کې د ياد وړ کارونه شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د روغتيا په برخه کې د ياد وړ کارونه تر سره شوي دي.
د هغه په وينا، د ولايت په مرکز ايبک ښار او په روی دو اب ولسوالۍ کې مجهز روغتونونه جوړ شوي دي.
همداراز د ولايت په پاتې پنځو ولسواليو کې کلينيکونه جوړ شوي، چې له امله يې روغتيايي چارې ښې پر مخ ځي.
عزيزي همداراز د ايبک ښار د برېښنا په اړه وويل، چې په دې وروستيو کې ۱۶ميګا واټه ترانسپرمر يې لګولی، چې دوی يې تر دې دمه يواځې د ۳ مېګا واټه برېښنا په مصرفولو بريالي شوي دي.
نوموړي که څه هم د ولسواليو او د ولايت د مرکز ايبک ښار تر منځ د لويو لاور نه قير کېدل اساسي ستونزه وګڼله؛ خو په ايبک ښار کې يې د سړک جوړونې چارې ګړندۍ وګڼلې.
د هغه په وينا، په ايبک ښار کې څه کم ۱۱کيلومتره سړکونه قير شوي او په روان کال کې د ۶۰ کيلومتره سړکونو د قير کېدو چارې پېلېدونکې دي.
د والي وياند وويل، چې د يادو سړکونو له قير کېدو سره به د ايبک ښار ۷۰ سلنه عمومي او فرعي سړکونه قير شي.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د دولتي ودانيو د جوړېدو چارې په پوره توګه په ګړنديتوب پر مخ تللې دي.
د هغه په وينا، د ولايت په مرکز کې ۹۵ سلنه د دولتي ادارو ودانۍ جوړې شوې دي.
په سمنګان ولايت کې دمګړۍ له ټولو ستره ستونزه د څښاک د اوبو نشتوالی دی، چې دولتي چارواکي په دې  برخه کې د چارو د پيل خبر ورکوي.
د والي وياند عزيزي وويل، چې په دې وروستيو کې له خرم او سارباغ ولسوالۍ څخه ايبک ښار ته ۳۴ کيلومتره په اوږدوالي د اوبو  د پيپ د غځولو چارې پيل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه پروژه به راتلونکو دوو کلونو کې په پوره توګه بشپړه شي، چې له لارې به يې د ايبک ښار ټول اوسېدونکي د څښاک روغتيايی اوبو ته لاسرسي ومومي.
د هغه په وينا، په روان کال کې د کرنيزو اوبو د کمښت د ستونزې د حل په موخه هم چارې روانې   دي. د والي وياند وويل، چې د روی دو اب او حضرت سلطان ولسواليو تر منځ د ابکلي په نامه د کرنيزو اوبو بند تر کار لاندې دی.
نوموړي زياته کړه، چې د ياد بند په رغېدو به د دواړو ولسواليو د کرنيزو اوبو ستونزه تر ډېره حل شي.
د دغه ولايت د پوهنې رياست مرستيال مخدوم عبدالحی حاکم د پوهنې د روان بهير په اړه وويل، چې په دغه ولايت کې ۲۹۰ ښوونځي شته، چې ۵۰ سلنه يې ودانۍ نه لري.
هغه پژاواک ته زياته کړه ، چې د روان کال په اوږدو کې به د سويډن په مالي مرسته ۱۳ ښوونځيو ته ودانې جوړې شي.
د سمنګان ولايت اوسېدونکي که څه هم په دغه ولايت کې د بيارغونې له شويو کارونو څخه تر يو ځايه خوښ برېښي؛ خو د څښاک د روغتيايي اوبو کمښت يې له ټولو ستره ستونزه ګڼي.
د ايبک ښار اوسېدونکي شېرمحمد پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې د بيارغونې چارې ښې پر مخ ځي؛ خو ځينې برخې لا هم جدي کار ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه، چې په ډېرو برخو کې يې ستونزې هوارې شوي؛ خو د څښاک د اوبو ستونزه يې لا هم پر ځای پرته ده، چې له دولت څخه يې د ژر حل کېدو غوښتنه کوي.
د سمنګان د والي وياند هم  له مرکزي دولت څخه د ولسواليو د لارو د قير کېدو او د څښاک د اوبو د ستونزو د حل په برخه کې د بيارغونې د چارو د لا ګړنديتوب غوښتنه وکړه.