مزارشريف ( پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢ ) : د سمنګان ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې له شته امنيت څخه خوښ دي؛ خو د دغه ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د لا ډاډمن امنيت په موخه د پوليسو د تشکيل ډېرښت او د تجهيزاتو زياتوالي ته په پوره توګه اړتيا لري.
امنيتي چارواکي وايي، چې له دغه ولايت څخه تېرېدونکې د شمال لويه لاره په پوره توګه په امن کې ده.
دوی وايي، چې پرته له دره صوف پاين ولسوالۍ، چې وخت ناوخته له نسبي ناامنۍ سره مخ کېږي، د مرکز ايبک ښار په ګډون په پاتې پنځو ولسواليو کې په پوره توګه حالات ډاډمن دي.
د سمنګان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مصدق الله مظفري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په عمومي توګه په سمنګان ولايت کې امنيت ډاډمن دی.
نوموړي زياته کړه، چې له دغه ولايت څخه ترېدونکې د شمال لويه لاره په پورته توګه په امن کې ده، چې وخت ناوخته پرې د عامو موټرو تر څنګ د بهرنيو او افغان ځواکونو امنيتي کتارونه هم تېرېږي.
د هغه په وينا، د سمنګان ولايت د ايبک ښار سربېره د دغه ولايت شپږو ولسواليو کې د امنيت په برخه کې کومه ځانګړې ستونزه نه لري.
خو سمونوال مظفري وويل: ((وخت ناوخته په دره صوف پاين ولسوالۍ کې د ناامنۍ له ځينو پېښو سره مخ کېږو، خو دومره د اندېښنې وړ مسله نه ده.))
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولسوالۍ کې لا هم لسګونه مخالف وسله وال ځای پر ځای دي، چې پوليسو سره د مخامخ جګړې وس نه لري؛ خو د عامو خلکو د ځوورنې له لارې يې دوی ته اندېښنې پيدا کړې دي.
د دره صوف پاين ولسوالۍ اوسېدونکي عالم پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان استخراج سره د ناپېژندو وسله والو کړۍ پيدا شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولسوالۍ کې د ناپېژندو وسله والو لس کسيز ګروپ دی، چې وخت ناوخته د ډبرو سکرو د استخراج لړۍ هم ټکنۍ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو کلونو  کې د وسله والو طالبانو له خوا په دره صوف ولسوالۍ کې، درې ځله د سړک جوړونې کورني او بهرني انجنيران او کارکوونکي تښتول شوي دي.
په دوو بېلابېلو پېښو کې، په ياده ولسوالۍ کې د (سم ون) شرکت پنځه بنګلاديشي اوسېدونکي تښـتول شوي وو، چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې، چې درې طالبان او د پوليسو يو افسر په کې ووژل شول، خوشې شول.
همدا راز په دغه ولسوالۍ کې نيول شوي دوه افغان انجنيران له نيول کېدو پنځه ورځې وروسته، د سولې عالي شورا په هڅو او د سيمه ييزو سپين ږيرو په منځګړيتوب، له کوم شرط او قيد څخه پرته خوشې شول.
د سمنګان ولايتي شورا مشر ضياء الدين ضياء وايي، چې دره صوف ولسوالۍ د طالبانو د حکومت پر مهال، د مقاومت ځواکونو سيمه وه.
نوموړي، دغه ولسوالۍ يوه ستراتېژيکه سيمه وبلله او زياته يې کړه، چې د بغلان او کندوز له ولايتونو څخه د وسله والو مخالفينو قوماندانانو له خوا په دې سيمه کې طالبان رهبري کېږي.
د ولايتي شورا مشر وويل: ((که په دره صوف کې د طالبانو د نفوذ مخه ډب نه شي، د سمنګان، سرپل او بلخ لپاره به امنيتي ستونزې وزېږوي.))
خو د امنيت امر سمونوال مصدق وويل، چې په روان کال کې د دره صوف پاين او دره صوف بالا ولسواليو امنيتي حالت د ښه کېدو په لور روان دی.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو دووکلونو کې د همدې ولسواليو دېرش وسله وال مخالفين له سولې پروسې سره يوځای شوي دي، چې له امله د دغو ولسواليو امنيتي حالت خوار ډاډمن دی.
د هغه په وينا، دمګړۍ څو کسيزه وسله واله ډله، چې شمېر يې له لسو کسانو څخه نه ډېرېږي، د دغو ولسواليو په غريزو سيمو کې پټ دي، چې له امنيتي ځواکونو سره يې د مخامخ جګړې وس له لاسه ورکړی دی.
سمونوال مصدق همداراز په دغه ولايت کې د امنيت د لېږد د پروسې بشپړېدل هم د دغه ولايت د ډاډمن امنيت نښه وبلله.
دسمنګان ولايت امنيتي مسووليت د ۱۳۹۰لمريز د مرغومي په ۸مه، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شو.
دسمنګان والي خيرالله انوش د امنيت دسپارلو په مراسمو کې وويل،چې  له امنيتي ځواکونو سره دخلکو دهمکارۍ په ترڅ کې ،د دې ولايت په ټولو سيمو کې امنيت ټينګ دى او له دې اړخه هېڅ ستونزه نشته.
د امنيت امر مصدق مظفري زياته کړه، چې تر دې دمه افغان ځواکونو د دغه ولايت امنيتي چارې په ښه توګه تر سره کړي دي.
د دغه ولايت اوسېدونکي هم د امنيتي چارواکو له هڅو تر ډېره خوښ برېښي.
د ايبک ښار اوسېدونکي محمدامين پژواک اژانس ته وويل، چې د هېواد په ځينو نورو سيمو کې ، چې د ناامنۍ کومې پېښې اوري په سمنګان ولايت کې ورسره دوی ډېر کم مخ کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې دوی د امنيتي چارواکو له هڅو او کوښښونو څخه خوښ دي او له مرکزي دولت څخه هيله کوي، چې ملاتړ يې وکړي.
خو د امنيت امر مصدق مظفري وويل، چې دوی د لا ډاډمن امنيت په موخه د پوليسو د تشکيل زياتوالي او د تجهيزاتو په برخه کې لا سمبالتيا ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه، چې په ټول سمنګان ولايت کې ۱۲۰۰ امنيتي پوليس لري، چې د دغه ولايت د اداري واحدونو او پراخې سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره بسنه نه کوي.
د هغه په وينا، د دوی د پلان له مخې ، په دغه ولايت کې لږ تر لږه ۲۰۰۰ امنيتي ځواکونو ته اړتيا ده، چې بايد مرکزي دولت پرې فکر وکړي.
د امنيت امر همداراز د تجهيزاتو په برخه کې وويل، چې لا هم د سمنګان پوليس يواځې له لومړنيو امنيتي تجهيزاتو څخه برخمن دي، چې وخت ناوخته له ستونزو سره مخ کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې دوی معاصرو امنيتي تجهيزاتو ته  اړتيا لري.