کلات ( پژواک  ٢٣زمرى ٩٢ ) : د سمنګان ولايت اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې ددې ولايت د شاوخوا ۸۵ سلنه خلکو اقتصاد پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی او له دې لارې خپل ژوند پر مخ بيايي.
دوی وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې د دوی د ستونزو د حل په موخه وړې وړې پروژې عملي شوي ، خو لا هم د دوی سترې ستونزې پر ځای پاتې دي.
ځمکه وال او بزګران وايي ، چې په دغه موده کې د کرنې او مالدارۍ د پياوړتيا لپاره دولت او مرستندويه ټولنو کار کړی ، خو د کرنيزو اوبو د کمښت ستونزه، چې له امله يې د دوی کرنه او مالداري زيانمنېږي، نه ده حل شوې.
کرنه:
د سمنګان ولايت د کرنې رياست اپراتيفي مدير نور محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د کانالونو د جوړولو او د حيواني ناروغيو د مخنيوي  په برخه کې ځينې پرمختګونه شوي دي.
نوموړى وايي، چې د سمنګان ولايت کروندګرو د کرنيزو  اوبو د کمښت له امله باغدارۍ ته ډېره مخه کړې، چې که دولت ورته ډېره پاملرنه وکړي، نو د پام وړ پرمختګ کولی شي.
د هغه په وينا، که څه هم په دغه ولايت کې  غنم لومړی کښت دی، چې ډېر کرل کېږي، خو د دغه ولايت د کرنې عمده حاصلات پسته او بادام  او انګور جوړوي.
نورمحمد وويل، چې ۲۳زره هکتاره ابي ځمکه، چې ۸ زره هکتاره پکې باغونه دي او ۱۴۱زره هکتاره للمي ځمکه ده.
همداراز په دغه ولايت کې ۴۳ زره د پستې طبيعي ځنګلونه دي.
نوموړي زياته کړه، چې د سمنګان د حضرت سلطان، خرم و سارباغ او روی دو اب ولسواليو اوسېدونکي په مالدارۍ  بوخت دي، د ولايت په مرکز-ايبک او فيروز نخچير ولسوالۍ او همداراز په خرم او سارباغ او حضرت سلطان ولسواليو کې د مالدارۍ تر څنګ باغدارۍ هم ښه وده کړې ده.
همداراز د دغه ولايت په دره صوف بالا او دره صوف پايين ولسواليو کې په دې وروستيو کې د مڼو باغونه رامنځته شوي، چې د ودې په حال کې دي.
د هغه په وينا، په ايبک ښار کې په نږدې ۵ زره هکتاره ځمکه کې د بادامو باغونه، په حضرت سلطان او فيروز نخچير ولسواليو کې په ۹۰۰هکتاره ځمکه کې د انګورو باغونه ا و په ايبک ښار، دره صوف بالا،  دره صوف پايين، خرم او سارباغ او فيروز نخچير ولسواليو کې په ۴۳ زره هکتاره ځمکه کې د پستې طبيعي ځنګلونه دي.
همداراز په دغو ولسواليو کې په ۱۵ زره هکتاره ځمکه کې د ارچې ونې طبيعي ځنګلونه هم شته دي. 
نور محمد وويل، چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د ځمکې د خړوب په موخه ۱۵ کانالونه جوړ او رغول شوي او همداراز په لرې پرتو سيمو کې د للمي ځمکو د سمې کرنې په موخه په لسګونو کندې جوړې شوي، چې د بارانونو اوبه پکې په اسانه تم کړای شي او بيا ترې ګټه واخلي.
د کرنې رياست دغه مامور وايي، چې په وروستيو کلونو کې د کرنيزو تخنيکي وسايلو له پرمختګ سره د سمنګان د ځمکه والو او بزګرانو لپاره د کرنې چارې اسانه شوي او هغه چارې چې پخوا به بزګرانو په اونيو او حتی مياشتو سرته نه شواى رسولی اوس يې په ورځو حتی ساعتونو کې بشپړوي.
هغه د سمنګان د کرنې پر وړاندې د اوبه خور د منظم او عصري سيستم نشتوالی او مارکېټ ته د محصولاتو پر وخت نه رسېدل ، هغه عمده ستونزې يادې کړې ، چې له امله يې د دغه ولايت د اوسېدونکو اقتصاد زيان ويني.
نورمحمد وويل، چې په تېرو لسو کلونو کې يې له بزګرو سره د باغونو په جوړولو، د باغونو د ساتنې په موخه د بزګرو لپاره روزنيز پروګرامونو جوړول، د کرنيزو کوپراتيفونو جوړول، د اصلاح شويو تخمونو ورکول، د مالدارۍ په برخه کې د کلينيکونو جوړول او د بېلا بېلو مرضونو لپاره درمل ورکول او د کانالونو او کندو په جوړولو کې کار کړی دی.
کروندګر او مالدار:
د سمنګان ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د باغونو د پرمختګ په برخه کې د دولت له کړنو خوښ دي، خو په عمومي توګه د کرنيزو  اوبو له کمښت څخه سر ټکوي.
د حضرت سلطان ولسوالۍ اوسېدونکي ميرمحمد پژواک ته وويل، چې په تېرو پنځو کلونو کې په دغه ولسوالۍ کې د باغونو د پرمختګ په برخه کې دولت ښه کارونه کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې دی په لس جريبه ځمکه کې د  انګورو باغ لري، چې د همدې باغ له لارې يې اقتصادي ستونزې تر يو ځايه حل کېږي.
هغه وويل: ((که چېرې د دولت مرسته نه وای، نو زما له وسه پوره نه وه، چې دغسې باغ دې جوړ کړای شم.))
خو د ايبک ښار اوسېدونکي حاجي اغا پژواک ته وويل، چې که  د سمنګان ځمکې د اوبو له کمښت سره مخ نه وي، نو د شمال په کچه به ښه حاصلات ورکړي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه ولايت کروندګرو ځکه د باغونو جوړولو ته مخه کړې، چې کرنيزې اوبه کمې دي  او باغونه ډېرو  اوبو ته اړتيا نه لري.
د هغه په وينا، په عامو کښتونو کې يواځې غنم کرل کېږي او پاتې کښتونو ته د ډېرو اوبو د اړتيا له امله کروندګر زړه نه ښه کوي.
حاجي اغا وويل، چې دولت ته پکار دي، چې د سمنګان ولايت د کرنيزو اوبو د ستونزې  د حل په موخه جدي ګامونه واخلي.
د کرنې تر څنګ يو شمېر مالدار هم وايي، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او وايي ،چې وچکاليو او د زورواکو له لوري د دولتي ځمکو غصب د دوى اکثره څړ ځايونه له منځه وړي دي .
د خرم او سارباغ ولسوالۍ اوسېدونکي جان عالم پژواک ته وويل، چې د دوی له ټولو ستره ستونزه د زورواکو له خوا د مالچر ځمکو غصب او د وچکاليو له امله د وښو نشتوالی دی.
سوداګر:
سمنګان په عمومي توګه سوداګريز ولايت دی. د دغه ولايت سوداګري له باغونو څخه د تر لاسه شويو وچو ميوو په پلور او پيرلو باندې څرخي او تر څنګ عادي دوکاندارۍ د سوداګرۍ ښه بېلګه ده.
د سمنګان د اقتصاد رييس احمد فريد خداجو پژواک اژانس ته وويل،چې په دغه ولايت کې سوداګري په لوړه کچه نه، بلکې په ټيټه کچه روانه ده، چې چارې يې د ولايت تر ساحې رالنډې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې دم ګړۍ د پخلنځي د توکو او کرنيزو توکو دوه وړې فابريکې په ښه توګه فعاليت کوي، چې د دغه ولايت لسګونو ځوانانو ته پکې د کار زمينه برابره شوې ده.
هغه په دغه ولايت کې د شته سوداګرۍ په اړه وويل، چې د دغه ولايت د سوداګرو کاروبار تر همدې ولايت پورې لنډ دى، چې ۹۰ سلنه په وچې مېوې باندې څرخي.
خداجو وويل، چې د دغه ولايت سوداګر له بزګرو څخه بادام او انګور اخلي او په مزارشريف ښار کې يې په سترو سوداګرو باندې پلوري.
شفيع مرادي، چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د پستې سوداګري کوي، پژواک ته وويل، چې د دوی سوداګري د سمنګان او بلخ ولايت تر منځ ده.
نوموړي زياته کړه، چې دوی دلته په ولايت کې له بزګرو څخه پسته راټولوي او مزارشريف ته يې وړي، چې له همدې سوداګرۍ يې د ژوند چارې روانې دي.
لاسي صنايع:
په سمنګان ولايت کې لاسي صنايع تر غاليو اوبدلو  او يو نيم ځای د ښځو له خوا د ښځينه جامو او د سينګار د توکو جوړولو پورې محدود دی.
د دغه ولايت د اقتصاد رييس احمد فريد خداجو پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې د غالۍ اوبدونکو يوه ټولنه او د سوداګرو مېرمنو يوه ټولنه فعاليت کوي.
نوموړي زياته کړه، چې د غالۍ اوبدنې ټولنې له لارې په دغه ولايت کې د غاليو جوړول او سوداګري په ښه توګه روانه ده، خو د سوداګرۍ چارې يې تر ولايت پورې رالنډې دي
د هغه په وينا، د سوداګرو مېرمنو ټولنې له لارې په دغه ولايت کې د لاسي صنايعو ښه پرمختګ کړی دی.
د يادې ټولنې يوې غړې مېرمن ګلثم پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د ښځو له خوا د لاسي صنايعو جوړول له پخوا وختونو دود و، چې د جنګونو له امله يې زيان ليدلی و.
نوموړې زياته کړه، چې دم ګړۍ په سمنګان کې زيات شمېر مېرمنې خامک ګنډنه، غاړکۍ جوړول، له مريو څخه بېلا بېل توکي جوړول، ښځينه او د ماشومانو جامې او داسې نور لاسي صنايع جوړوي.
د هغه په وينا ،د دوی لاسي صنايع په سمنګان کې دومره بازار نه لري، نو له همدې امله يې مزارشريف ښار ته استوي.