Data Gathered Date: 

Sunday, September 15, 2013 - 11:15

مزارشريف ( پژواک ١٨ چنګاښ ٩٢ ) : د سمنګان ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د څښاک د اوبو د اسانتيا او د ولسواليو تر منځ د لويو لارو د جوړېدو غوښتنې کوي.
دوی وايي، چې د ولايت مرکز ته د دغه ولايت د شپږو ولسواليو راغلې لارې ټولې رغېدو او قير کېدو ته اړتيا لري.دغه لارې تر دومره خرابې دي، چې د ځينو ولسواليو اوسېدونکي د ولايت مرکز ته د مزارشريف ښار له لارې په راتلو مجبورېږي.
همداراز د دغه ولايت اوسېدونکي د ولايت د مرکز ايبک ښار په ګډون په ټولو ولسواليو کې د څښاک د اوبو د اسانتيا غوښتنه کوي.
د دره صوف بالا ولسوالۍ اوسېدونکي محمد دين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو څو کلونو د ولايت د مرکز او د دغې ولسوالۍ تر منځ نږدې ۱۲۰کيلومتره لاره خرابه ده.
نوموړي د يادې لارې د خرابېدو اصلي لامل په دغه ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان شتون په ګوته کړ، چې د موادو د لېږد رالېږد له امله يې غټو موټرو لاره خرابه کړې ده.
د هغه په وينا، دولت د دره صوف د ډبرو سکرو له کانونو ګټه اخلي؛ خو ورته تللې لاره يې نه جوړوي.
محمددين وويل، دمګړۍ دغه لاره دومره خرابه شوې، چې د عامو خلکو تګ راتګ ته يې هم ستونزې ولاړې کړې دي.
د همدې ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي، چې د لارې د ډېر خرابوالي له امله دوی مجبور دي، چې د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار له لارې د ولايت مرکز ايبک ته ځان ورسوي.
د دره صوف بالا اوسېدونکي عبدالاحد پژواک اژانس ته وويل، چې دم ګړۍ د ايبک ښار او دره صوف بالا ولسوالۍ تر منځ  لاره د ډبرو سکرو د کان د لېږد رالېږد موټرو تر څنګ په عامو خلکو هم بنده ده.
نوموړي زياته کړه: ((موږ ته چې کله د ولايت مرکز ته د تلو کار پيدا شي؛ نو مجبور يوو، چې يو ځل مزارشريف ښار ته لاړ شو او بيا له هغه ځايه د ولايت مرکز ايبک ته راشوو.))
د هغه په وينا، په دغه حساب دوی ۱۷۰کيلومتره ډېر واټن وهي.
خو د روی دو اب ولسوالۍ اوسېدونکي بيا وايي، چې تر مرکزه د دغې ولسوالۍ لاره ځای ځای په عامه کښتونو کې تېره شوې ده، چې د خرابوالي له امله يې د تګ راتګ ستونزو تر څنګ د ګردونو او خاورو له امله کښتونوته  هم زيان رسېږي.
د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد نعيم پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د شته کان له امله د غټو موټرو تګ راتګ زيات دی.
نوموړي زياته کړه، چې هره ورځ پر دغه لاره د عامو خلکو د موټرو تر څنګ تر دېرشو پورې د ډبرو سکرو د لېږد غټ موټر هم تګ راتګ کوي، چې د لارې د لا خرابولي لامل ګرځي.
د هغه په وينا، دغه لاره ځای ځای له کښتونو څخه تېرېږي، چې د خرابوالي له امله يې د موټرو ګردونه او خاورې کښتونو ته زيان رسوي.
د سمنګان ولايت دولتي چارواکو هم د ولسواليو او مرکز تر منځ د لارو د شته ستونزو پخلی وکړ او له مرکزي دولت څخه يې د جدي ملاتړ غوښتنه وکړه.
د سمنګان والي خيرالله انوش د ولسواليو د لويو لارو نه قير کېدل له ټولو جدي ستونزه وګڼله، چې د دغه ولايت په عوايدو يې منفي اغېز کړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې سمنګان ولايت د ايبک ښار په ګډون شپږ ولسوالۍ لري، چې لارې يې نه دي قير شوي.
د هغه په وينا، په دغه ولايت کې د ډبرو سکرو کانونو له امله هره ورځ په منځنۍ کچه ۸۰ ميليونه افغانۍ عوايد تر لاسه کېږي، خو د لارو د نه قير کېدو له امله د دغو عوايدو د تر لاسه کېدو چارې ټکنۍ دي.
والي وويل، چې د لارو د نه قير کېدو له امله د روی دو اب ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان کار له تېرې يوې مياشتې راهيسې په ټپه ولاړ دی.
نوموړي زياته کړه، چې د همدې لارو له امله عام خلک هم د تګ راتګ له جدي ستونزو سره مخ دي.
همداراز د دغه ولايت اوسېدونکي د څښاک د اوبو د اسانتيا غوښتنه هم کوي.
د ولايت د مرکز ايبک ښار اوسېدونکي احمد الله پژواک اژانس ته وويل، چې د ښار له مرکزي برخو پرته د نورو ټولو خواوو اوسېدونکي د څښاک اوبو ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې ډېری خلک د سيندونو او ويالو له اوبو څخه ګټه اخلي، چې له امله يې وخت ناوخته پر ناروغيو اخته کېږي.
د هغه په وينا، چې که دولت د څښاک د اوبو اسانتيا برابره نه کړي؛ نو لرې نه ده، چې د دغه ولايت چاپيريال د اندېښنې وړ وګرځي.
د سمنګان والي هم  په دغه ولايت کې د څښاک د اوبو ستونزه جدي وګڼله؛ خو د ولايت د مرکز د څښاک د اوبو لپاره يې د اسانتيا برابرولو د چارو د پيل يادونه وکړه.
د دغه ولايت والي خيرالله انوش وويل، چې په ټول ولايت کې نږدې ۱۵سلنه اوسېدونکي د څښاک روغتيايي اوبو ته لاسرسۍ لري.
نوموړي زياته کړه، چې که مرکزي دولت د خلکو د دغې غوښتنې په پوره کېدو سره جدي مرسته ونه کړي، نو دوی يې د پوره کېدو وس نه لري.
د هغه په وينا، په دې وروستيو کې د دغه ولايت له خرم او سارباغ ولسوالۍ څخه ايبک ښار ته د ۳۴ کيلومتره  پاين لاين د غځولو چارې پيل کړي؛ خو دغه پروژه به په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړېږي.
والي خيرالله انوش وويل،دوی هيله کوي، چې د مرکزي دولت  د همکارۍ په نتيجه کې د څښاک د اوبو د ستونزې د حل په موخه روانه پروژه له ټاکلي وخت څخه مخکې بشپړه شي.