By: خان ولى سالارزى , Date:31/12/2018
اسعد اباد(پژواک، ١٠ مرغومى ٩٧): د کونړ ولايت په څوکې ولسوالۍ کې د يو شمير معترضو نوماندانو پلويانو له تېرو دوه ورځو راهيسې د اسعد اباد-جلال اباد لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي. ل... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Konar.To see other videos

اسعد اباد ( پژواک، ٤ سلواغه ٩٣ ) : که څه هم امنيتي ځواکونه د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د ګڼ شمېر سيمو له وسله والو څخه د پاکولو خبره کوي، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې اوس هم ډېرى سيمې د وسله والو تر ولکې لاندې دي.
شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې سلګونو وسله والو د دانګام ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمو بريدونه کړي وو، چې د سيمې اوسېدونکو او ملي ځواکونو يې پر ضد ځوابي عمليات په لاره واچوله.
په ختيځ کې د۲۰۱سيلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال زمان وزيري تېره اونۍ يوې خبري غونډې ته وويل چې په دانګام ولسوالۍ کې روانه جګړه د ٤٠٨ تنو وسله والو په مرګ ژوبلې پاى ته رسېدلې ده.

اسعداباد (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٣): د کونړ په مرکز اسعداباد کې د  ولايتي شورا د دفتر مخې ته د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د کونړ د ولايتي شورا مرستيال جمال الدين د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن غرمه شاوخوا دوولس نيمې بجې شوى و.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو د وټه پور ولسوالۍ له لوري د ولايت پر مرکز د هاوان مرمۍ توغولې وه.
دى وايي چې يوه مرمۍ د ولايتي شورا ودانۍ مخې ته ولګېده چې له امله يې پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د جمال الدين په وينا، په ټپيانو کې څلور مراجعين او يو تن د ولايتي شورا د يوه وکيل زوى دى.

اسعداباد (پژواک ٨ لړم ٩٣): د کونړ ولايتي شورا ته په تېرو ټاکنو کې ټول نوي وکيلان بريالي شوي دي.

د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې تر شاوخوا اوو مياشتو ځنډ وروسته د لړم په درېيمه اعلان شوې چې په کې د کونړ ولايتي شورا ته هم د دوو ښځو په ګډون نهه کسان بريالي شوي دي.

په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د عامه پوهاوي مســـوول سعادت الله مرزا د لړم په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له پخوانيو وکيلانو درېيو يې ځانونه نه وو کانديد کړي او پاتې شپږ کانديد و، خو بريالي نه شول.

اسعد اباد ( پژواک، ١٩ تله ٩٣ ) : د کونړ د اړونده ولسواليو قومي مشرانو او ديـــني عالمانو ديوې غونډې په ترڅ کې له نوي ولسمشر او نوي حکومت څخه د ملاتړ اعلان وکړ.

دغه غونډه چې د تلې په ١٩مه، د ولايت په مقام کې جوړه شوې وه، ددې ولايت د ولسواليو او مرکز اړونده لسګونو قومي مشرانو او ديني عالمانو په کې برخه اخيستې وه.

د کونړ د علماوو شورا مشر مولوي عبدالرحمن غونډې ته وويل چې دوى د مرکزي حکومت د هغې پرېکړې هرکلى او ملاتړ کوي چې د پغمان د پېښې پر عاملينو يې د اعدام حکم تطبيق کړ.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: خان ولى سا... , Date:31/12/2018

لاريون کوونکو د اسعد اباد-جلال اباد لويه لار وتړله

اسعد اباد(پژواک، ١٠ مرغومى ٩٧): د کونړ ولايت په څوکې ولسوالۍ کې د يو شمير معتر... پاتی برخه

سرغړونې

By: خان ولى سا... , Date:31/10/2018

علما او قومي مشران : له بايوميټرک پرته راى دې باطلې ا...

اسعد اباد (پژواک، ٩ لړم  ٩٧ ) : په کونړ ولايت کې سلګونو ديني عالمانو او ق... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

Corrupt officials to face music: Kunar governor
By: خان ولى سا... , Date:04/10/2015

د کونړ والي: په اد...

اسعداباد (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د کونړ والي وايي، څوک چې فساد کوي له هغوى سره به... پاتی برخه

مرکې

By: خان ولى سا... , Date:30/07/2019
اسعد اباد (پژواک، ٨ زمرى  ٩٨): د کونړ امنيه قوماندان وايي چې د ولسمشرۍ ټا... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

Kunar residents support Abdullah, Sayyaf
By: په کونړ کې د عبدالله... , Date:30/03/2014

په کونړ کې د عبدالله او سياف په ملاتړ غونډې وشوې

  اسعد اباد ( پژواک، ٩ ورى ٩٣) : په کونړ ولايت کې د ولسمشرۍ د کانديدانو... پاتی برخه