Militants still in control of Dangam, say residents

اسعد اباد ( پژواک، ٤ سلواغه ٩٣ ) : که څه هم امنيتي ځواکونه د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د ګڼ شمېر سيمو له وسله والو څخه د پاکولو خبره کوي، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې اوس هم ډېرى سيمې د وسله والو تر ولکې لاندې دي.
شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې سلګونو وسله والو د دانګام ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمو بريدونه کړي وو، چې د سيمې اوسېدونکو او ملي ځواکونو يې پر ضد ځوابي عمليات په لاره واچوله.
په ختيځ کې د۲۰۱سيلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال زمان وزيري تېره اونۍ يوې خبري غونډې ته وويل چې په دانګام ولسوالۍ کې روانه جګړه د ٤٠٨ تنو وسله والو په مرګ ژوبلې پاى ته رسېدلې ده.
 
هغه زياته کړه، چې په دې جګړه کې ملي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر سيمې له وسله والو څخه پاکې  شوې دي.
 
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د سلواغې په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ملي ځواکونو په دانګام ولسوالۍ کې تعرضي عمليات پاى ته رسولي دي.
هغه زياته کړه، چې  دولتي ځواکونو ددې ولسوالۍ مهمې سيمې او نقطې  لکه کناتو سر ، ايوب بانډه ، زمان بانډه او ځينې نورې سيمې نيولې او هلته يې دفاعي پوستې اچولې دي.
د نوموړي په وينا، دولتي ځواکونه په بشپړ طاقت سره په دې سيمو کې مېشت دي او يادې سيمې يې له وسله والو څخه پاکې کړې دي.
خو د دانګام ولسوالۍ د پاڅون کوونکو يوتن مشر حاجي مزمل پژواک اژانس ته وويل ، هغه سيمې چې ځايي اوسېدونکو يې د وسله والو پر ضد پاڅون کړى و، اوس هم د وسله والو په ولکه کې دي.
هغه زياته کړه : (( د دانګام ولسوالۍ دشينکۍ ، څاونو ، سور کمر اوکچلي سيمو د اوسېدونکو کورونه سوځول شوي او خلک يې بې ځايه شوي دي، دلته اوس هم وسله وال مېشت دي.))
د هغه په وينا، دولتي ځواکونه ددانګام ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې مېشت دي او د ځايي اوسېدونکو ستونزې نه دي هواره شوې.
د دانګام ولسوالۍ د څاونو د سيمې يو تن اوسېدونکي ميرحبيب پژواک اژانس ته وويل چې کورونه يې سوځول شوي او دوى تش لاس له کورونو څخه وتلي دي.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې له دوى سره د کورونو په بيا جوړولو کې مرسته وکړي.
د نوموړي په وينا، دولتي ځواکونه يواځې د ولسوالۍ په څو کيلومترۍ کې پوستې جوړې کړې، په داسې حال کې چې وسله وال مخالفين د کليو په منځ کې مېشت دي ، ازاده ګرځي او هره ورځ خلکو ته ستونزې جوړوي.
نوموړي له دولت څخه وغوښتل، د پاڅون کوونکو ټولې هغه سيمې چې اوس په کې وسله وال مېشت دي د هغوى له شتون څخه پاکې کړي.

 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.