اسعد اباد (پژواک، ٨ زمرى  ٩٨): د کونړ امنيه قوماندان وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو، په ځانګړې توګه د ټاکنيزو مبارزو د امنيت لپاره يې بشپړ چمتووالى نيولى دى.
امنيه قوماندان سمونمل شفيق الله سهار له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې په دغه ولايت کې يو شمېر کانديدانو ټاکنيز دفترونه پرانيستي دي، خو تر اوسه دوى ته هېڅ يو نوماند د دفتر پرانيستلو رسمي مکتوب نه دى ور وړى، څو دوى يې د امنيت په اړه اقدامات وکړي.
امنيه قوماندان وايي: ((موږ د ټاکنيزو مبارزو د امنیت لپاره خپل امنيتي پلان جوړ کړی او د ټولو هغو نوماندانو چې په کونړ ولایت کې کمپاینونه کوي، پولیس به يې امنيت نيسي.))
نوموړي ډاډ ورکړ، په کلیوالو سیمو کې هم پولیس چمتو دي چې د کمپایني غونډو لپاره امنیت ونیسي او همدارنګه به د دوی د کمپایني دفترونو د امنیت په برخه پولیس وګومارل شي.
سمونمل شفيق وويل چې په دغه ولايت کې د رايو اچولو ١١٠ مرکزونه دي چې ٧٦ يې له هېڅ ډول ګواښ سره مخ نه دي، ٢٠ مرکزونه له متوسط ګواښ سره وو او ١٤ نور تر لوړ ګواښ لاندې دي.
د کونړ امنيه قوماندان زياته کړه، کوم مرکزونه چې تر لوړ ګواښ لاندې دي، هلته به ډېر ژر د ګډو ځواکونو له خوا عمليات ترسره شي.
شفيق سهار زياتوي چې دوى به د ټولو مرکزونو امنيت نيسي او په ټولو مرکزونو کې به په امنيتي فضا کې ټاکنې ترسره کېـږي.
هغه وايي، د دغه ولايت په ٩٠ سلنه سيمو کې افغان امنيتي ځواکونو امنيت ټينګ کړى او ولس هم له خپلو ځواکونو سره همکاري کوي.
امنيه قوماندان داهم وويل چې په ټولو ولسواليو کې حکومتولي، عدلي او قضايي ارګانونه فعال دي.
سهار زياته کړه چې د ښه امنيت له امله له نورو ولايتونو سيلانيان دغه ولايت ته سفرونه کوي او د سياحت لپاره ورځي.
امنيه قوماندان د داعش ډلې په اړه وويل چې په دغه ولايت کې داعش ډله ځپل شوې او يواځې په څو غرنيزو سيمو کې لکه شوړيک، ديوګل، څپري او بايدل کې په کمه اندازه فعاليت لري.
د هغه په وينا، په دغه ولايت کې د داعش او طالبانو د خپلمنځي جنګونو له امله درې زره کورنۍ بې ځايه شوې وې چې اوس  بېرته خپلو سيمو ته ستنې شوې دي.
شفيق سهار وويل چې په کونړ ولايت کې يې د نورو ناقانونه کړنو تر څنګ د لرګيو د قاچاق مخه هم نيولې ده.
د نوموړي په وينا، ملي پولیسو د امنیت ساتنې تر څنګ د سولې په برخه کې هم پوره کار کړی او په دې وروستيو کې د داعش ١٣ کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى شوې ده.