New faces find way to Nuristan, Kunar councils

اسعداباد (پژواک ٨ لړم ٩٣): د کونړ ولايتي شورا ته په تېرو ټاکنو کې ټول نوي وکيلان بريالي شوي دي.

د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې تر شاوخوا اوو مياشتو ځنډ وروسته د لړم په درېيمه اعلان شوې چې په کې د کونړ ولايتي شورا ته هم د دوو ښځو په ګډون نهه کسان بريالي شوي دي.

په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د عامه پوهاوي مســـوول سعادت الله مرزا د لړم په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له پخوانيو وکيلانو درېيو يې ځانونه نه وو کانديد کړي او پاتې شپږ کانديد و، خو بريالي نه شول.

هغه زياته کړه چې د دغه ولايت ولايتي شورا ته د شپـږو ښځو په ګډون ٣٩ کسانو ځانونه کانديد کړي وو چې څلور يې له لېسته و ايستل شول او ٣٥ يې په ټاکنو کې برخه واخيسته.

د کونړ د مرکز اسعداباد ښار يوه اوسېدونکي قذافي مل پر دې خوښي څرګنده کړه چې دغه ځل ولايتي شورا ته ټولې نوې څېرې او ځوانان راغلي دي.

هغه زياته کړه چې د تېرې دورې په پرتله به دا دوره ډېره پياوړې وي او د خلکو به ښه خدمت وکړاى شي.

د نوموړي په وينا، ولس اوس پوه شوى او هغو کانديدانو ته يې رايې ورکړې چې پوهېږي او خدمت کولى شي.

د محمدطاهر په نوم د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې بريالي شوي کانديدان بايد پر خپلو هغو ژمنو ودرېږي چې د کمپاين پر مهال يې له ولس سره کړې وې.

هغه زياتوي، که چېرې دوى هم د پخوانيو په څېر خپلې ژمنې عملي نه کړي، نو په راتلونکو ټاکنو کې به له ناکامۍ سره مخ شي.

د ولايتي شورا پخوانۍ وکيله تورپيـــکۍ رسولي د ټاکنو پر کمېسيون نيوکه کوي چې په شفافه توګه يې دا پروسه نه ده ترسره کړې او درغلي په کې شوې ده.

هغې پژواک اژانس ته وويل چې د درغليو په اړه يې د شکايتونو کمېسيون ته خپل شکايتونه رسولي وو، خو هغوى پرې هيڅ اقدام ونه کړ.

تورپيکۍ ادعا کوي چې ولايتي شورا ته داسې ښځې بريالۍ شوې چې جعلي تحصيلي اسناد يې جوړ کړي وو.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.