"امنيت خوندي کول او فساد له منځه وړل به زما په لومړيتوبونو کې وي"

اسعداباد (پژواک ٥ زمرى ٩٢): د کونړ نوى والي وايي، چې د امنيت ټينګول د ده په لومړيتوبونو کې دي او بلخوا د دولتي چارواکو د ناسم چلند له امله غرونو ته ختلي مخالفين به پخلا کړي.
د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکى د ولسمشر پخوانى سلاکار شجاع الملک جلاله تېره اونۍ د کونړ د والي په توګه وټاکل شو، هغه د جهاد پر مهال د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د ملي نجات جبهې په جهادي ګوند پورې تړاو درلود.
جلاله له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې ولسمشر ورباندې باور کړی او ولس يې هم تر شا ولاړ دی ، هڅه به وکړي چې د ولسمشر او خلکو ياد باور وساتي.
هغه زياته کړه، چې امنيت راوستل، د فساد له منځه وړل، د قاچاق مخه نيول او د بيارغونې د کارونو ترسره کول د ده په لومړيتوبونه کې دي..
د نوموړي په وينا، تر ټولو مخکې به د امنيت په برخه کې کار کوي او هغه مرور طالبان وروڼه چې د دولتي چارواکو د ناسم چلند له مخې غرونو ته ختلي، هڅه به وکړي چې د سولې له بهير سره يې يو ځاى کړي.
جلاله زياته کړه: ((زه باور لرم چې هغوی به زما خبره ومني او د سولې له بهير سره به يو ځای شي ځکه چې افغاني او په ځانګړې توګه کونړي طالبان ما په تمامه معنا پېژني او هغوی زه پېژنم.))
د کونړ والي وايي، چې د جهاد پر مهال يې خيانت نه دى کړى او تل يې د ولسونو خدمت کړى او اوس يې هم موخه همدا خدمت دى.
جلاله له پاکستان سره د اړيکو په اړه وويل، له دغه هېواد سره کونړ ٢٦٠ کيلومتره اوږده پوله لري، دوى ورسره ښې اړيکې غواړي او ورسره به په ګډه د سولې او امنيت لپاره کار وکړي.
 
هغه د کونړ د چپې درې ولسوالۍ د خراب امنيت په اړه زياته کړه، چې دغه ولسوالي د وسله والو مخالفينو د کلابندۍ په حال کې ده او ډېر ژر به د دې ولسوالۍ له قومي مشرانو، علما کرامو او ځوانانو سره له نږدې وګوري .
دى وايي، د دوى له منځ څخه به يو داسې څوک د ولسوال په توګه وټاکي چې هغه امين او د ولس په منځ کې ښه محبوبيت ولري.
جلاله زياته کړه: ( زه په يقين سره ويلى شم، چې د چپې درې ولسوالۍ ستونزه به هواره شي.))
د کونړ والي دغه راز وويل، چې دويم لومړيتوب يې د فساد پر وړاندې کلکه مبارزه ده، خو زياتوي چې په دغه ولايت کې فساد دومره نشته، څومره چې په نورو ولايتونو کې دى.
شجاع الملک جلاله زياتوي، چې د کونړ د ټولو ادارو مسوولين او ولسوالان يې ور غوښتي وو او ورته يې وويل، له دې وروسته چې هر څوک فساد وکړي او يا د ادارو د چارو د سمون لپاره ځانکړې شوې بودجه په ناسم ډول ولګول شي، له دندې به ګوښه او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
نوموړى وايي، چې په کونړ ولايت کې اوس هم د چارتراش لرګيو قاچاق روان دى او ځنګلونه هم په پراخه کچه وهل کېږي .
د هغه په وينا، په دغه کار کې ډېر خلک لاس لري، خو د چا نوم يې په ډاګه نه کړ.
جلاله وويل، نه يواځې د چارتراشو د قاچاق مخه به نيسي، بلکې د ځنګلونو د بېرته احيا په موخه به د کرنې په برخه کې قوريه جات جوړ کړي چې د راتلونکو نسلونو لپاره ځنګلونه بېرته شنه شي.
نوموړي زياته کړه: ((زما د ولايت په لومړۍ ورځ ځينو قاچاقبرو په نرنګ ولسوالۍ کې درې موټره چارتراش بارول او غوښتل يې چې قاچاق يې کړي خو زه پرې خبر شوم او ګواښ مې ورته وکړ چې د چارتراشو له موټرو مخکې ستاسې کډه باروي او مخه مې ونيوله.))
د کونړ والي وايي، چې امنيه قوماندان او د ملي امنيت ادارې مشر ډاډ ورکړى چې د چارتراشو د قاچاقو په مخنيوي کې به ورسره په ريښتينې توګه همکاري کوي.
هغه له ولسي خلکو او په ځانګړې توګه له ځوانانو وغوښتل چې د چارتراشو د قاچاق په مخنيوي کې ورسره همکاري وکړي.
جلاله د بيارغونې په برخه کې وويل، چې له ځينو وزارتونو او وزيرانو سره يې کتلي او هغوى ورسره د پاکو اوبو په برابرولو، د اسعداباد د برېښناجوړول، د مناګي د برېښنا بند برخليک د معلومولو، د نغلو برېښنا کونړ ته رسول او د ځينو نور کارونو په برخو کې ژمنې کړې دي.
نوموړي دغه راز وويل، چې په دغه ولايت کې غصب شوي دولتي ملکيتونه به بېرته دولت ته سپاري او په دې به ډېر ژر له ځايي دولتي چارواکو څخه معلومات راټول کړي.
هغه زياته کړه: ((زه پوهېږم، چې د دغه کار پر وړاندې به ما ته ستونزې پيدا کېږي، خو زه به مقابله کوم او له خپل دريځ څخه به واونه وړم.))