د ختيځ سرحدي ولايت کونړ اوسېدونکي په ټاکنو کې برخې اخيستلو ته چمتو دي ، دوى ډېرى له راتلونکي ولسمشر څخه د کونړ پر سيند د برېښنا بند جوړول اوپه سيمه کې امنيت غواړي .
کونړ چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره ٢٦٠ کيلومتر ه ګډه پوله لري ، د ١٤ ولسواليو لرونکى ولايت دى .
دغه ولايت په ولايتي شورا کې ٩ څوکۍ لري، چې درې يې د مېرمنو دي ، سږ کال د ولايتي شورا ټاکنو ته ٥٧ تنو ځانونه کانديد کړي ، چې يواځې درې يې مېرمنې دي .
دغه راپور په روانه اونۍ کې ددغه ولايت د مرکز او پنځو ولسواليو د لسو اوسېدونکيو د مرکو په اساس جوړ شوى، چې درې يې ميېرمنې دي .
ویډیویی خبرونه
Currently there are no video news of Konar.To see other videos