اسعد اباد(پژواک، ١٠ مرغومى ٩٧): د کونړ ولايت په څوکې ولسوالۍ کې د يو شمير معترضو نوماندانو پلويانو له تېرو دوه ورځو راهيسې د اسعد اباد-جلال اباد لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.
لاریون کوونکو د اسداباد – جلال اباد لویه لاره تېره ورځ شاوخوا دولس بجې وروسته له هغې بنده کړې چې ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ولایتي دفتر د کونړ د ۸۶ محلونو د رایو تفتیش او بيا شمېرنه پیل کړه.
د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د اسعداباد-جلال اباد لویه لار د مولوي شهزاده شاهد او د ځينو نورو معترضو نوماندانو پلويانو تړلې ده.
معترض نوماند مولوی شهزاده شاهد پژواک ته وويل چې د رايو بيا شمېرنه غير قانوني ده او په ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د یو شمېر کسانو د فشار له امله پیل شوې ده.
هغه ټينګار وکړ چې هرڅه ژر بايد د رايو شميرلو دغه لړۍ ودرول شي.
مولوي شهزاده شاهد دا هم وویل چې تېره ورځ امنیتي ځواکونو د ده ۴۰ پلویان هم نیولي او اوس بنديان دي.
په ورته وخت کې د کونړ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولایتي دفتر مشر حسبي الله منیب وايي چې د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته کونړ کې شپږ اتیا(۸۶) شکایتونه ثبت شوي چې پر همدې اساس دوی د ۸۶ محلونو د رايو بیا تفتیش او شمېرل پیل کړي دي.
دی وايي، وړاندې هم د یو شمېر نوماندانو د مداخلې له امله د رایو شمېرل درېدلي وو چې د بیا پیل سره یې هم اعتراضونه او لاریونونه پیل شوي.
منیب زیاتوي د رایو تفتیش او بیا شمیرل د څار ډلو، نوماندانو د استازو او ناظرینو په حضور کې روانه ده او دا لاریونونه پرې هیڅ اغیز نشي کولای.
دغه راز د کونړ والي عبدالستار میرزکوال پژواک ته  وویل چې د شکایتونو کمیسیون دې په معقوله توګه دې رایه شمیرنه وکړي او ناپاکې رایې دې له پاکو رایو څخه جلا کړي.
د کونړ والي زیاته کړه، د هغو کسانو مخه به ونيسي چې د قانون پلې کيدو پر وړاندې خنډ جوړوي.
ده له مولوي شهزاده شاهد نه غوښتنه وکړه چې خلکو او کميسيونونو ته دې ستونزې نه جوړوي او د قانون عملي کيدل دې ومني.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ګڼ شمير معترضو نوماندانو ټينګار کاوه چې ټاکنيز کميسيونونه دې پاکې رايې له نا پاکو رايو څخه جلا کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.