اسعداباد (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د کونړ والي وايي، څوک چې فساد کوي له هغوى سره به قانوني چلند وکړي.
وحيدالله کليمزى دغه څرګندونې د دغه ولايت د ولسوالانو ، ولايتي شورا غړو، سولې شورا،د ولايت د مرکز او ولسواليو له پرمختيايي او ټولنيزو شوراګانو سره په ګډه جوړې شوې مشورتي غونډه کې کې وکړې.
هغه زياته کړه، هر هغه څوک چې له دولت او ولس سره خيانت کوي او ګډوډيو ته لار هواروي، قانوني چلند به ورسره شي.
د نوموړي په وينا، امنيتي او کشفي ارګانونو ته يې دندې سپارلې چې څو هغه کسان چې په فساد، دولت او ولس ته په خيانت تورن وپېژندل شي، د قانون منګولو ته يې وسپاري.