By: جمشيد کريمى , Date:22/09/2019
فېروز کوه (پژواک، ۳۱ وږی ۹۸): په غور ولایت کې ځینې ښځې وایي چې هېڅ ستونزه به په ټاکنو کې د ګډون لپاره د دوی مخه ونه نیسي او همدا ډول غواړي په ټاکنو کې د پراخ ګډون له لارې د درغلۍ کوونکو مخه ونیسي.   د غور ولا... پاتی برخه
By: جمشيد کريمى , Date:27/02/2019
فېروزکوه (پژواک، ۸ کب ۹۷): د غور ځينې مېرمنې د سولې خبرو څخه وېره لري چې ترسره شوې هوکړې د وروستیو دوو لسیزو د لاسته راوړنو لکه د ولسواکۍ نظام، د بیان ازادي او د ښځو حقونو د له منځه تلو لامل نه شي. یادې ښځې د نورو... پاتی برخه

ویډیویی خبرونه

Currently there are no video news of Ghowr.To see other videos

چغچران( پژواک، ۸ لړم ٩٢): د غور ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت ځينې سيمې نا امنه دي، خو امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو تخريبي پلانونه شنډ کړي او د امنيت خوندي کولو هڅه کوي.
د غور امنيه قوماندان دلاور شاه دلاور وايي، سره له دې چې په دغه ولايت کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو او ملي امنيت ځواکونو شمېر د نور ولايتونو په پرتله کم دى، خو بيا يې هم امنيت د خلکو په مرسته خوندي کړى او د وسله والو طالبانو د بريدونو مخه يې نيولې ده.

 چغچران( پژواک، ٧ لړم ٩٢): که څه هم د غور ولايت ځايي چارواکي د بيارغونې په برخه کې د پرمختګونو خبر ورکوي، خو ددې ولايت اوسېدونکي وايي، چې لا هم بنسټيز کارونه نه دي شوي ، بايد سړکونه قير، د اوبو بندونه جوړ او خلکو  ته د څښاک او کر د اوبو زمينه مساعده کړي.
د غور والي سيد انور رحمتي وايي، چې په وروستيو څو کلونو کې د بيارغونې بهير په ښه ډول روان دى.
 د والي په وينا، هغه عمده کارونه، چې تر اوسه پورې شوي، په چغچران کې د ١٥ کيلومتره سړک جوړونه ، ددې ښار د هوايي ډګر پخول او د دولتي ادارو ودانۍ دي.

 چغچران (پژواک، ٧ لړم ٩٢): سره له دې چې دغور ولايت د پوهنې بهير په تېره يوه لسيزه کې ګڼ شمېر پرمختګونه کړي ، خو په ځينو سيمو کې د خپلسرو وسله والو د شتون په سبب له ګواښ سره مخ دى.
د غور د پوهنې چارواکي وايي، چې  دغه ولايت 780 ښوونځي لري، چې له دې ډلې يې ١٨٠ د ښځو، ١٥ ګډ او پاتې نور يې د هلکانو لپاره دي.
 په دې ښوونځيو کې له ٢٠٠ زرو زيات زده کوونکي، چې ٧٠ زره يې نجونې  دي ، چې د زده کړې چارې يې له ٤٤٠٠ څخه زياتو ښوونکو له خوا سمبالېږي.

 چغچران(پژواک،١٥ لړم ٩٢): د غور ولايت د نږدې نوي سلنه خلکو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، خو کروندګر وايي، چې په دې ولايت کې له  درېيو مشهورو سيندونو سره سره ، د اوبو بندونه نه دي جوړ شوي او د کرنيزو اوبو له کمښت سره مخ دي.
 
ددې ترڅنګ سوداګريزې چارې په ټپه ولاړې دي او په ځانګړي ډول د ښځو په لاس جوړې شوې غالۍ هم بازار نه لري.
د غور ډېرى خلک  خپلې اړتياوې هم له هرات ولايت څخه پوره کوي، چې دغور- هرات سړک خرابوالي هم له ننګونو سره مخ کړي دي.

 
چغچران (پژواک ١٣ لړم ٩٢): په غور ولايت کې د ټاکنو کمېسيون د سيمه ييز دفتر درې کار کوونکي د ماين چاودنې له امله ټپيان شوي دي.
د غور ولايت د ټاکنو کمېسيون سيمه ييز مسوول حبيب الله وردګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه پرون مازديګر په دولينه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په ياده پېښه موټر يو څه ويجاړ شوى او د ټاکنو کمېسيون درې کار کوونکي په کې برسېرن ټپيان شوي دي.
وردګ وايي، چې د ټاکنو ياد کار کوونکي د کارتونو له وېشلو وروسته د دولينه ولسوالۍ مرکز ته ستنېدل، چې پر موټر يې ماين وچاودېد.

چغچران ( پژواک ٣٠ تله ٩٢ ) : د غور ولايت اوسېدونکي وايي، چې دوى د ژوند له ټولو لومړنيو اسانتياوو څخه بې برخې دي او د ژوند په هره برخه کې ستونزې لري.
دوى وايي، چې د غور – هرات او غور - باميان لويه لاره خرابه ده، برېښنا نه لري، روغتيايي اسانتياوې يې د نشت برابر دي او د سيمه ييزو ټوپکمارانو شتون يې تر ټولو لويه ستونزه ده.
د غور ولايت د مرکز چغچران اوسېدونکي ملا عبدالکريم  پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ولايت ستونزې يې دومره ډېرې دي، چې دوى يې نه شي بيانولى.

Pages

ټاکنیز خبرونه

By: جمشيد کريم... , Date:22/09/2019

د غور ښځې: په ټاکنو کې زموږ د ګډون پر وړاندې به هېڅ س...

فېروز کوه (پژواک، ۳۱ وږی ۹۸): په غور ولایت کې ځینې ښځې وایي چې هېڅ ستونزه به پ... پاتی برخه

سرغړونې

Commanders forcibly collecting voter cards
By: محمد حسن ح... , Date:02/04/2014

سيمه ييز قوماندانان له خلکو څخه په زور د رايې ورکونې...

  چغچران (پژواک ١١ ورى ٩٣): د غور ولايت ځينې کسان وايي، چې غير قانوني وس... پاتی برخه

د ولايتي شوراګانو

مردم ولسوالى پسابند در محاصرۀ اقتصادى قرار دارند
By: محمد حسن ح... , Date:14/10/2015

د پسابند خلک له اق...

فيروزکوه (پژواک، ٢٢ تله ٩٤): د غور ولايت د پسابند ولسوالۍ خلک د وسله والو مخال... پاتی برخه

ملي شورا

اتباع خارجى طالبان داخلى را در غور رهبرى ميکنند
By: محمد حسن ح... , Date:03/08/2015

غور کې بهرنيان د کورنيو طالبانو مشري کوي

فيروزکوه (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): د غور د خلکو يو شمېر استازي او امنيتي چارواکي وا... پاتی برخه

ټاکنيزې مبارزې

Abdullah to build Kabul-Herat highway if elected
By: ډاکټر عبدالله: د کاب... , Date:11/06/2014

ډاکټر عبدالله: د کابل-هرات لارې جوړول د توريزم د پرمخ...

    فيروزکوه (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩٣): د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو نومان... پاتی برخه