چغچران (پژواک، ٧ لړم ٩٢): سره له دې چې دغور ولايت د پوهنې بهير په تېره يوه لسيزه کې ګڼ شمېر پرمختګونه کړي ، خو په ځينو سيمو کې د خپلسرو وسله والو د شتون په سبب له ګواښ سره مخ دى.
د غور د پوهنې چارواکي وايي، چې  دغه ولايت 780 ښوونځي لري، چې له دې ډلې يې ١٨٠ د ښځو، ١٥ ګډ او پاتې نور يې د هلکانو لپاره دي.
 په دې ښوونځيو کې له ٢٠٠ زرو زيات زده کوونکي، چې ٧٠ زره يې نجونې  دي ، چې د زده کړې چارې يې له ٤٤٠٠ څخه زياتو ښوونکو له خوا سمبالېږي.
د غور دپوهنې رييس صبغت الله اکبري وايي، چې د روان ١٣٩٢لمريز کال په اوږدو کې ٢٤ زره نوي زده کوونکي ، چې ١١ زره يې نجونې دي، ښوونځيو ته جذب شوي،چې دا خپله د پوهنې په برخه کې يو پرمختګ دى.
 نوموړى وايي ، چې په غور ولايت کې ځکه د ښوونځيو شمېر زيات دى ، چې غرنى دى او زده کوونکي يې د سختو لارو له امله لرې ښوونځيو ته نشي تللى ، خو بيا د نورو ولايتونو په پرتله په ښوونځيو کې يې د زده کوونکو شمېر لږ دى.
دده په وينا، په روان کال کې د پوهنې په برخه کې زيات پرمختګ شوى، دپوهنې  کيفيت ته پاملرنه شوې او له يو زر زيات ښوونکي تر اصلاحاتو لاندې نيول شوي  او دمسلکي ښوونکو په توګه يې دغير مسلکي هغو ځاى نيولى دى.
 اکبري زياتوي،چې سږ کال د ٧٠ ښوونځيو نوې ودانۍ  يا ګټې اخيستنې ته سپارل شوي او يايې هم کار پيل شوى دى.
ددې ترڅنګ دوه تخنيکي انستيتيونه، شپږ دار المعلمينونه، دوه دکرنې لېسې، ١٧ مدرسې او دارالعلمونه، ١٠٥ کورني ښوونځي، ٩٠ د نړيوال مشارکت ښوونځي او يو دارالحافظ هم فعال دي.
يوه د لوړو زده کړو موسسه په کې په ١٣٩١ لمريز کال رامنځته شوه ، چې د ٤٥ نجونو په ګډون ٢٦٠ محصلين لري او په رياضي، فزيک، کمپيوټر، انګليسي، کيميا ، بيولوژي او کرنې برخو کې زده کړه کوي.
 ستونزې او لاسته راوړنې :
د غور پوهنې رييس  نا امني ، د ښوونځيو د ودانيو نه شتون او د درسي موادو ناوخته رسېدل د پوهنې پر وړاندې د عمده ستونزو په توګه ياد کړل.
دده پر وينا، په غور کې له ٨٠٠ څخه زيات ښوونځي شته، چې له دې ډلې يې ١٥٠ ودانۍ لري  پاتې نور يې له ودانيو بې برخې دي، چې د زده کړې بهير يې تر خېمو او شنه اسمان لاندې مخته ځي.
 د پوهنې رياست چارواکي وايي،چې  ددې ولايت د مرکز په يارفولاد، پاى کمر، رضا، ميري او الله يار سيمو کې د ١٢ لېسو، ١٤ منځنيو ښوونځيو او ٥٨ لومړنيو ښوونځيو ښوونيز بهير د خپلسرو وسله والو او دښمنو ډلو د شتون په سبب له ننګونو سره مخ دى.
خلک :
 د غور ولايت ډېرى استوګن شکايت کوي،چې ددغه ولايت ګڼ شمېر ستونزې په ځانګړي ډول  د پوهنې بهير ستونزې نه دي شوې او ښوونځي يې ودانۍ نه لري.
د لعل و سرجنګل ولسوال محمد حسن وايي:(( ددې ولايت شته ښوونځي له مسلکي ښوونکو او ودانيو څخه بې برخې دي.))
هغه زياته کړه، کله چې په يوه ښوونځي کې مسلکي ښوونکى نه وي او ودانۍ ونه لري، نو زده کوونکي يې هم له زده کړې سره لېواليتا نه څرګندوي.
 سناتور معاون احمد خان،چې په تايمني قوم پورې اړه لري، وايي چې غوريان له زده کړې او پوهنې سره زياته منيه لري، خو له بده مرغه چې د امنيتي ستونزو له امله زيات شمېرې زده کوونکي له زده کړې بې برخې دي .
هغه زياته کړه،چې د ښوونځيو لپاره د ودانيو، مسلکي ښوونکو او درسي لوازمو نه شتون هغه څه دي،چې دغور خلک ترې ځورېږي.
 د غور په مرکز کې د اهنګران سيمې اوسېدونکى محمد علي وايي:((د ځينو ښوونځيو وضعيت دا ډول دى، چې کم شمېر زده کوونکي زده کړې ته حاضرېږي او يايې هم کورنۍ د ښوونځي په ځاى مدرسې ته استوي.))
 يو ښوونکى ، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل، چې ښوونځى يې ١٣ ښوونکي او له ٧٦٠ زيات زده کوونکي لري،چې ٢٧٠ يې نجونې دي او په ورځ کې درې وخته تدريس لري.
خو نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ياد ښوونکي نن ولې نه دي راغلي؟ وويل:(( په کلي کې يو واده دى، چې ډېرو زده کوونکو او ښوونکو په کې ګډون کړى دى.))
 يوه بل ښوونکي وويل، چې يو شمېر زده کوونکي له غرونو څخه لرګي او خس راټولوي، چې له همدې امله ښوونځي ته نه حاضرېږي. ددې ترڅنګ د مسلکي ښوونکو د نه شتون امله هم ځينو کورنيو خپل ماشومان له ښوونځيو را ګرځولي دي.
  د دولينه ولسوالۍ اوسېدونکى او د پنځو اولادونو پلار محمد خان په دې اړه وويل:(( ددې ځاى له ښوونکو سره اصلا د تدريس تجربه نه شته، نو ځکه توپير نه لري، چې خپل ماشومان ښوونځي ته لېږي او که جومات ته.))
 دغور ولايت د مدني ټولنو د همغږۍ شبکې مشر حسن حکيمي  وايي، چې په پوهنې رياست کې د اداري فساد دوام ددې لامل شوى،چې په دې ولايت کې ٦٠٠ ښوونځي وتړل شي.
ده له حکومت څخه وغوښتل، چې يو با صلاحيته پلاوى ددې ستونزو د ارزونې لپاره غور ته واستوي ، که نه له دې پرته به ناوړه کړنې او سرغړونې ورځ تر ورځې زياتې، خلک به له دولت بيزار او په دې ولايت کې به د سولې او ثبات بنسټ ونړېږي.
   خو د پوهنې رييس د غور د مدني ټولنو شبکې دا ادعا مغرضانه وبلله  او وايي، چې په تېرو دوو کلونوکې دده د فعاليت له امله د پوهنې په برخه کې ګڼې پروژې پلې شوي او ددې ولايت په پوهنيز وضعيت يې مثبت اغېز کړى دي.
  د ماشومانو لپاره دملګرو ملتونو د وجهي صندوق( يونيسف) دهغه راپور له مخې،چې په ٢٠٠٥ ميلادي کال په کې د  افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې د پوهنې سيستم په کليدي ډول پرتله شوى، څرګندوي، چې د غور بې وزله، لرې پروت او غرنى ولايت په دې پرتله کې ٢٨ نمبر دى، چې ښځو او ماشومانو يې په خورا بد وضعيت کې ژوندکړى دى.
 په ارزونه کې د غور د ښځو د لوست کچه درې سلنه اټکل شوې، خو د هغه وروستۍ  لنډکي راپور له مخې، چې د اقتصاد وزارت او نړيوال بانک له خوا خپور شوى، څرګندوي،چې په غور ولايت کې دښځو دسواد کچه ٦ سلنه ده ، په داسې حال کې چې ممکن د زده کړې او سواد نعمت څخه د برخمنو منځنۍ کچه يې ١٣ سلنه وي.
 د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ملي پلان( ٢٠١٢-٢٠١٥ ) څرګندوي،چې په سراسري ډول د غور د سواد کچه ١٨،٥ سلنه ده(د پوهنې وزارت د ملي ستراتيژۍ د پلان٢٠١٤-٢٠٢٠ مسودې او يونيسف د معلوماتو له مخې، د سواد منځۍ کچه  ٣٩ سلنه ده.)
 د پورتنيو نظر پوښتنو پر بنسټ په غور ولايت کې له هرو ١٠ کسانو څخه دوه يې لوستي دي او دا څرګندوي، چې غور ولايت د ١٠ ولايتونو په منځ کې د سواد تر ټولو ټيټه کچه لري او د بادغيس، فارياب، زابل او نيمروز ولايتونو سره  په بې وزلۍ کې برابر دى.