فېروز کوه (پژواک، ۳۱ وږی ۹۸): په غور ولایت کې ځینې ښځې وایي چې هېڅ ستونزه به په ټاکنو کې د ګډون لپاره د دوی مخه ونه نیسي او همدا ډول غواړي په ټاکنو کې د پراخ ګډون له لارې د درغلۍ کوونکو مخه ونیسي.
 
د غور ولایت د ټاکنو کمېسیون د مسوولانو د معلوماتو له مخې چې په دغه ولایت کې شاوخوا ۸۹زره ښځو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چې د تلې په ۶مه ترسره کېږي، پر پېژندپاڼو یې سټېکر لګولي دي.
 
د غور د پسابند ولسوالۍ یوه اوسېدونکې بي بي ګل د هغو ښځو له ډلې ده چې پر پېژندپاڼه یې سټېکر لګولی او چمتو ده څو د ټاکنو په ورځ خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
 
هغه زیاته کړه: «هېڅ ستونزه به په ټاکنو کې زما د ګډون مخه ونه نیسي، زه په بې صبرانه ډول په تمه یم څو د ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو مرکز ته ولاړه شم او خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکړم.»
 
د هغې په خبره، که څه هم په غور کې داسې ښځې شته چې له کوره د وتلو اجازه هم نه لري؛ خو کورنۍ یې په یوه ډول دې ته حاضرې کړې څو په ټاکنو کې یې د ګډون مانع نه شي.
 
نوموړې وویل، ناامني او د خلکو ترمنځ ناسم رواجونه، د مواصلاتي لارو سختوالی او داسې نور په دغه ولایت کې له لویو ستونزو دي چې په ټاکنو د ښځو د ګډون مخه نیسي.
 
بي بي ګل زیاته کړه چې په دغه ولایت کې ډېری ښځې په خپل ژوند کې د مثبت بدلون په موخه دې ته حاضرې شوې څو د رایو صندقونو ته ولاړې شي او خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
 
دوی وایي هغه نوماند ته رایه ورکوي چې د ښځو لپاره ښه او کټور پلانونه لري.
 
د غور پوهنتون یوې محصلې ملالۍ پژواک ته وویل، دا او د کورنۍ هغه غړي یې چې د رایې ورکولو حق لري، په ټاکنو کې ګډون کوي او خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکوي.
 
هغې زیاته کړه: «زه فکر کوم هر څومره چې خلک په ټاکنو کې ګډون وکړي، د درغلي کوونکو د بریا کچه کمېږي.»
 
نوموړي همدا راز له ښځو وغوښتل څو داسې نوماند ته رایه ورکړي چې د ښځو د ژوند لپاره ښه او علمي پلانونه ولري.
 
د غور ولایت د ښځو چارو ريیسې حلیمې پرستش پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې به ښځې په ازاد ډول د سړیو په شکل په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي، څو یو مناسب کس د راتلونکي لپاره د ولسمشر په توګه وټاکي.
 
هغه د ټاکنو کمېسیو له نوي بهیره چې انځور اخیستل او بایومټریک دی، هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې دغه کار په ټاکنو کې د نورې روڼتیا سبب کېږي.
 
نوموړې د خبرو په دوام کې وویل: «که څه هم پوهېږم دغه کار د ځینو ستونزو، په ځانګړي ډول په ځینو ولایتونو کې د ښځو د حضور د کموالی سبب شو، خو زه فکر نه کوم چې د غور خلک په ټاکنو کې د ښځو د کډون پر وړاندې مانع شي.»
 
هغه د دغه ولایت د لرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته په خطاب وویل: «د دغه ملي بهیر ملاتړ وکړئ او په ټاکنو کې د ښځو د کډون خنډ مه جوړېږئ.»
 
د غور ولایت د ټاکنو کمېسیون عملیاتي معاون محمد نذیر نصرت له پژواک سره په خبرو کې وويل چې خلک باید په ټاکنو کې د ښځو مانع نه شي؛ لکه څنکه چې په ټاکنو کې د ښځو او سړیو پراخ ګډون، د درغلۍ او سرغړونې د کموالي سبب کېږي او په پای کې یو مناسب کس کولای شي د هېواد راتلونکی ولسمشر شي.
 
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ټولټال ۲۵۰زره کسانو پر خپلو پېژندپاڼو سټېکرونه لګولي چې ۸۸ زره یې ښځې جوړوي.
 
نوموړي وویل چې د ټاکنو په ورځ په دغه ولایت کې د ناامنیو له امله د رایې ورکولو له ۲۹۲ مرکزونو  ۱۱۸ به یې فعال وي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ۱۱ ميلیونه کسانو په ټاکنو کې د ګډون په موخه پر خپلو پېژندپاڼو سټېکرونه لګولي دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.