Commanders forcibly collecting voter cards

 
چغچران (پژواک ١١ ورى ٩٣): د غور ولايت ځينې کسان وايي، چې غير قانوني وسله وال قوماندانان له دوى څخه په زور او ګواښ د رايې ورکونې کارتونه ټولوي، خو سيمه ييز چارواکي بيا له سرغړوونکو او زورواکو سره د سخت چلند ډاډ ورکوي.
دغه اوسېدونکي وايي، چې ملا مصطفى په شهرک ولسوالۍ او ملا فضل الاحد په ډولينه ولسوالۍ کې خلک ګواښي، ترڅو د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره د دوى د خوښې وړ کانديدانو ته رايه ورکړي، له هغه پرته به له ناوړه پايلو سره مخ شي.
سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې په ١٣٢ ګروپونو کې شاوخوا ٦٥٠٠ غيرقانوني وسله وال او ٣٥٠٠ وسله وال طالبان فعاليت کوي، چې د امنيت د ټينګښت او قانون پلي کولو مخه يې نيولې ده.
د شهرک ولسوالۍ د کمينج سيمې يوه اوسېدونکي محمد نعيم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملا مصطفى دوه سوه غيرقانوني وسله وال لري او له تېرو څو ورځو راپدېخوا خلک ګواښي، چې که چېرې د دوى د خوښې وړ کانديد ته رايه ورنه کړي، نو مجازات به شي.
د هغه په وينا، ياد قوماندان يواځې د دوى په کلي کې له خلکو څخه په زور پنځه سوه کارتونه ټول کړي او که څوک يې پر وړاندې ودرېږي، نو وهل او ډبول کېږي.
ملا مصطفى له دې وړاندې څو ځلې، د ايساف د هوايي ځواکونو د بريد موخه ګرځول شوى، چې په پايله کې يې د هغه لسګونه کسان وژل شوي، خو نوموړى ترې روغ رمټ وتلى دى.
د دولينه ولسوالۍ اوسېدونکى نجم الدين هم ادعا کوي، چې قوماندان فضل الاحد پنځه سوه غيرقانوني وسله وال لري او د هغه وراره نوراحمد کريمي د ولايتي شورا کانديد دى او د ولسمشرۍ له يوه ځانګړي کانديد څخه ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه، چې د دغه قوماندان وسله وال کسان هر کلي ته ځي او په هغو سيمو کې، چې د دوى د خوښې وړ کانديد ته څوک رايه نه ورکوي، کارتونه يې ترې اخلي.
د نجم الدين په وينا، د فضل الاحد وسله والو کسانو د دوى له کلي په ځانګړي ډول له ښځو څخه ٧٠ کارتونه اخيستي او ګواښلي يې دي، چې کوم بل کانديد ته رايه ورنه کړي، که نه نو له ناوړو پايلو سره به مخ شي.
ملا فضل الاحد له طالبانو سره پر همکارۍ هم تورن دى او وروستيو څو کلونو کې په دولينه ولسوالۍ کې د درېيو ځوانانو او دوو ښځو په دورو وهلو کې هم لاس لري او د هغه دغه کار د مدني بنسټونو او بشر حقونو د اندېښنې وړ ګرځېدلى دى.
د دولت يار ولسوالۍ اوسېدونکي شېراحمد وويل، چې د دغې ولسوالۍ يوه برخه د يوه سيمه ييز قوماندان عطامحمد تر واک لاندې ده او هغه خلکو ته ګواښ کړى، چې د ولسمشرۍ ځانګړي کانديد ته رايه ورکړي، که نه نو سخته سزا به وويني.
هغه وويل، د دولتيار په بله سيمه کې د "زي حسين" په نوم پوځي جبهه فعاله ده او هغوى هم خلکو ته ويلي، چې د ټاکنو په ورځ به د دوى کسانو د رايې ورکونې مرکزونه ته ورځي او خلک به پرېنږدي، چې کوم بل نوماند ته رايه ورکړي.
خو په غور ولايت کې د ټاکنو خپلواک کميسيون مرستيال سلمان شريفي وايي، که چېرې خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون اجازه ورنه کړل شي او يا هم د هغوى له رايې څخه ناوړه ګټه پورته شي، نو د هغې سيمې رايې به باطلې اعلان کړي.
هغه پژواک ته وويل، چې د وسله والو کسانو له لوري د کارت اخيستنې موضوع يواځې يوه اوازه ده، خو جوته ده چې وسله وال کسان زور او واک لري او هڅه کوي، چې د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه وکړي.
د غور والي سيدانور رحمتي وويل، دوى ته هم داسې راپورونه رسېدلي، چې په ځينو سيمو کې د زورواکو له لوري کارتونه اخيستل کېږي، خو تر دې مهاله يې داسې کوم شواهد او سندونه نه دي تر لاسه کړي.
هغه زياته کړه: "امنيتي ځواکونه به له هغو کسانو سره، چې د ټاکنو په ورځ درغلۍ وکړي او يا هم خلک وګواښي، سخت چلند وکړي."
په غور کې د ټاکنو کميسيون وايي، چې په دغه ولايت کې ټولټال د رايې ورکونې ٢٤٠ مرکزونه شتون لري، چې له دې وړاندې يې پنځوس مرکزونه تړلي وو. د ١٩ مرکزونو امنيت په دې وروستيو کې د ملي ځواکونو له لوري ټينګ شوى، خو نور ٣١ مرکزونه به يې د ټاکنو په ورځ تړل شوي وي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.