Data Gathered Date: 

Tuesday, October 29, 2013 - 14:00

چغچران ( پژواک ٣٠ تله ٩٢ ) : د غور ولايت اوسېدونکي وايي، چې دوى د ژوند له ټولو لومړنيو اسانتياوو څخه بې برخې دي او د ژوند په هره برخه کې ستونزې لري.
دوى وايي، چې د غور – هرات او غور - باميان لويه لاره خرابه ده، برېښنا نه لري، روغتيايي اسانتياوې يې د نشت برابر دي او د سيمه ييزو ټوپکمارانو شتون يې تر ټولو لويه ستونزه ده.
د غور ولايت د مرکز چغچران اوسېدونکي ملا عبدالکريم  پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ولايت ستونزې يې دومره ډېرې دي، چې دوى يې نه شي بيانولى.
هغه زياته کړه ، چې تر ټولو لويه ستونزه په دې ولايت کې د خپلسرو وسله والو او ټوپکمارانو شتون دى، چې خلک ترې پوزې ته راغلي او خلکو ته يې په هره برخه کې ستونزې پيدا کړې دي.
دى وايي : (( د خپلسرو وسله والو شتون د غور د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوى خنډ دى.))
د مولوي عبدالکريم په وينا، دغه وسله وال نه يواځې په ولسواليو، بلکې د ولايت په مرکز کې هم په دولتي چوکاټ کې نفوذ لري او ټول کارونه پخپلو شخصي ګټو کاروي او د ملت هېڅ غم ورسره نشته.
نوموړي وويل، چې دغه وسله وال په ښکاره ناقانونه مراکز لري او د اربابانو په ډول تر لاس لاندې خلکو د عشر  او زکات په نوم حوالې اجراکوي، کله چې د دوی  ګټې خطر سره مخ شي، بيا همدغه کسان  د طالب په بڼه ځانونه څرګند او ولس ته ګواښونه کوي.
د غور ولايت يو بل اوسېدونکى غلام يحيى ، چې د هرات ولايت په يوه خصوصي پوهنتون کې محصل دى وايي ، چې د غور ولايت دلويې لارې خرابوالى ددې ولايت تر ټولو لويه ستونزه ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په ژمي کې د واورو له امله ډېرى مهال لارې بندې وي او په اوړي کې بيا د خاورو او دړو له امله خلک سفر نه شي کولى.
ده زياته کړه : (( زما نه ياديږي چې کله دې د چغچران - هرات لويه لاره په بشپړه توګه د ترافيکو پر مخ پرانېستې وي.))
د نوموړي په وينا، دولت څو ځله ددې ستونزې د هوارولو ژمنې کړې دي، خو کله يې هم پخپلو ژمنو وفا نه ده کړې.
هغه وايي، چې په ټول ولايت کې يو کيلو متر سړک هم نه دى پوخ شوى.
ددې ولايت د تيورې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى وايي، چې په غور کې ډېرې درنې واورې کېږي او په کال کې شپږ مياشتې د واورو له امله د ولسواليو لارې له مرکز سره تړلې وي.
د نوموړي په وينا، په دغه موده کې د لرې پرتو سيمو خلک  د درملو او  خوراکي توکو له کمښت سره مخ وي، هرکال روغتيايي مرکزونو ته ناروغان د څارويو په وسيله  په ورځو، ورځو مزل کوي، چې ځان روغتيايي مرکزونو ته ورسوي.
دى وايي ، چې ډېرى مهال ناروغان په لارو کې ساه ورکوي.
ده زياته کړه، چې د لارو د بندېدو له امله په ولسواليو کې د خوراکي توکو او درملو بيې هم لوړې وي،  چې عام خلک يې د اخيستلو توان نه لري.
د ابراهيم په نامه ددې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي وويل، چې په دې ولسوالۍ کې بله لويه ستونزه د پوهنې په برخه کې ده.
هغه زياته کړه : (( د لسو کلونو په تېرېدو سره مو له حکومت څخه د معارف په برخه کې له تشو ژمنو نور څه نه دي ليدلي.))
دى وايي ، تقريباً ټول  ښوونځي ودانۍ نه لري، کتابونه په وخت نه راځي، مسلکي ښوونکي هم بيخي نشته.
ابراهيم زياتوي : (( نه مې هېرېږي زه د خپل کلي د ښوونځي په دويم ټولګي کې وم،  حکومتي پلاوى راغلى و او د ودانۍ د جوړښت ټينګه ژمنه يې وکړه،  خو دا دی له دوولسم ټولګي څخه سږکال فارغ شوم ،خو ښوونځي ته مو ودانۍ جوړه نه شوه.))
نوموړى وايي، چې په لرې پرتو سيمو کې زده کوونکي او ښوونکي د وسله والو طالبانو له خوا ګواښل کېږي ، چې له امله يې د پوهنې بهير له ستونزو سره مخ شوى دى.
د ولايت د مرکز چغچران يو تن اوسېدونکى سيد خان بيا وايي ، چې د برېښنا نه شتون ددې ولايت د خلکو تر ټولو لويه ستونزه ده.
هغه پژواک ته وويل، چې که  برېښنا فعاله شوه، نو ددې ولايت د خلکو ټولې ستونزې به هوارې شي.
د نوموړي په وينا، د برېښنا د نه شتون له امله نه فابريکې جوړ شوې دي او نه هم نورې پروژې تطبيق شوي، چې له امله يې ډېر خلک بې کاره دي.
د دولتيار ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى محمد ابراهيم بيا پر لويو لارو له وسله والو غلو شکايت کوي او زياتوي ، چې دوى په ډاډه زړه سفرونه ، نه شي کولى.
ده زياته کړه ، چې خلک پر لويو لارو له ځانه سره پيسې او نور قيمتي توکي د غلو له ويرې نه شي لېږدولى.
د چارسدې ولسوالۍ اوسېدونکي بيا له نا امنيو شکايت کوي او زياتوي چې د وسله والو  طالبانو له لاسه د خلکو ژوند ګډوډ شوى دى.
د عبدالحى په نامه ددې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې دلته د طالبانو حکومت دى، څه چې يې زړه غواړي هماغه ډول کوي.
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې امنيت ورته ټينګ کړي.