چغچران( پژواک، ٧ لړم ٩٢): که څه هم د غور ولايت ځايي چارواکي د بيارغونې په برخه کې د پرمختګونو خبر ورکوي، خو ددې ولايت اوسېدونکي وايي، چې لا هم بنسټيز کارونه نه دي شوي ، بايد سړکونه قير، د اوبو بندونه جوړ او خلکو  ته د څښاک او کر د اوبو زمينه مساعده کړي.
د غور والي سيد انور رحمتي وايي، چې په وروستيو څو کلونو کې د بيارغونې بهير په ښه ډول روان دى.
 د والي په وينا، هغه عمده کارونه، چې تر اوسه پورې شوي، په چغچران کې د ١٥ کيلومتره سړک جوړونه ، ددې ښار د هوايي ډګر پخول او د دولتي ادارو ودانۍ دي.
رحمتي زياتوي، چې ددې ولايت د رياستونو ٨٠ سلنه ودانۍ جوړې شوي او يواځې د ژوند چاپېريال ، اقتصاد رياست او اوو ولسواليو ودانۍ نه دي رغول شوې.
سرچينې زياته کړه،چې ډېر زيات کار د ملي پيوستون په برخه کې شوى، چې د خلکو رضايت هم له ځان سره لري او ژوند يې له همدې وړو پروژو سره وده کړې ده.
 خو هغه وويل:((په بنسټيزو پروژو کې ، چې خلکو ته د کار زمينه په کې مساعدېږي، کوم اقدام نه دى شوى.))
رحمتي کابل او هرات ته د خلکو په تګ راتګ کې د نښلوونکو لارو نه شتون د خلکو د غوريانو د عمده ستونزو په توګه ياد کړ او ويې ويل، چې لارې خامې دي او خلک په سختۍ سره په دې سړکونو تګ راتګ کوي.
 خو ددې ولايت د ولايتي شورا رييس فضل الحق احسان وايي، چې غور د تېرو ١٢ کلونو په پرتله د پام وړ تغيير موندلى او د بيارغونې په برخه کې زيات کارونه په کې شوي دي.
دده  پر وينا، بنسټيز او اساسي کار نه دى شوى، ډېرې وړې پروژې هم که عملي شوي، خو خلک ترې رضايت نه لري.
   د احسان په خبره، د غور په رغنيزو پروژو کې مشارکت او توازن ته پام نه دى شوى ، خلک د بنسټيزو پروژو په ځانګړي ډول  د برېښنا او سړکونو غوښتونکي دي او غواړي،چې د غور – هرات سړک قير او د نښلوونکو لارو په اوږدو کې ددوى ستونزې حل شي.
د غور ولايتي شورا رييس زياتوي:(( له دې پروژو سره د غوريانو ژوند بدلون مومي، خو له دې پرته به تل وروسته پاتې وي.))
 ده زياته کړه، چې په دې ولايت کې د لېتوانيا هېواد د  ولايتي بيارغونې ډلې ( پي ار ټي ) د      بيارغونې په کار کې دقت نه دى کړى، خو جاپان هېواد بيا دغه رول په ښه ډول ادا کړى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې جاپان همدا سږ کال په دې ولايت کې د پراختيايي پروژو او عامه ګټو لپاره ٩٠٠ زره ډالر کمک کړى او زياتو خلکو ته يې ګټه رسېدلې ده .
 دا پيسې د دوو روغتيايي کلينيکونو، دوو ښوونځيو، په دولينه او چهارسده ولسوالۍ کې د اوبيزې برېښنا په دوو کوچنيو پروژو، د دارالمعلمين د ښځينه ليليې په احاطوي دېوال او په چغچران ښار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په حقوقي مرکز جوړولو لګېدلې دي.
په کابل کې د جاپان سفارت مرستيال ماى  مادا ددې پروژو له لاسليک وروسته په کابل کې خبريالانو ته وويل، ټاکل شوې، چې يادې پروژې به د ١٣٩٢ لمريز کال تر پايه بشپړې شي.
د هغه په خبره، د جاپان سفارت ملکي برخې له ٢٠٠٩ زېږديز کال وروسته له غور سره د پوهنې، روغتيا، نښلوونکو لارو او ګڼو نورو عامه ګټو د پروژو په برخه کې پنځوس ميليونه ډالرمرسته کړې ده.
چارواکي په دې ولايت کې د لېتوانيا هېواد مېشته د بيارغونې ولايتي ډله ډېره کمزورې ګڼي او ادعا کوي، چې په دې ولايت کې يې د بيارغونې هېڅ کومه مهمه پروژه نه ده پلې کړې.
د لېتوانيا ولايتي بيارغونې ډلې خپل کار په ١٣٨٤ لمريز کال په دې ولايت کې پيل کړى او همدا روان کال يې په دې ولايت کې امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليت له لېږد سره خپل مسووليت پاى ته ورساوه.
 د غور پخوانى والي فضل الحق نجات وايي، لېتوانيا يو کوچنى هېواد دى، نو ځکه يې کارونه هم ډېر کمزوري وو .
دده پر وينا، نړيواله ټولنه بايد دې ولايت ته د يوه داسې هېواد د ولايتي بيارغونې ډله واستوي، چې هم د بيارغونې پروژې په ښه ډول پلې کړي او هم ددې ولايت د  اوسېدونکو ستونزې حل کړي.
نجات زياته کړه :((غور د بيارغونې يوې داسې ډلې ته اړتيا لري، چې زيات او پرمختللي امکانات ولري.))
 د چغچران اوسېدونکى محمد سيلاب هم وايي، چې حکومت د غور ولايت په اړه بې غوري کړې، له همدې امله يې ورته د بيارغونې کمزورې ولايتي ډله ګومارلې ده.
هغه وويل، تر اوسه پورې هېڅ داسې کوم کار د بيارغونې په برخه کې نه دى شوى، چې د غور دخلکو په ژوند کې بدون راولي.
 سيلاب زياته کړه:((سره له دې چې خلک له حکومت سره همکاري کوي، خو تر اوسه پورې ورته د برېښنا يو بند هم نه دى جوړ شوى، سړکونه خام  دي او ډېرى خلک روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى نه لري.))
  د روان کال په تلې مياشت کې ددې ولايت سلګونو اوسېدونکو د مدني ټولنې دغړو په ګډون ، ماښام مهال د چغچران ښار په څنډه کې د هريرود سيند پر غاړه تيلي څراغونه بل کړل او د برېښنا بند د جوړولو غوښتنه يې کوله.
  ددې ولايت د مدني ټولنې يو فعال نبي ساقي وايي:((تر اوسه په غور کې هېڅ کومه بنسټيزه پروژه نه ده پلې شوې، موږ نه سړک لرو، نه برېښنا، ولسمشر لس کاله وړاندې غور ته راغلى و، د برېښنا بند جوړېدو ژمنه يې وکړه، خو دا ژمنه عملي نه شوه.))
 د غور يو بل اوسېدونکى محمدګل وايي، چې هره ورځ د ١٥٠ افغانيو په بدل کې کار کوي، خو بيا هم نه شي کولى، خپلې اته کسيزې کورنۍ ته د ډوډۍ او جنراتوري برېښنا لګښتونه پوره کړي.
هغه وويل:(( په کور کې تيلي څراغ بلوو، ايا موږ د افغانستان نه يو، ولې دولت برېښنا نه راکوي.))
 خو په غور کې د برېښنا شرکت رييس انجنيرمحمد ياسين وايي، چې د برېښنا شبکې لپاره د يوه منظم سيستم نه شتون ورته ستونزې رامنځته کړي. دده پر وينا،چې ډېزلي جنراتورونه زاړه شوي، هر وخت له کاره لوېږي او دغور ښاريان د برېښنا له ستونزې سره مخ کېږي، خو دوى بيا هم هڅه کوي، چې د يو ميګاواټ په ظرفيت يو نوى جنراتور واخلي او ټاکل شوې، چې تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به دا ماشين نصب او  د غورښار ټول اوسېدونکي به له برېښنا برخمن شي.
انجنير ياسين وويل،  له دې سره به بيا هم دخلکو ستونزې د لنډ مهال لپاره حل شي،اړينه ده، چې دولت د برېښنا بندونه جوړ کړي، څو خلک له تلپاتې برېښنا څخه برخمن شي.