Send girls to school, Ghor governor urges residents

فيروزکوه (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٤): په غور ولايت د مرکز په يوه لرې پرته سيمه کې د څه باندې ٦٠٠ زده کوونکو لپاره د ښوونځي ودانۍ جوړه شوه، خو د غور والي وايي چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې نجونې ښوونځي ته نه شي تللى.
دا لېسه د يوه کال په اوږدو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق له خوا د جاپان په دولس نيم ميليون افغانۍ مرسته په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول په څلور جريبه ځمکه کې جوړه شوې چې اته درسي خونې، مېز، څوکۍ، څلور اداري خونې،  تحويلخانه، د انګړ دېوال او ورزشي ميدان لري.
ياده  لېسه د غور د مرکز فيروزکوه په ٣٠ کيلومترۍ کې په مدرسه سيمه کې جوړه شوې چې په کې ٦٠٠ هلکان زده کړه کوي.
د احمدجان په نوم يوه زده کوونکي وويل چې پخوا يې به ځينو زده کوونکو تر خېمو او شنه اسمان لاندې زده کړه کوله، خو د دې ودانۍ په جوړېدو سره يې د لوست ځاى ستونزه حل شوه.
د غور د پوهنې مشر صبغت الله اکبري وويل چې په غور کې د ټولو ٨٤٣ ښوونځيو له ډلې يواځې ٢٠٠ ښوونځي ودانۍ لري او د ٦٠٠ نورو ښوونځيو زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې درس وايي. د دې د ټولو زده کوونکو شمېر ٢٥٠ زره نجونو او هلکانو ته رسېږي.
د غور والي سيما جوينده د دې ودانۍ د پرانيستې پرمهال وويل: ((تر څو چې پوهنه وده ونه کړي او زموږ اولاد تحصيل کړى نه شي، اوسنى ستونزې حل نه لري او يوې سوکاله او له تاوتريخوالي پاکې ټولنې ته رسېدل به ګران وي.))
نوموړې چې خپله يې هم يو وخت د ښوونکې په توګه دنده اجرا کړې، زياتوي: ((کله چې دولينه او ځينو نورو سيمو ته لاړم، له بده مرغه چې ځيني ښوونځي تش په نوم فعال دي، زده کوونکي ښوونځي ته نه ځي، همدا اوس په ځينو سيمو کې نجونې د ځينو ستونزو، ناسمو دودونو او د خلکو د نه پاملرنې په سبب له ښوونځيو پاتې دي.))
په ورته وخت کې د دغه ولايت د شهرک، پسابند، دولينه، چهار سده او تيوره ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې يواځې د ولسواليو په مرکز کې نيمه فعال ښوونځي شته او په لرې پرتو سيمو کې د ښوونکي او ښوونځي څه درک نشته.
د غور د پوهنې رياست وايي چې يواځې ٢٠ سلنه ښوونځي د امنيتي ستونزو، وسله والو کسانو او طالبانو د شتون په سبب د ولايت په کچه له فعاليت لوېدلي دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.