چغچران( پژواک، ۸ لړم ٩٢): د غور ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت ځينې سيمې نا امنه دي، خو امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو تخريبي پلانونه شنډ کړي او د امنيت خوندي کولو هڅه کوي.
د غور امنيه قوماندان دلاور شاه دلاور وايي، سره له دې چې په دغه ولايت کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو او ملي امنيت ځواکونو شمېر د نور ولايتونو په پرتله کم دى، خو بيا يې هم امنيت د خلکو په مرسته خوندي کړى او د وسله والو طالبانو د بريدونو مخه يې نيولې ده.
ده زياته کړه، چې په ځينو نورو ولايتونو کې له شل زره ډېر امنيتي ځواکونه، چې پر ښو امکاناتو سمبال دي، د خپل ولايت د امنيت مسووليت پر غاړه لري، خو دا چې د غور امنيتي ځواکونو په کمو تجهيزاتو او پرسونلو امنيت خوندي کړى، دا د هغوى ښه فعاليت ښيي.
د غور امنيه قوماندان د راتلونکو ټاکنو د امنيت په اړه وويل: ((موږ خپل امنيتي پلان او تدابير لرو، د ټاکنو پر وړاندې به هېڅ ستونزه را مخکې نه شي، خپله د غور خلک هم له موږ سره همکار دي.))
دلاور زياته کړه، چې په غور کې په منځنۍ اندازه نا امني شته، خو امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو ډېرى پلانونه ور شنډ کړي دي.
دغه امنيتي چارواکي زياته کړه، چې د غور امنيتي ځواکونو د لا ښه سمبالښت په موخه يې دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ته خپل وړانديزونه استولي څو مرسته وکړي.
نه يواځې طالبان، بلکې خپلسري وسله وال هم د دغه ولايت امنيت ته ګواښ دي.
د غور والي سيد انور رحمتي وايي، چې له ٣٥٠٠ طالبانو سربېره له ٦٥٠٠ زيات نا قانونه وسله وال هم د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې فعال دي، چې د امنيت او قانون پلي کېدو مخه يې نيولې ده.
د رحمتي په وينا، په پسابند، تيوره، شهرک، دولينه او چهارسده ولسواليو کې د خپلسرو وسله والو فعاليت زيات شوى، دوى او وسله والو طالبانو د هلمند له باغران ولسوالۍ څخه ملاتړ ترلاسه کوي، بيا پر بېلابېلو سيمو بريدونه کوي، چې دغه بريدونه يې د خلکو د وژنې او ګواښنې لالم ګرځي او غير قانوني پيسې هم ترې اخيستل کېږي.
هغه زياته کړه، چې د ملي امنيتي پوليسو شمېر او امکانات تر دې کچې نه دي، چې له ګواښونو سره دې مقابله وکړاى شي.
د غور والي زياته کړه، چې اوسمهال په چغچران کې د ملي اردو ٦٠٠ سرتېري مېشت دي، خو ټينګار يې وکړ، چې د امنيتي ګواښونو حجم ته په پام سره اړينه ده، چې دغه شمېر ډېر شي.
 د غور د والي په خبره، بېوزلي او وزګارتيا د دې لامل شوې، چې خپلسري وسله وال او طالبان ترې ګټه پورته کړي او خپل فعاليتونه پراخه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د غور د بشري حقونو کمېسيون د ملکي مرګ ژوبلې په لوړېدو خپله اندېښنه څرګنده کړې او ناقانونه وسله وال يې د دغو وژنو لوى عاملين بللي دي.
د دغه کمېسيون د ولايتي دفتر مشر محمدجواد رضايي وويل، چې د روان کال له پيل نه د وږې تر مياشتې پورې ١٤٧ ملکي وګړي د سړک غاړې ماين چاودنو، د دولت او سله والو طالبانو تر منځ نښتو او خپلسرو قوماندانانو په شخړو کې وژل شوي او ١٢٨ نور ټپيان شوي دي.
رضايي زياتوي، چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه ډېروالى ښيي او په اړه يې د بشري حقونو د کمېسيون اندېښنې زياتې شوې دي.
د رضايي په خبره، وسله وال طالبان د دغو پېښو ٣٨ سلنه، غير قانوني وسله وال ٦١ سلنه او دولتي امنيتي ځواکونه يو سلنه مسووليت پر غاړه لري.
له دې ډلې ٩١ نور د خپلسرو وسله والو په خپلمنځي شخړو کې وژل شوي او ٨٤ نور ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د بشري حقونو کمېسيون د ولايتي دفتر مشر وويل: ((د جګړې په اوږدو کې ملکي وګړو ته مالي او ځاني زيانونه رسول د ټولو اسلامي او بشري نړيوالو قوانينو خلاف کار دى، خو له بدغه مرغه چې د غور ولايت په شخړو کې ښکېل جګړه مار دغو اصولو ته هېڅ درناوى نه لري.))
د غور ولايتي شورا يو غړى عبداللطيف غفوري وايي، چې د دغه ولايت ډېرى ولسوالۍ نا امنه دي او زياته يې کړه، چې د پسابند، چهارسدې، تيوره او د غور د مرکز مرغاب سيمې ډېرې ناامنه دي.
هغه زياته کړه: ((زما بارو دا دى، چې که وضعيت همداسې دوام وکړي، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د راتلونکى کال ټاکنې به په دغه ولايت کې ترسره نه شي، که وشي هم، نو له لاسوهنو او درغليو به ډکې وي.))
څه موده وړاندې په دولينه ولسوالۍ کې يو سيمه ييز قوماندان فضل الاحد د دريو ځوانانو په دُره وهنه تورن شو، چې دغه کار يې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون سختې نيوکې را وپارولې.
پژواک خبري اژانس ته په وېډيويي يوه کليپ کې څرګنده شوې، يو کس چې کالي يې اوغوستې او چرمي جمپر لري، د خلکو پر وړاندې يو ځوان پر درو وهي کله چې شل درې پوره کېږي، يو بل کس چې نظامي پتلون او لنګۍ لري، درو وهلو ته دوام ورکوي او بالاخره ٣٩ درې پوره کوي.
په دې ويډيو کې يو بل کس، چې فضل الاحد دى، له پلنګي پتلون او پکول سره، چې عينکې په سترګو دي او ګڼه ږيره لري معلوميږي او د دري وهلو بهير ګوري خو وروسته دى خپله يو ځوان پر درو وهي او له ٥٢ نه تر ٦٩ درې وهي.
د دولينې ولسوالۍ د سوخته کلي اوسېدونکى محمدحيدر سروري وايي، چې دا پېښه سږ کال پسرلى رامنځته شوې ده.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې فضل الاحد يو کس په دې تور چې دوه کسان يې د همدغه کس په راپور وژل شوي وو، ٣٩ درو وواهه او دوه نور يې په خواجګان سيمه کې د ترياکو کرولو په تور ٦٩ درې ووهل او يو لک افغانۍ نغدي جريمه يې هم ترې واخيسته.
د سروري د ادعا له مخې، دا سيمه ييز قوماندان او د سولې شورا غړى له خلکو باج اخلي، خلک وهي ډبوي او په دې وروستيو کې يې د دولينه د خلکو له خوراکي توکو او اختريزو سوداوو يو موټر هم ګرځولى دى.
قوماندان فضل الاحد څه موده مخکې د دغه ولايت د ولايتي شورا غړيتوب ترلاسه کړ، د غور والي وايي، فضل الاحد يې د دې لپاره د سولې په عالي شورا کې د غړي په توګه منلى، چې له پوځي فعاليتونو لرې شي، خو دى تر اوسه پورې يادې شوې هېڅ يوې غونډې ته نه دى حاضر شوى.
د غور والي د درو وهلو پېښه وغندله او ويې ويل، چې ورته پېښې په هغو سيمو کې رامنځته کېږي، چې د امنيتي ځواکونو شتون په کې تت وي. د ولايت مقام دا ستونزه په بيا بيا د رسنيو او قانوني مراجعو له لارې مطرح کړې، خو له بده مرغه چې له درو پرته د نا قانونه پيسو اخيستنه، لار شکونه او وسله والې نښتې هم شته.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس کمال الدين مودودي هم وايي، کله چې فضل الاحد د سولي عالي شورا غړيتوب ترلاسه کړى، له بده مرغه چې د ځينو وړاندې کړو معذرتونو له امله نه شي کولى په دې شورا کې دنده اجرا کړي.
هغه ټينګار وکړ: ((موږ تصميم نيولى، چې په بله دوره کې پر دې موضوع له سره کتنه وکړو.))
ونه توانېدو چې له فضل لاحد سره اړيکه ونيسو، خو ورور يې فضل احمد وايي، که څه هم دا موضوع يې په ورور پورې اړه لري، هغه بايد ځواب ووايي، خو کومې خبرې چې په دې اړه کېږي، په واقعيت کې اپوټه (برعکس) دي.
هغه زياته کړه، چې په غور کې مطبوعات او رسنۍ ځايي دولتي چارواکو له ليد لوري کار کوي، څوک چې طالب دى د دولت په رول کې کار کوي او څوک چې د طالب مخالف دى، د طالب په نامه معرفي کېږي.
د ده په خبره، ورور يې اوسمهال په دولينه کې يو قومي مشر دى، د طالبانو له خوا هره شپه د ده په سيمه فيرونه کېږي.
د ويلو ده، چې د ١٣٩١ لمريز کال د سلواغې په مياشت کې هم يو نارينه او ښځه د دغه ولايت په چهارسده ولسوالۍ کې د جومات مخې ته په عام محضر کې په درو ووهل شول، چې د عالمانو شورا غړى ملا مصطفى او د طالبانو نومول شوى ولسوال ملا عبدالرحمن په دې پېښه کې ښکېل وبلل شول.