چغچران(پژواک،١٥ لړم ٩٢): د غور ولايت د نږدې نوي سلنه خلکو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، خو کروندګر وايي، چې په دې ولايت کې له  درېيو مشهورو سيندونو سره سره ، د اوبو بندونه نه دي جوړ شوي او د کرنيزو اوبو له کمښت سره مخ دي.
 
ددې ترڅنګ سوداګريزې چارې په ټپه ولاړې دي او په ځانګړي ډول د ښځو په لاس جوړې شوې غالۍ هم بازار نه لري.
د غور ډېرى خلک  خپلې اړتياوې هم له هرات ولايت څخه پوره کوي، چې دغور- هرات سړک خرابوالي هم له ننګونو سره مخ کړي دي.
 د غور ولايت د کرنې مسوولين وايي، چې په  غور ولايت کې له ٦٧٠٠هکتاره زياته اوبيزه او ١٥٠ زره هکتاره للمه ځمکه په دې ولايت کې وجود لري.
غور ولايت ددې ترڅنګ له ١١ زرو هکتارو نه زياته ځنګلونه او له ١٥٠٠ څخه زيات د مڼو باغونه لري، چې مڼې، زردالو، غوزان او غرنۍ پسته په کې ځانګړى نوم لري.
د دې ولايت د کرنې رياست د کرنې امر جمعه خان باختري وايي، چې په دې ولايت کې ١٢٥ کرنيز کوپراتيفونه شته، چې ٢٠ ته يې تراکتورونه هم توزېع شوي دي.
 باختري وايي، چې د کرنې رياست يواځې د وو سوو کروندګرو ته  دکرنې تخمونه او کيمياوي سرې ورکړې او پاتې ټول د کرکيلې له سنتي لارو چارو ګټه اخلي.
ده وويل، چې دسړکونو د خرابوالي او مارکيټ د نه شتون له امله ډېر خلک دکرنې ودې ته زړه نه ښه کوي.
د غور ولايت عمده کرنيز محصولات له غنمو، وربشو، جوار، کچالو، پيازو  غوزانو   باقلي، مشنک ، لوبيا او مۍ  دي.
 خو يو ګروندګر عبدالرحيم وايي، چې په دې ولايت کې د هريرود، فراه رود او مرغاب په نوم درې سيندونه بهېږي، خو لا هم پرې داسې بندونه نه دي جوړ شوي، چې ځمکې خړوبې کړي.
ده د سترو سربندونوجوړول، د عمومي ويالو کښل، داصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرو وېشل دهغو ستونزو په توګه ياد کړل، چې  دولت بايد د خلکو د اقتصادي ودې لپاره ورته زياته پاملرنه وکړي.
 مالدراي هم ددې ولايت د خلکو لپاره د اقتصادي اړتياوو پوره کولو يوه بله لار ده ، چې ددې ولايت څړځايونه ٢٩ زره هکتاره ځمکې ته رسېږي او مالداران دخپلو مالونو واښه له همدې سيمو چمتو کوي.
 خو دشهرک ولسوالۍ يو استوګن عبدالباري وايي، چې څړځايونه يې خپلسرو وسله والو نيولي او د استوګنې په سيمو يې بدل کړي دي.
ده ادعا وکړه، چې خپلسري وسله وال يې مالونه څر ته نه پرېږدي، په زور ترې يو يا دوه پسونه هم اخلي، خو که څوک ورسره مقاومت وکړي، نو د وهلو ټکولو ترڅنګ يې په مرګ هم ګواښي.
 سوداګري او پانګونه:
 د غور ولايت مدني بنسټونه په دې اند دي،  څو چې خصوصي پانګوال ونه هڅول شي، هېڅکله به هغه فابريکې هم ايجاد نه شي، چې خلکو ته پکې کاري زمينې برابرېږي او دخلکو اقتصاد ورسره وده کوي.
د غور مدني ټولنې يو فعال نبي ساقي وايي:((که چېرته صنعيتي فابريکې موجودې وي، دولت يو سم اقتصادي پلان ولري، نو ارزانه بشري ځواک شته، چې په دې ولايت کې له اقتصادي اړخه د عامو خلکو د ژوند د پرمختګ سبب کېږي.))
 دى  زياتوي،  غور  يو غرنى ولايت دى، چې ډېرى خلک يې د کرنې له فصل وروسته وزګارېږي او له همدې امله ډېرى ځوانان، چې د ټولنې کاري ځواک دى، د بېکارۍ له امله ګاونډيو هېوادونو ته په کار پسې ځي.
 د محمد حسن په نامه يو بل ځوان، چې تازه له ايرانه را ستون شوى وايي، چې ځينې ځوانان په ايران کې په نشه يي توکو روږدي شوي دي.
د فيض اباد ښار دې اوسېدونکي زياته کړه:((پلار مې د کار توان نه لري، څلور خويندې او دوه کوچني وروڼه لرم، درې کاله مې  دايران په لوړ پوړو ودانيو کې کار وکړ، څو خپلې کورنۍ ته يو څو پيسې پيدا کړم.))
ده وويل، چې ځينې دوستان يې په ايران کې په نشه يي توکو  روږدي شوي او غور ته په بېرته راتلو سره د خپلې کورنۍ او هېواد د اوږدو بار ګرځېدلي دي.
 غور  يو له مرکزي ولايتونو څخه دى، له کوم ولايت سره پوله نه لري او عوايد يې يواځې د مستوفيت له خوا  د ښار له اصنافو جمع کېږي، چې له دې سره سره هم د اصنافو له نيوکو سره مخ دي.
د حاجي ګلرحيم په نامه يوه سوداګر د مالياتو د سلنې له لوړ والي شکايت وکړ او وايي، چې په غور ولايت کې د سړکونو، سوداګرۍ، او پانګونې  د ودې زمينه نه شته ، دولت  هم زياته ماليه ټولوي، چې دې کار د پانګونې د ودې مخنيوى  کړى دى.
ده له دولت څخه وغوښتل، چې سوداګرۍ او پانګونې ته دې د ودې زمينه مساعده کړي او ددې ترڅنګ دې له پانګونې او خصوصي سکتور څخه هم ملاتړ وکړي.
 لاسي صنايع:
غالۍ اوبدنه ددې ولايت له پخوانيو لاسي صنايعو څخه شمېرل کېږي، چې ډېره برخه يې د ښځو په نازکو ګوتو چمتو کېږي .
دوى ددې ترڅنګ ټغر، لمڅي او د څارويو( پسونو او وزو) له وړيو بېلابېل توکي جوړوي .
مېرمن ګل يو له هغو مېرمنو څخه ده، چې خاوند يې پخوا مړ شوى او درې ماشومان ور دغاړې دي، دا وايي، چې په مياشت کې يوه غالۍ اوبي او بيايې په څلور زره افغانۍ پلوري، چې همدا پيسې يې دخپل اولاد په نفقه کې مصرفوي.
 خو دا وايي، چې غالۍ يې بازار نه لري او ځاى يې ترکي او ايراني غاليو نيولى دى.
 دا کونډه وايي، چې که  دولت د وطني غاليو پلور ته مناسب مارکيټ چمتو کړي، نو له يوې خوا به د غالۍ اوبدونکو اقتصاد وده وکړي او له بلې خوا به د بهرنيو غاليو ځاى هم ونيسي.
دا په داسې حال کې ده، چې چارواکي د يوه روزنيز پروګرام له لارې د غالۍ او تار اوبدنې په برخه کې په حرفوي بڼه د ١٠٠٠ ښځو د روزنې خبر ورکوي.
دا پروګرام د پنځو مياشتو لپاره په دولينه، تيوره او ساغر ولسواليو کې د  ملګرو ملتوتو د پراختيايي ادارې او د کار  او ټولنيزو چارو وزارت په ٢٨٧زره ډالرو همکارۍ عملي شو.
 غالۍ اوبدنه دهېواد د لاسي صنايعو په تاريخ کې ځانګړى او مهم ځاى لري، خو دا صنعت لا هم نه دى توانېدلى، چې د چارواکيو  د نه پاملرنې له امله خپل اصلي ځاى ومومي . ددې صنعت زياته برخه  دنورو هغو هېوادونو جيبونو ته ځي، چې افغاني غالۍ په خپل نامه په نړيوالو بازارونو کې پلوري .
 د غور ولايت اوسېدونکى دولت شاه يو له هغو کسانو دى، چې له خپل ولايت څخه هرات ته په لاس اوبدل شوې غالۍ د پلور لپاره وړي.
نوموړى د  غالۍ اوبدنې په برخه کې د دولت له کمې پاملرنې شکايت کوي او وايي:(( موږ د غاليو له اوبدنې ډوډۍ پيدا کوو، په تېرو څو کلنو وچکاليو کې زموږ د عايد يواځينۍ  سرچينه همدا غالۍ وې، خو اوس چې د غاليو لومړني خام مواد قېمته شوي، نو دوى هم نه شي کولى چې په غاليو د وېستل شوي زحمت بدله او لګښت  تر لاسه کړي.))
 د غور ښځې ددې ترڅنګ د ښځو  د سيمه ييزو جامو په ګنډنه کې هم نوم لري او ځينې داسې غالۍ هم اوبي، چې د غورد  پخوانيو پاچاهانو تصويرونه او د منار جام تصوير په کې نقش شوى وي.
ددې ولايت نارينه بيا د بېل، کلنګ او نورو کاري وسايلو په جوړولو کې مهارت لري.