فيروزکوه (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): د غور د خلکو يو شمېر استازي او امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ځيني بهرنيان د کورنيو طالبانو مشري کوي او دوى ته د ماين د جوړولو زده کړې ورکوي او هوډ لري چې په دغه ولايت کې يو لوى پوځي مرکز رامنځته کړي.
دوى زياتوي چې طالبان د دغه پوځي مرکز په رامنځته کولو سره غواړي چې د فارياب، غور او سرپل ولايتونو ترمنځ په اسانه تګ راتګ وکړي.
دغو استازو پر دولت هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې که چېرې دولت دغه کار جدي ونه بولي نو د طالبانو د واکمنۍ لمن به نوره هم پراخه شي او بيا به يې کنټرول اسانه کار نه وي.