فيروزکوه (پژواک، ٢٢ تله ٩٤): د غور ولايت د پسابند ولسوالۍ خلک د وسله والو مخالفينو له خوا پر اقتصادي کلابندۍ اندېښنه څرګندوي او د نښلوونکې لارې د بيا پرانيستو او کلابندۍ د پاى ته رسولو غوښتنه کوي.
پسابند ولسوالي د غور د مرکز فيروز کوه ښار سره ١٧٠ کيلومتره واټن لري او د هلند له باغران ولسوالۍ سره په پوله پرته ده.
دې ولسوالۍ ته غځېدلې مواصلاتي او اکمالاتي لاره له يوې مياشتې راهيسې بنده ده چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د پسابند ولسوالۍ خلک شکايت کوي چې د لومړنيو توکو بيې ډېرې لوړې شوې او خوراکي توکي مخ پر کمېدو دي.