Abdullah to build Kabul-Herat highway if elected

 
 
فيروزکوه (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩٣): د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله د غور ولايت په غونډه کې ژمنه وکړه، چې د ګردن دېوار (د کابل-هرات لويه لار) سړک به چې د توريزم د پرمختګ لامل ګرځي، ورغوي.
نوموړي نن په هغې غونډه کې، چې د دغه ولايت د لعل و سرجنګل په ولسوالۍ کې چې د ښځو په ګډون زرګونو کسانو برخه په کې اخيستې وه، وويل چې دغه سړک نه يوازې د غور د خلکو، بلکې د ټولو مرکزي سيمو د اوسېدونکو غوښتنه ده او د هېوا د اقتصاد د پرمختګ لامل ګرځي.
د ولسمشرۍ ياد نوماند زياته کړه: "د باميانو د بندامير لرغونې سيمه او د غور ولايت د جام تاريخي منار هم د همدغه سړک په اوږدو کې پراته دي، چې د دې لويې لار په رغولو سره به داخلي او بهرنيو ګرځندويانو ته اسانتياوې برابرې شي او توريزم به وغوړېږي."
د ګردن دېوار سړک، چې شاوخوا ٧٠٠ کيلومتره اوږدوالى لري، د ميدان وردګو ولايت د حصه اول ولسوالۍ له ګردن دېوار سيمې پيل او له باميانو او دايکنډي ولايتونو څخه له تېرېدو وروسته له هرات ولايت سره نښلول کېږي.
د ماليې وزارت تېر کال ويلي وو، چې دولت د ګردن دېوار په څېر د لويو پروژو لپاره چې ٨٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا لري، پوره بوديجه نه لري او د دغو پروژو لپاره به پور ترلاسه کړي.
په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي سيد نادر شاه بحر په دې غونډه کې وويل، د ګردن دېوار سرک رغول د دغه ولايت د خلکو لومړنۍ غوښتنه ده او پر دې سربېره د برېښنا کوټ او په مرکزي سيمو کې د دايزنګي په نوم د خپلواک ولايت جوړول دي او دوى د همدې لپاره د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم څخه ملاتړ کړى او هيله ده چې پر خپلو ژمنو ټينګ ودرېږي.
هغه زياته کړه، چې د دغه سړک په جوړولو سره د کابل-هرات ترمنځ ٤٠٠ کيلومتره واټن کمېږي او د مرکزي ولايتونو خلک به پر خپل ټاکلي وخت ټول کرنيز حاصلات بازار ته وړاندې کړي.
ډاکټر عبدالله د دې خبرې په څرګندولو سره چې په ټاکنو کې بريالى کېږي، وويل چې د هېواد د قانون له مخې به د دغه ولايت د اوسېدونکو غوښتنې او د دايزنګي په نوم د ولايت د رامنځته کولو ژمنه عملي کړي او د دغه ولايت لوړې زده کړې به هم په خپلو لومړيتوبونو کې شاملې کړي.
د عبدالله دويم مرستيال محمد محقق په دې غونډه کې خپل سيال ټيم ته په اشارې سره وويل: "خلک هغه چا ته چې ټول عمر يې په خارج کې او چکر او سياحت کې تېر کړى وي، رايه نه ورکوي او هغه چا ته رايه ورکوي، چې د ستونزو پر مهال همېشه د خلکو تر څنګ وي."
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.