اتباع خارجى طالبان داخلى را در غور رهبرى ميکنند

فيروزکوه (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): د غور د خلکو يو شمېر استازي او امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ځيني بهرنيان د کورنيو طالبانو مشري کوي او دوى ته د ماين د جوړولو زده کړې ورکوي او هوډ لري چې په دغه ولايت کې يو لوى پوځي مرکز رامنځته کړي.
دوى زياتوي چې طالبان د دغه پوځي مرکز په رامنځته کولو سره غواړي چې د فارياب، غور او سرپل ولايتونو ترمنځ په اسانه تګ راتګ وکړي.
دغو استازو پر دولت هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې که چېرې دولت دغه کار جدي ونه بولي نو د طالبانو د واکمنۍ لمن به نوره هم پراخه شي او بيا به يې کنټرول اسانه کار نه وي.
د غور د ولايتي شورا مشر فضل الحق احسان وايي چې طالبان په چهاردې ولسوالۍ کې د دغه مرکز په جوړولو سره هڅه کوي چې د خپلو فعاليتونو دايره پراخه کړي.
نوموړى چې د چهارسدې ولسوالۍ اوسېدونکى دى، پژواک خبري اژانس ته وويل: "په غور کې د طالبانو مرکزونه معلوم دي، خو دولت يې پر وړاندې ګام نه پورته کوي."
احسان زياته کړه چې طالبان په ښکاره توګه خلک جهاد ته رابولي او د غور مرکز په اړوند مرغاب، چهارسدې او دولتيار ولسواليو کې ډېرې سيمې په واک کې لري، خو دولت دغو ځايونو ته نه شي تللى.
د ولايتي شورا مشر وويل چې طالبان د پخوا په پرتله پياوړي شوي او ان د غور د مرکز غلمين سيمه چې له دې وړاندې د دولت په واک کې وه، د طالبانو تر واک لاندې ده او د عمومي سرک په اوږدو کې حق العبور اخلي.
هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو شمېر کم دى او د طالبانو ترڅنګ غيرقانوني وسلوال هم دولت ته يو ګواښ بلل کېږي او د دغه ولايت غرني والي ته پام سره له هغوى سره جګړه ډېر ستونزمن کار دى.
احسان وړانديز وکړ چې بايد د هرات د ظفر قول اردو ځواکونه غور ته راشي او د طالبانو پر وړاندې پراخه او پرېکنده عمليات پيل کړي او د دوى خطر له منځه يوسي.
امنيتي چارواکي وايي چې په غور ولايت کې شاوخوا ٢٦٠٠ طالبان شتون لري چې له دې ډلې يې زر تنه په مرغاب او چهارسدې ولسوالۍ کې مېشت دي.
خو تېر کال د غور پخواني والي سيدانور رحمتي له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې ويلي و، چې پخوا په دغه ولايت کې د ١٧٣ ګروپونو په چوکاټ کې ١٧٠٠ وسلوالو طالبانو فعاليت درلود، خو اوسمهال دغه شمېر ٢٤٤٠ کسانو ته رسيږي.
هغه څرګنده کړې وه چې طالبانو د ټاکنو لړۍ د اوږدېدو او ګډوډيو وروسته يو شمېر پروګرامونه په پام کې نيولي او خپل شمېر يې ورباندې زيات کړى دى.
ځايي چارواکو هم وويل، دوه کاله وړاندې په دغه ولايت کې د غير قانوني وسله والو شمېره په څه باندې ١٣٠ ډلو کې شپږ زره کسه وه، خو اوسمهال يې شمېره په ١٠٣ډلو کې ٤٥٠٠ کسانو ته را کمه شوې ده.
د دوى په خبره، د خلکو په مرسته وارد شوى فشار، په ټوله کې دولتي امنيتي سکتور ته زياته پاملرنه او د حکومت اقتدار زيات شوى او د وسله والو مخالفينو شمېره کمه شوې ده.
د غور امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار محمدزمان عظيمي هم وويل چې طالبانو اوس اوس د چهارسدې ولسوالۍ په داى دره سيمه کې پوځي مرکز جوړ کړى دى.
هغه زياته کړه، پخوا په دغه مرکز کې دهغوى شمېره کمه وه، خو اوس سلو کسانو ته رسېږي چې يو شمېر عرب، چيچين او ازبکستاني وګړي هم په کې دي.
د امنيت امر وويل: ((دا طالبان چې اوس اوس دلته راغلي، د ځايي طالبانو مشري کوي، هغوى ته د چسپکي او ريموټ ماينونو د جوړولو چل ور زده کوي. تبليغاتي پاڼې هم خپروي او خلک جهاد ته رابولي.))
د پوليسو دې چارواکي زياته کړه، طالبان غواړي چې په چهارسده کې چې له فارياب او سرپل سره پولي لري، ځانونه پياوړي کړي او دې ولايتونو ته هم له ستونزې پرته تګ راتګ وکړلاى شي.
د ده په خبره، په مرغاب او دولتيار ولسواليو کې هم د طالبانو فعاليت زيات شوى د شهرک ولسوالۍ سرتايده سيمې ته هم د طالبانو يوه ډله او د هلمند لپاره د هغوى نومول شوى والي راغلى او ځايي خلک جهاد ته رابولي.
عظيمي زياته کړه چې دولت له خلکو سره پر خبرو بوخت دى او په چهارسده ولسوالۍ کې يې نوى قوماندان ټاکلى، خلکو ژمنه کړې چې د وسله والو مخالفينو په ځپلو کې له دولتي ځواکونو سره همکاري کوي.
د امنيت امر وويل: ((موږ په راتلونکي کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيلوو، موخه مو دا ده چې د پوځي مرکز د جوړېدو مخنيوى وکړو، له دې پرته به شمالي ولايتونو ته هم ګواښ وي.))
په ورته وخت کې د غور د مدني بنسټونو د ټولنې مشر وويل چې طالبان د غور د مرکز په اتو ولسواليو او مرکز کې فعاليت لري او مرکزونه يې په څو سيمو کې ښکاره دي، حتى د فيروز ښار نږدې ساحو کې هم تګ راتګ کوي، له خلکوعشر، زکات او باج اخلي.
د واقف په خبره، طالبان د خلکو تر منځ د کړو پرېکړو پر سر هم حق اخلي او ځينې ځايي چارواکي هم باج ورکوي.
هغه ددې چارواکو نوم ياد نه کړ اوويل: ((طالبان په خپلو سيمو کې ښوونځيو ته د نجونو له تګ مخنيوى کوي، په پسابند او تيوره ولسواليو کې يې د نجونو ښوونځي تړلي او يواحې په تيوره کې د نجونو ١٢ ښوونحي تړل شوي.))
طالبانو تل ويلي چې د دولت له ښوونيز نظام سره مخالفت لري، خو د زده کوونکو د زده کړې مخنيوى نه کوي.
د غور د مدنې بنسټونو د ټولنې مشر وويل، دولت له وسله والو مخالفينو سره د اکثره نښتو او يا پر ولسواليو او امنيتي پوستو په بريد کې ښکېل شي، خو له بده مرغه چې تر اوسه يې د مخالفينو پر وړاندې پراخه عمليات نه دي کړي.
واقف زياته کړه چې طالبان په سړکونو او لويو لارو کې بمونه ږدي چې د ملکي وګړو د وژنې سبب کېږي، په هغه لويو لارو چې واکمن نه وي، بمونه ږدي، د بېلګې په ډول چارسدې ولسوالۍ ته يې ټولې لارې پر ماينونو بندې کړې او يواځې د دوى پلويان پرې تګ راتګ کولاى شي.
د ده په خبره، د دولت هر څه په الوتکه کې لېږدول کېږي، بله ستونزه دا ده چې طالبان خپل ماينونه پلوري، څو خلک يې د خپلو دښمنانو پر وړاندې وکاروي چې دولت بايد دې برخې ته کلکه پاملرنه وکړي.
د دولينه د شاه جوى کلي يوه اوسېدونکي چې د نوم نه اخيستو په شرط وويل: ((موږ د طالبانو له ظلم او زياتي نه تنګ شوي يوو، د تېښتې لاره نه لرو، په ځينو سيمو کې خلکو له طالبانو سره نښتې وکړې، خو دولت مرسته ونه کړه.))
هغه وويل چې طالبان په کرندو، څرځايونو او سړکونو کې بمونه اېښي چې له امله يې خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، څنګه چې سږ کال يو ګروندګر، د ښوونځي زده کوونکى و يو ماشوم په کې ووژل شول.
دى زياتوي چې طالبان ورڅخه په زور عشر او زکات اخلي، خپل قانون په خلکو عملي کوي او د خلکو د دعواوو په اړه پرېکړې هم کوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان له خلکو څخه په زور د عشر اخيستلو موضوع ردوي او خلک خپل خوښي ډول له دوى سره مرستې کوي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.