نعيم: له مخالفينو سره بايد بې پرې اشخاص د سولې خبرې وکړي

کابل (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٢): د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند سردار محمدنعيم وايي، چې په هېواد کې د اداري فساد د ورکولو، د قانون پلي کولو او د دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرې د مخکې وړولو لپاره پرېکنده اداره لري.

نعيم وايي، په ټاکنو کې د بريا په صورت کې به د امنيت راوستو، د قانون پلي کېدو او د اداري فساد ورکولو ته لومړيتوب ورکړي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې په هېواد کې شته اداري فساد له سرطان ناروغۍ سره تشبه کړ او ويې ويل، چې د دې ښکارندې د ورکولو لپاره پر ټولو لوړ پوړو او ټيټ پوړو دولتي چارواکو د قانون يو ډول پلي کولو ته اړتيا ده.

نعيم زياته کړه: "فرضاً که وايو چې د شکاياتو خپلواک ارګانونه دې خپلواک ارګان وي، اتوريته (صلاحيت) ولري چې کارونه ترسره کړي او په ورته وخت کې بيا هم موږ د دې موضوع په اړه افکار لرو، چې د خلکو شکايتونه بايد په کمپيوټري او برېښنايي سيستم کې درج شي."

نوموړي د خپل دغه کاري پروګرام په اړه نور معلومات ورنه کړل، چې په وينا يې د کمپاين د پيل پر مهال به يې وکړي، خو ژمنه يې وکړه، چې په ټاکنو کې د بريا پر مهال به خپل ټول تصميمونه په پرېکنده ډول عملي کړي.

سردار محمدنادر نعيم وايي، چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت، له وسله والو مخالفينو په ځانګړې توګه له طالبانو سره د سولې پروسې د مخکې بيولو لپاره به يوې دريمې ډلې ته مراجعه وکړي، چې له قومي مشرانو او علماوو به جوړه وي.

هغه زياته کړه: "که چېرې موږ واقعاً د افغانستان لپاره سوله غواړو، نو بايد د سولې پروسې لپاره هغه کسان وټاکو، چې دواړو اړخونو ته بې پرې وي. دا پروسه دې هم متمرکزه نه وي، د بېلګې په ډول که چېرې سوله په کونړ کې امکان لري، نو د لوګر له سولې سره دې توپير ولري، ځکه چې ستونزې سره توپير لري."

د نعيم په باور، د سولې پروسې د بريا لپاره اړينه ده، چې د وسله والو مخالفينو او خلکو اعتماد ترلاسه کړو.

نوموړى وايي، هغه اړيکې چې دى يې له قومي مشرانو او علمانو سره لري، کولى شي چې دى د سولې په پروسه کې بريا ته ورسوي.

له سردار محمدنعيم سره بشپړه مرکه لاندې لوستلى شئ:

پوښتنه: په داسې ستونزمنو حالاتو کې چې له يوې خوا بهرنۍ لاسوهنې کېږي او له بلې خوا هم هېواد په جګړه ييز حالت کې دى، په داسې يوه حالت کې مو څنګه تصميم ونيوه چې ولسمشرۍ ته کانديد شئ؟

ځواب: فکر کوم هغه تصميم چې ما د ولسمشرۍ رياست ته د کانديدېدو په برخه کې نيولى، د ولسمشرۍ له نورو ښاغلو نوماندانو څخه به توپير ولري.

زما تصميم يو ولسي تصميم دى او د يوې ملي او دوديزې جرګې له پروسې څخه دې پايلې ته رسېدلى يم.

زه ډېرى وختونه د افغانستان له ولسي شوراګانو، مشرانو، مخورو او ځوانانو سره په اړيکه کې وم، څو د هېواد مسايلو په اړه خپله پوهه زياته کړم، دغو ليدنو کتنو پراختيا پيدا کړه او لس مياشتې وړاندې له قومي مشرانو يوه جوړه شورا ما ته راغله او راته ويې ويل، چې د افغانستان په دې حساسو او تاريخي شرايطو کې تاسې بې تفاوته نه شئ پاتې کېداى او له تا څخه غواړو، چې د افغانستان په سياست کې يو عملي ګام واخلئ.

ما احساس کړه، هغه درناوى او حسن نيت چې د افغانستان خلک يې زموږ کورنۍ ته لري، پرموږ تاريخي او ملي پور دى.

پوښتنه : ستاسې په نظر، اوسنيو شرايطو په پام افغانستان څه ډول مشر ته اړتيا لري؟

ځواب: په دې کې شک نه شته چې افغانستان اوسمهال ستونزې او ننګونې په مخکې لري، ښايي له دې ډلې ځينې ستونزې ښکاره او ځينې پټې وي او هغه څه چې زه پرې ګروهمن يم، دا ده، بايد داسې کس وي، چې بايد څلور ځانګړتياوې ولري، د اسلام مبين دين ته ژمن وي، زړه سواند وي، داسې يو کس وي چې د خپلو خلکو پر وړاندې ژمن او قرباني ورکوونکى وي.

په ورته وخت کې يو سالم مديريت او مخلص ټېم ولري او داسې کسان په کې شامل وي، چې واقعاً کار اهل کار ته وسپاري او دا زما عقيده ده. همدارنګه يوه بله مهمه مسئله دا ده، چې دغه کس بايد په هېواد کې ملي يووالى راولي.

پوښتنه: که چېرې په ټاکنو کې بريالي شئ، نو کاري لومړيتوبونه به مو کوم وي؟

ځواب: که موږ د خلکو اړتياوې په نظر کې ونيسو، نو تر ټولو لومړۍ او مهمه مسئله په افغانستان کې سوله او امنيت دي. موږ به خپله ډېره پاملرنه دې برخې ته کوو، ځکه چې زموږ د نورو ستونزو لرې کېدل ورسره تړلي دي.

په ورته وخت کې زموږ بله ستونزه دا ده، چې له بده مرغه افغانستان په اداري فساد کې لومړى مقام لري او دا زموږ د خلکو لپاره يوه ډېره ستره ستونزه ده.

بله ډېره مهمه مسئله چې غواړو په خپل لومړيتوب کې يې راولو، د قانون نه پلي کېدل دي.

موږ بايد کار اهل کار ته وسپارو، له اقتصادي او ټولنيز اړخ څخه فکر کوم، چې پر ځوانانو تمرکز مهم دى، ځکه چې افغانستان يو داسې مملکت دى چې د وګړو له ٦٠ څخه تر ٦٥ سلنه برخه يې ځوانان دي. زموږ ځوانانو ته بايد فرصت ورکړل شي.

پوښتنه: دا چې امنيت ستاسې په کاري لومړيتوبونو کې راځي، په دغه هېواد کې به څه ډول امنيت راولئ؟نعيم: له مخالفينو سره بايد بې پرې اشخاص د سولې خبرې وکړي

ځواب: زه فکر کوم چې سوله او امنيت يو له بل سره ژوره اړيکه لري، که چېرې موږ په پيل کې د نا امنۍ عوامل مشاهده او تحليل کړو، ښه به وي. د افغانستان خلک د سولې غوښتونکي دي، د تاسف ځاى د چې د تېرو ١٢ کلونو په تېرېدو موږ حتى په دې ونه توانېدو، چې په افغانستان کې د سولې لپاره يو ټولمنلى مکانيزم ولرو.

د سولې اوسنۍ پروسې نه تر اوسه کومه پايله لرلې او نه به يې ولري. هغه عمده ستونزه چې زه يې وينم پر حکومت د مخالفينو بې باورې او د باور د فضا نه شتون دى. که چېرې په ټولنيزو مسايلو فوکس (تمرکز) وکړئ، کله چې دواړه اړخونو په مبارزه کې وي، نو همېشه يو درېيم اړخ وي، چې دواړو اړخونو ته د منلو وړ وي.

زه له قومي مشرانو او عالمانو سره اړيکې لرم، پوهېږم، چې دواړه اړخونو پر دوى باور لري، هم دولت هم وسله وال مخالفين. زما په فکر، موږ هغه کسان وو چې هېڅ وخت لورى نه يو واقع شوي او دا کېداى شي، چې د دغه اړخ (د سولې اړخ) يوه لاسته راوړنه وي.

که چېرې موږ په رښتيا هم افغانستان ته سوله غواړو، بايد د سولې لپاره داسې کسان وټاکو، چې بې پرې او دواړو لورو ته د منلو وړ وي. دغه د تمرکز باعث نه وي، د بېلګې په ډول که چېرې په کونړ کې سوله راځي، نو بايد د لوګر له سولې سره توپير ولري، ځکه چې ستونزې سره توپير لري.

پوښتنه: تاسې وويل، چې د سولې لپاره به قومي مشرانو او بې پرې کسانو ته مراجعه کوي، اوسني حکومت هم د وسله والو مخالفينو سره د اړيکو لپاره تل کوښښ کړى، خو بريالى شوى نه دى، د دولت سره د سولې لپاره د طالبانو لومړى شرط د نړيوالو ځواکونو وتل دي، تاسې د داسې ممکانيزم څرنګوالى يادوى، چې هم دولت او هم وسله والو مخالفينو ته د منلو وړ وي؟

ځواب: په لومړي قدم کې بايد ووايم، چې په افغانستان کې د سولې په اړه خپله طرحه او پلان د کمپاين پر مهال تشرېح کوم. که چېرې د عمومياتو په اړه خبرې وکړو، لومړى دا چې د سولې پروسه يوه ساده مسئله نه ده او په دويم قدم کې دا چې د سولې پروسې اوسنى ميکانيزم، چې حکومت ټاکلى، بيا هم مخالفينو ته د اعتماد او اعتبار وړ نه دى، ځکه چې هغوى له افغان حکومت سره د جګړې په حال کې دي . هغه څه چې زه يې له مسايلو اخلم او تر کومه چې اړيکې لرم، نو پر پروسه باندې د مخالفينو بې باوري ده؛ ځکه چې دا پروسه د حکومت يو جز دى، زه فکر کوم چې لومړى کار همدا دى، چې موږ وتوانېږو د خلکو او مخالفينو باور له ځان سره ولرو.

پوښتنه: د خلکو باور څنګه جلبوئ، څنګه کړنلاره دې غوره شي؟

ځواب: غواړم چې د کمپاين پر مهال د دغو جزئياتو په اړه خبرې وکړم، اوس يواځې د عمومياتو په اړه خبرې کوم.

پوښتنه: د مخالفين عمده غوښتنه له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو وتل دي او دا يې له افغان حکومت سره د سولې خبرو د پيل لپاره لومړى شرط ګڼلى، که چېرې تاسې په ټاکنو کې بريالي شئ نو دا غوښتنه يې منئ؟

ځواب: نه، ګورئ! کله چې زه خبرې کوم، کله چې د مخالفينو او طالبانو نوم اخلم، نو زيات تمرکز مې پر افغاني طالبانو او د هغوى پر غوښتنو دى. زه په دې عقيده يم، چې هغوى هم له جګړې ستړي شوي، دويم دا چې موږ په تېرو ١٢ کلونو کې دې پايلې ته ورسېدو، چې سوله د ټوپک په ميل امکان نه لري. نو ځکه بايد بله لار ولټوو. د بهرنيانو مسئلې ته راځو، بهرنيان په داسې حال کې دي چې د قدرت لېږد ترسره کېږي او مسووليت موږ افغانانو ته سپارل کېږي. فکر کوم چې بيا هم په دې برخه کې مهمه خبره اعتبار او اعتماد او يا د اعتبار او اعتماد جوړول دي، دا چې کوم لورى څه وايي، دا وروستۍ خبرې دي چې بحث پرې وشي.

پوښتنه: په هېواد کې د امنيت د تامين لپاره غښتلي پوځي ځواک ته اړتيا ده، که چېرې د سولې خبرې پايله ونه لري، نو اړتيا ده چې دا موضوع له پوځي اړخ نه مخته يوړل شي، تاسې هم ورته نظر لرئ؟

ځواب: که چېرې پر امنيتي مسايلو تمرکز کوو، لومړى بايد پر څو شيانو بحث وکړو، لومړى دا چې زموږ امنيتي ځواکونه دروند بار پر غاړه لري، زه فکر کوم چې موږ يې کافي درناوى نه کوو.

زموږ اردو او پوليس ستونزې لري، اکمالات يې دې زيات شي، خو کافي نه ده چې موږ پر پوليسو تمرکز وکړو. تر ټولو مهمه او عمده موخه دا ده، چې د خلکو او ملت ملاتړ ولرو، زموږ خلک او ملت بايد پر حکومت باوري شي او همکاري وکړي.

پوښتنه: نعيم صاحب، موخه مې له وسله والو مخالفينو سره پوځي چلند و، که چېرې د مذاکراتو په برخه کې بريا ترلاسه نه کړئ، نو له پوځي لارې به له مخالفينو سره وړاندې ولاړ شئ که نه؟

ځواب: ګورئ! موږ دې پايلې ته ورسېدو چې سوله د ټوپک په شپېلۍ امکان او پايله نه لري. معلومه ده چې دا يو واقعيت دى، که چېرې تاسې مخالف ولرئ او دوى په هېڅ ډول هم حاضر نه وي، چې له تاسې سره سوله وکړي، نو موږ مجبور يو، چې له زور نه کار واخلو. خو زه په دې عقيده يم چې نورې حل لارې لري او مخالفين هم له اوسني حالت نه خسته شوي دي.

زه د دې مهمې مسئلې په اړه راتلونکي ته هيله لرم، د بريا په صورت کې به دې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړم.

پوښتنه: د يوه هېواد د امنيت لپاره د امنيتي ځواکونو پياوړي کول مهم دي، تاسې د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او تمويل لپاره کوم ځانګړى پلان لرئ؟

ځواب: البته، زه فکر کوم چې په اوسنيو فشارونو به ملي اردو او پوليس زيات پياوړي شي. هغوى له څو اړخونو ستونزې لري او د دې موضوع په اړه يو پراخ پلان لرم، چې د کمپاين پر مهال به انشاء الله دا ټول مسايل په تخنيکي ډول تشرېح کړم.

پوښتنه : که چېرې له امريکا سره پر امنيتي سند خبرې وکړو، تاسې د ولسمشرۍ د نوماند په توګه له دې سره موافق ياست، چې دغه سند لاسليک شي؟

ځواب: دا يوه مهمه مسئله ده، زه غواړم چې ستاسې خدمت ته څو موضوعات وړاندې کړم: لومړى دا چې په تاسف سره بايد ووايو، چې افغانستان لا هم د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د امنيتي سندونو او قراردادونو او سندونو لاسليک ته اړ دى، موږ نن پر ځان بسيا نه يو او د بهرنيانو مرستو ته اړتيا لرو.

هغه موضوع چې تاسې مطرح کړه، واقعاً چې د افغانستان خلک يې اندېښمن کړي دي. که وګورو نو ښاغلي ولسمشر يوه لويه جرګه را وغوښته، دا د افغانستان د خلکو پرېکړه ده، موږ بايد ورته درناوى ولرو، ګومان کوم چې تر اوسه اورېدل کېدونکې خبرې تصورات دي. ځکه چې موږ د مسئلې ظاهري اړخ وينو او مشاهده کوو يې، ممکن د پردې تر شا داسې موضوعات وي چې موږ ترې خبر نه لرو او د دې لامل شوې وي، چې دغه سند تر اوسه لاسليک نه شي.

خو تر کومه ځايه چې زه معلومات لرم فکر کوم، چې دغه هوکړه ليک به په نږدې راتلونکي کې لاسليک شي.

پوښتنه: مننه، د دغه تړون د لاسليک لپاره د ولسمشر حامد کرزي له خوا ځيني شرطونه وړاندې شوي، تاسې له ولسمشر سره موافق ياست؟

ځواب: زما په شخصي نظر بايد د دغو مسايلو ډېره يادونه شوې واى. د تاسف ځاى په دې دى، چې ولې دا مسايل اوس مطرح کېږي؟ زه فکر کوم چې دا د افغانستان او د افغانستان د ملي ګټو لپاره يوه مهمه او مثبته موضوع ده، خو ولې دا موضوعات پر خپل وخت مطرح نه شول، دغه کار بايد پخوا شوى واى.

پوښتنه: خو ولسمشر پخوا هم په دې ټينګار کړى و، چې بهرني ځواکونه دې د خلکو کورونو ته نه ور ننوځي؛ ويلي يې وو چې جګړه د افغانستان په کليو کې نه ده، خو دوى ورته پاملرنه ونه کړه، ولسمشر مجبور شو چې دا موضوع د امنيتي سند د لاسليک پر مهال مطرح کړي.

ځواب: که مو په ياد وي دا موضوع په لويه جرګه کې مطرح شوه او يو مثبت ځواب په کې نغښتى و.

پوښتنه: نعيم صاحب، که چېرې د خپل حکومت د جوړښت په اړه ووايئ، چې څنګه به وي؟ ځکه چې د اوسني حکومت په اړه ويل کېږي چې تر ډېره په کې قومي اړخ غښتلى دى؟

ځواب: نه، زه فکر کوم چې زما لومړنۍ ستره هيله په افغانستان کې سوله او ثبات دى او له دې وروسته ملي يووالى. زه داسې نظام غواړم چې د افغانستان ټول قومونه خپل ځان په ګې شريک وګڼي، خپلې ګټې په کې وګوري او زه فکر کوم چې دغه ليد لورى په افغانستان کې د سولې له پروسې او ملي يووالي سره مرسته کولى شي.

ډېر ساده، يو دا چې کار اهل کار ته وسپارل شي او دويم دا چې د افغانستان ټول قومونه، چې ټول مستحق دي، چې د مشارکت فرصت ولري، خو البته له ټاکل شوو معيارونو په پام کې نيولو سره.

پوښتنه: څرنګه چې تاسې هم پوهېږئ، د افغانستان خلک له امنيت وروسته له اداري فساد څخه ځورېږي، غواړم د فساد د ورکېدا په اړه ستاسې د پلان په اړه پوه شوم، که چېرې کاميباب شئ، په دې برخه کې به څه کارونه ترسره کړئ؟

ځواب: فساد يو تريخ حقيقت دى او زموږ په وجود کې د سرطان غوندې خورېږي.

د قانون حاکميت په دې برخه کې عمده رول لوبولى شي، د اداري فساد د کمښت لپاره قوي عزم په کار دى او له هغې وروسته داسې ميکانيزمونه شته، شته، چې د فساد د مخنيوي لپاره يې وټاکو. اوس که چېرې مشاهده کړو، چې فساد د هېواد په کچه د حکومت په ټولو برخو کې دى له پورته تر ښکته پورې.

موږ او تاسې يو متل لرو، چې وايي اوبه له بره خړې دي، بايد د مشرۍ له کچې يې را پيل کړو او خلکو ته ژمنه ورکړو او عملاً يې څرګنده کړو. موږ بايد د قانون له پلي کېدو مستثنا نه و، قانون بايد په ولسمشر او د افغانستان په يوه عادي وګړي په يوه ډول پلى شي.

تاسې کولى شئ مطالعه وکړئ، چې د سينګاپور، هانکانګ او ماليزيا غوندې هېوادونو هم ورته ستونزې درلودې. لومړى موضوع له اداري فساد سره د مبارزې لپاره پرېکنده اداره ده او د کار په پيل کې بايد موږ څرګنده کړو، چې په دې برخه کې جدي يو، همدارنګه بايد بيروکراسي له منځه يوسو.

موږ کولى شو چې د نننۍ ټکنالوژۍ په کارونه بيروکسراسي په يوه مناسبه بڼه را کمه کړو او هغه داسې تر نظر لاندې ونيسو، چې ټولو په فساد کې ښکېلو پروسو ته لاسرسى ولرو.

موږ بايد په دې مسئله کې مشخصې طرحې لرو، چې د کمپاين پر مهال پرې تمرکز وکړو.

 

پوښتنه : تاسې د فساد ورکولو په برخه کې د قانون حاکميت يادونه وکړه، اوسمهال قانون پلي کوونکو بنسټونه خپله تر ډېره په فساد ککړ دي، حتى په ځينو مواردو کې چې خلک پرې باور نه لري، نو د طالبانو محکمو ته مراجعه کوي، تاسې به د دغو ارګانونو د پاکولو لپاره کوم مشخص کارونه ترسره کړئ؟

ځواب: ګورئ! دلته په قانون کې ستونزه نشته، د قانون په پلي کولو کې ده، څنګه مې چې وويل، موږ د فساد نور اړخونه لرو، په دې برخه کې هم فساد شته، دا ستونزه هم ستاسې خدمت ته د وړاندې کړي مکانيزم له لارې له منځه تللى شي.

 فرضا که وايو، چې د شکاياتو خپلواک ارګانونه دې خپلواک ارګان وي او اتوريته (صلاحيت) ولري، چې کارونه ترسره کړي او په ورته وخت کې بيا هم موږ د دې موضوع په اړه افکار لرو، چې د خلکو شکايتونه بايد په کمپيوټري او برېښنايي سيستم کې درج شي.

پوښتنه: اوسنى حکومت د بيان ازادي له خپلو سترو لاسته راوړڼو ګڼي، تاسې هم داسې ازادي لکه څرنګه چې ده، ساتئ يې که بدلونونه په کې راولئ؟

ځواب: نا ويلې دې نه وي، چې د بيان ازادي واقعاً يوه ستره لاسته راوړنه ده، د ډيموکراسۍ له عمده مسايلو ده، البته غواړم چې په همدې ترتيب دوام وکړي.

د بيان ازادي ډېره مهمه او موږ ته ډېره مطرح ده. خو په دې برخه کې بايد يو لړ قوانين مراعات شي. په ځينو مسايلو کې له قانون څخه ځينې سرغړونې شته، د بېلګې په ډول په بهرنۍ نړۍ کې مطبوعات نه شي کولى، چې يو کس پرته له دې چې سوابق په لاس کې ولري تورن کړي.

دلته ځيني وختونه قوانين په سمه توګه په نظر کې نه نيول کېږي، دا يواځينۍ اصلاح ده، چې غواړم له ځان سره يې ولرم.

پوښتنه: د ښځو د حقونو رعايت برخې ته که راشو، تاسې به له هغو کسانو سره چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، څه چلند وکړي؟

ځواب: ډېر جدي چلند، د يوه افغان په توګه ما ته د شرم ځاى دى، چې يوه داسې صحنه او دا حالت ګورم. موږ الحمدالله مسلمانان يو، په اسلام کې د ښځو حقونه خوندي شوي، موږ نه شو کولى چې په حقونو يې تعرض وکړو، نو ځکه خو غواړم چې له دې وروسته د بشري حقونو په برخه کې په جدي ډول عمل وکړم.

غواړم ووايم چې زموږ حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او له بشري حقونو څخه د سرغړونو زغم ونه لري.

پوښتنه: نعيم صاحب، تاسې د هېواد د پرمختګ لپاره له ښوونيزې برخې څخه کوم ځانګړى پروګرام لرى؟

ځواب: البته چې په دې برخه کې تر ډېره موږ لاسته راوړنې لرو، خو بسنه نه کوي. ځينې برخې زياتې شوې، خو د درس کيفيت نه دى لوړ شوى.

په لومړي قدم کې به پر کابل پوهنتون تمرکز وکړو، دغه پوهنتون په خوا ځانګړى شهرت درلود، خو اوس يې د درس کيفيت کمزورى شوى. موږ اوس شخصي پوهنتونونه هم لرو، چې په سم ډول نه کنټرولېږي او دا پوهنتونونه تر ډېره تجارتي جنبه لري. دغه پوهنتونونه بايد تر کنټرول لاندې راشي او څه ته چې موږ اندېښمن يو او زه غواړم، چې يو کلي بدلون په کې راولم، هغه لوړو زده کړو ته د محرومې طبقې لاسرسى دى؛ د بېلګې په ډول په نا امنو ولايتونو کې د خلکو لاسرسى کم دى، موږ ځانګړي پلانونه لرو، چې څنګه کولى شو زده کړې په ځانګړي ډول لوړې زده کړې په محرومو سيمو کې اوچتې کړو. بله موضوع هم مسلکي اکاډمي ده، چې موږ يې په نظر کې لرو؛ افغانستان په راتلونکي کې ښه فرصتونه لري، په ځانګړي ډول زموږ ځوانه کاري طبقه بايد مسلکي شي، موږ په پام کې لرو چې دغه انسټيټيوټ ته درې سوه زره زده کوونکي شامل شي او په هغو سکټورونو کې وروزل شي، چې موږ ورته په راتلونکي کې اړتيا لرو.نعيم: له مخالفينو سره بايد بې پرې اشخاص د سولې خبرې وکړي

پوښتنه : که تاسې د خپل پروګرام په اقتصادي اړخ خبرې وکړئ، چې په هېواد کې د بنسټيزو کارونو او هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره کوم کارونه ترسره کوئ؟

ځواب: که چېرې موږ بيلانس ووينو، نو په رښتيا هم د اندېښنې وړ ده.

زموږ واردات له ٩٥ سلنې ډېر خو صادرات مو ٥ سلنه دي، له هر اړخه يې چې وسنجوو، نو توازن نه لري. موږ داسې پلانونه لرو چې خپل صادرات زيات کړو او تر يو ځايه چې امکان لري پر ځان بسيا شو.

بله موضوع زموږ لګښتونه او پر ځان بسياينه ده، زه فکر کوم چې لسو کلونو ته اړتيا ده، چې افغانستان وکولى شي پر ځان بسيا شي، تر هغه موږ بهرنيو مرستو ته اړتيا لرو، خو ډېر ښه فرصتونه مو هم مخکې شته، لومړى دا چې افغانستان او د افغانستان جيوپولټيک موقعيت لکه څرنګه چې وړاندوينه کېږي، تر راتلونکو ٢٠ -٣٠ کلونو پورې د اسيا د اقتصادي ودې لپاره د نړۍ پر يو غښتلي اقتصادي بازار بدلېږي، موږ بايد خپل ځان د هغو لپاره عيار کړو.

بله برخه په ورته وخت کې کرنه ده، زموږ ډېرى خلک په کرنه بوخت دي، چې ځانګړې پاملرنه ورته لرو. اوسمهال موږ له خپلو شته امکاناتو ډېره کمه ګټه اخلو او هغه هم په سنتي ډول، موږ داسې پروګرامونه لرو، چې څنګه په دې برخه کې مډرنه يا عصري بڼه ورکړو، خو بيا هم کافي نه دي.

بله موضوع زموږ او ستاسې د کانونو ده، له دې شتمنۍ بايد کار واخيستل شي. زموږ اوبه ډېر اوچت ارزښت لري، خو موږ نه شو کولى چې کار ترې واخلو، همداسې ترانسپورټ هم يوه بله موضوع ده، زموږ ځمکني ترانسپورټ د وروستيو لسو کلونو په ترڅ کې يوه اندازه وده کړې، که چېرې غواړو واقعاً په هغه موقف کې وو، چې مرکزي اسيا له سوېلي اسيا سره ونښلوو، بايد پر دې موضوع ډېر تمرکز ولرو.

د رېل پټلۍ يوه بله لاسته راوړنه ده، چې کار به ورباندې کېږي، څو وکولى شو، له خپل جغرافيوي موقعيت څخه غوره استفاده وکړو.

پوښتنه: ستاسې ياد کړي پلانونه له شک پرته چې د پلي کولو په برخه کې مالي سرچينو ته اړتيا لري، تاسې به د دغو پلانونو د پلي کولو لپاره څه ډول مالي امکانات برابر کړئ؟

ځواب: موږ داسې کنفرانسونه لرل، چې دوستو هېوادونو او ډونرانو له موږ سره د مرستو ژمنې وکړې، پخوا يې هم کړې او کوي يې، خو دلته يوه ستونزه ليدل کېږي، چې موږ يې ظرفيت او يا هم مديريت نه درلود، چې دا مرستې په رڼه ډول ولګوو. زما په باور نړۍ نه غواړي، چې افغانستان يو ځل بيا کورنيو جګړو ته وګرځي، موږ بايد نړۍ ته څرګنده کړو، چې افغانستان مديريت لري، له اداري فساد سره جدي مبارزه کوي او د بهرنيو مرستو پر وړاندې کولى شي، چې په پوره روڼتيا سره ځواب ووايي.

زه په دې عقيده يم، چې ژمنه شوې مرستې که په سم او غوره مديريت سره ولګول شي نو کولى شي، چې زياد مثبت تغييرات منځته راوړي، د ارادې موجوديت، مديريت او ليدلورى کولى شي چې د خلکو اقتصادي اړتياوې پوره کړي.

پوښتنه: نعيم صاحب! په بهر کې د مېشتو افغان کډوالو د بېرته راستنولو لپاره څه پلان لرئ، ځکه چې ګاونډي هېوادونه تل له افغان کډوالو څخه د افغانستان د حکومت پر وړاندې د فشار د يوې الې په توګه کار اخلي؟

ځواب: تر ټولو وړاندې بايد ووايم، چې د يوې مودې لپاره خپله م مهاجر وم، زه غواړم چې د کډوالو لپاره د را ستنېدو زمينه مساعده کړم. البته دا به خپل خوښې ستنېدنه وي، چې ورته اړتيا لرو.

موږ په دې برخه کې طرحې او پلانونه لرو، چې د نورو هېوادونو په مرسته به کډوالو ته د راستنېدو زمينه مساعده کړو. د کډوالو اوسنى حالت خپله ما ته هم د زغملو وړ نه دى.