را روانې ولسمشريزې ټولټاکنې او په افغانستان کې روان ويجاړ حالت او په دې وروستيو کې د تېر په پرتله د نا امنيو ډېرېدل په يو ډول تړلي دي؛ که له يوې خوا را روانې ټولټاکنې ورځ تر بلې را نږدې کېدونکې دي، بل لور ته د هېواد له بېلابېلو برخو د نا امنيو غږونه ډېرېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو د کېدو ډاډ ورکوي، خو د افغانستان ورځنى وضعيت د دوى له خبرو سره په ټکر کې دى. په ځانګړې توګه په پښتني سيمو کې د نا امنۍ ډېروالى او را روانې ټاکنې له يو بل سره ډېر تړاو لري.
په تېرو کلونو کې هم په پښتني سيمو کې د رڼو او ټول شموله ټاکنو څرک نه دى ليدل شوى، دغه ځل هم هماغه وېره موجوده ده، چې دا ټاکنې يوازې د ګوتو په شمېر سيمو کې وشي. دا هغه وېره ده، چې د افغانستان د ميليونونو خلکو برخليک ورسره تړلى دى، د افغانستان د خلکو اکثريت که د يو چا ملاتړ و هم کړي او په غوڅ اکثريت هغه وغواړي هم، د دوى لاسونه په لوى لاس تړل کېږي او دغه ستر حق ترې اخيستل کېږي.
په هغو سيمو کې چې ښايي ټاکنې وشي هلته د اکثريت اراده نه شي تمثيلېداى، په شمالي افغانستان کې چې په تېرو څو کلونو کې، چې تر ډېره پرې د امن فضا سيورى غوړولى و، ډېرى خلکو وکولاى شول د رايې ورکولو کارتونه واخلي او په ټاکنو کې ګډون وکړي، خو په ډېرو پښتني سيمو کې تر دې مهاله خلکو لا د رايې ورکولو کارتونه نه دي ترلاسه کړي، نو په دې توګه به دوى څنګه وکولاى شي په ټاکنو کې ونډه واخلي.
را روانو ټاکنو ته په ولاړو نوماندانو کې عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى مخکښ برېښي؛ عبدالله عبدالله چې د تاجکانو او شمال مخکښ نوماند يادېږي، له ملاتړ سره سره يې د بريالي کېدو چانسونه هم کم شوي دي، نوموړي له ټاکنو وړاندې د شماليانو د يو ځاى کولو ډېرې ګړندۍ هڅې وکړې، خو څه په لاس نه ورغلل، ځلونه ځلونه يې بېلابېل ډوله ټلوالې او اېتلافونه اعلان کړل خو د تل په څېر يې د اېتلافونو عمر ډېر لنډ او د اېتلاف ملګري ترې نيمه لاري شول.
عبدالله عبدالله د شمال يوې زورورې ککرۍ جنرال دوستم ته چې د ټاکنو په رانږدې کېدو سره د شاوخوا دريو ميليونو ازبکو د رايو يوه بسته هم بلل کېږي، څو ځلې غوړې غوړې ژمنې ورکړې، خو نوموړى پرې له لومړي سره بې باوره و او دې بې باورۍ په نيمه لار کې ترې جدا کړ.
امرالله صالح چې د کرزي حکومت له ګوښه کېدو يې تر ډېره چيغې لګېدې، خپل منځيو ستونزو او بې باوريو او له محقق سره يو ډول ښکېلتيا ګوښې ته کړ، دا مهال عبدالله عبدالله ته د رباني پاتې شوى صلاح الدين، د مزار معلم عطا او احمد ضيا ور پاتې وو. صلاح الدين او معلم عطامحمد نور هم په لومړي سر کې په بازار کې ډېر کمپاين وکړ خو ښه خريدار ور پيدا نه شو بالاخره يې عبدالله عبدالله ته ور مخ کړ، احمدضيا مسعود هم د خپلو شخصي ګټو لپاره له عبدالله عبدالله تېر او له زلمي رسول سره يو ځاى شو.
د جمعيت ګوند چې په را روانو ټاکنو کې يې د عبدالله عبدالله په برياليتوب کې رول رغنده بلل کېده، بله ستره سټه اسماعيل خان د تمې خلاف د دوى پر ځاى پرېښودل او له خپلو ملاتړو سره يو ځاى د سياف تر شا ودرېد.
دا هغه مهال و، چې عبدالله عبدالله اړ و، يو پښتون هم له ځان سره ولري، نوموړى په دې باور شو، چې هر ډول پښتون کولاى شي د ده ملګرتيا وکړي، ځکه په دغه پوزېشن کې يې تر ډېره شتون سمبوليک و او د حکومت د وسله وال مخالف حزب اسلامي ګوند چې اصلي هغه بلل کېږي په باور د تش په نوم حزب اسلامي په غورو تېر ووت.
د عبدالله عبدالله د ټېم له اعلانېدو وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې ګواکې محقق يې هم پر ملاتړ پښېمانه دى، خو بيا هغه هر څه پټ شول، نو دغو جوړښتونو او خپل منځيو مخالفتونو ته په کتلو سره د تاجکانو رايې ووېشل شوې او د عبدالله عبدالله د بريا چانس يې رانيم کړ.
دغه جوړښت اشرف غني احمدزي ته په راتلونکو ټاکنو کې د بري ډېر زېري لرل؛ ډاکتر اشرف غني احمدزي، چې وار له مخه يې د نړۍ د دويم متفکر په جامه کې د خلکو او په ځانګړي ډول د ځوان پاړکي ملاتړ ترلاسه کړى و، وتوانېد جنرال دوستم له ځان سره ودروي او د نيم شمال شاوخوا نيمه رايه هم خپله کړي.
بلخوا دوه ستر ګروپونه هزاره ګان چې محقق او خليلي يې په راس کې دي، په يوازې دوو ډلو ووېشل شول، خليلي چې د اشرف غني احمدزي د بري چانس ډېر وليد نو يې په راتلونکي کې يو ځل بيا د واک په ګدۍ يو ډول پاتې کېدل په فکر کې ور وګرځېدل او د خپل ګوند مرستيال سرور دانش يې د اشرف غني احمدزي لپاره مرستيال وټاکه او په دې توګه يې د نيمو هزاره ګانو ملاتړ له اشرف غني احمدزي اعلان کړ.
په دې منځ کې د روڼ اندو او مشهورو علمي څېرو يوه بله کړۍ، چې له دې وړاندې يې له نورو ډېر د نوماندېدو اوازې وې پر ځاى پاتې وه، دغه ډله چې په جوړښت کې يې، علي احمد جلالي، خليلزاد، حنيف اتمر او د دوى ټول شموله ټېمونه وو، په را روانو ټولټاکنو کې يې د اشرف غني احمدزي پله درنه وليده او د ځان لپاره يې غوره کړه، يوه بله هزاره خو ټول منلې څېره رمضان بشردوست هم چې په تېرو ټاکنو کې يې درېيم ځاى درلود، تر ډېره په ګوښه کې پاتې شو، خو د نړۍ د دويم متفکر په توګه د اشرف غني احمدزي ټاکل کېدل يې مناسب بلل.
دې ناندريز چاپېريال او ګډوډو جوړښتونو ته په کتلو سره، که چېرې را روانې ټاکنې ترسره نه شي، ښايي بېلابېلو بدبختيو ته لار هواره، لس کلن ترلاسه شوي په اوبو لاهو او هغوى چې وار له مخه يې غرو ته د ختلو ګواښونه کړي ښايي هماغه لار پر مخ کړي.
دا مهال د افغانستان اوسنى حکومت، د ټاکنو خپلواک کمېسيون، نړيوالې ټولنې او امنيتي ځواکونو ته په کار ده، چې له دغه وضعيته په مخنيوي کې هلې ځلې وکړي او په سوله ييزه او ډيموکراتيکه فضا کې د رڼو او د پرديو له لاسوهنو خوندي ټاکنو کېدو ته لار هواره کړي.
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال نظر څرګندوي ، نه د پژواک ادارې .