سیاف: جهت اصلی کشمکش طالبان و سایر مخالفان نیستند

 

کابل (پژواک ٣ مرغومى٩٢): د ولسمشرۍ کانديد، استاد عبدالرب رسول سياف وايي؛ چې د سولې خبرې له طالبانو او د دولت له نورو مخالفينو سره نه، بلکې د جګړې له اصلي اړخ سره پکار دي.

سياف وايي، په هېواد کې د امنيت د تامين لپاره بايد دوست او دښمن تعريف شي.

دده په خبره، په هېواد کې د بې امنيتيو د له منځه وړلو او د امنيت د تامين لپاره، دولت واضح، صريح او قاطع پروګرام او د وسله والو مخالفينو پروړاندې قاطعيت نه لري.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، "پر مخالفينو د شريعت او قانون د حکمونو پلي کول، تر ډېره بريده په هېواد کې د ورانکاريو ښه مخنيوى کولى شي."

استاد سياف

دى زياتوي:" که موږ ته خداى زمينه مساعده کړه، موږ په دې باور يو، چې يو واضح پروګرام له خاص جديت او قاطعيت سره او پر مخالفينو باندې

 د موجوده جزايي قوانينو تطبيقول به انشاالله چې د ناامنۍ لمن ټوله کړي."

استاد سياف همداراز وايي، چې که په افغانستان کې د امنيت د راوستو لپاره د سولې خبرې کوي، نو دا به له طالبانو سره نه وي، بلکې د افغانستان د کشالې له "اصلي اړخ" سره وي.

ده زياته کړه:" زموږ د سولې خبره له طالب سره نه ده؛ زموږ د سولې خبره له نورو وسله والو مخالفينو سره نه ده. سوله که مطرح کېږي، ددې کشمکش د اصلي جهتونو په منځ کې مطرح کېږي. دلته طالب، د يوه اصلي جهت په حيث مطرح نه دى متاسفانه... متاسفانه زموږ له دې وطنوالو څخه د ابزارو او وسايلو په توګه استفاده شوې ده."

سياف په دې مرکه کې د افغانستان لپاره پر خپلو راتلونکو پلانونو رڼا واچوله؛ د ښځو د حقونو، د بيان ازادۍ او د دولت له وسله والو مخالفينو سره خبرو اترو په ګډون پر اداري فساد، حکومتولۍ او د هېواد پر روانو چارو يې خپل نظر څرګند کړ.

سياف وويل، د ملي مشارکت پر بنسټ داسې حکومت غواړي، چې چارواکي په کې د کاري وړتيا او اهليت له مخې وګومارل شي.

ده زياته کړه:" يعنې موږ ملي مشارکت په نظام کې غواړو او ددې ترڅنګ دا هم غواړو، چې د کفايت او اهليت او د ظرفيت رعايت هم په کې وشي."

هغه وويل، چې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره، له فاسدو چارواکو سره حساب کتاب او  پر دولتي څوکيو د پاکو خلکو ګومارل اړين دي. "مکافات او مجازات او پوښتنه په کار ده، چې دا دې له کومه کړي دي."

د سياف په باور، اداري فساد او ناامني، هغه ستونزې دي، چې د افغانستان د اقتصادي پراختيا مخه يې ډب کړې ده.

هغه په خپلو خبرو کې د بيان آزادي د هر انسان طبيعي حق وباله، خو زياته يې کړه چې په رسنيو کې ځينې خبرې د کنټرول وړ دي.

سياف وويل:" هغه خبرې چې د ملک د منافعو پر خلاف دي، د پرديو په ګټه تمامېږي، ملک د ناامنيو خواته بيايي او هغه خبرې چې له اسلامي آدابو سره برابرې نه دي او د نورو بيان خدشه دار کوي او د نورو ازادي تر پښو لاندې کوي، بايد کنټرول شي."

نوموړي همداراز د ښځو د حقونو په اړه وويل، چې تېري کوونکو ته بايد سزا ورکړل شي، ترڅو نور څوک د ښځو پر حقونو د تېري کولو جرئت و نه کړي.

سياف وايي که بريالى شو، نو د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره به کوټلي ګامونه اخلي.

د نوموړي بشپړه مرکه لاندې ولولئ!

پوښتنه: تاسو څنګه او څه وخت تصميم ونيوه، چې ولسمشرۍ ته کانديد شئ؟

ځواب: زه د ولسمشرۍ نه، بلکې ولس ته د خدمت کانديد يم. دې ميدان ته د قدرت او موقف لپاره نه يم راغلى، بلکې په دغو خاصو ظروفو په افغانستان کې د ايثار او قربانۍ په خاطر دې ميدان ته ننوتى يم. خداى دې زموږ نيتونه سم لري، خداى دې توفيق راکړي، چې د همدې فکر پر اساس چې ولس او ملت ته د خدمت فکر دى، خپل کارونه مخته يوسو او که زمينه د خدمت برابره شوه په هغه وخت کې هم همدا شيان په نظر کې ولرو او د ولس خدمت کې واوسو.

پوښتنه: په داسې يوه حالت کې چې يوې خوا ته بهرنۍ مداخلې دي او بل لور ته په کور دننه جګړې دي، نو د داسې ستونزمن حالت د مديريت لپاره تاسو، د برياليتوب په صورت کې کوم لومړيتوبونه په پام کې نيولي دي؟

ځواب: ددې ستونزو داخلي عوامل هم شته او بهرني عوامل هم. که دلته موږ په اداري او مالي فساد باندې اخته يو، دا هم کورني او بهرني عوامل لري. ددې د علاج لپاره يو صريح، واضح او قاطع پروګرام ته اړتيا ده . دا دومره مشکل کار نه دى، ملک د فساد له منګولو خلاصول لکه مخکې مې چې وويل تصميم، قاطعيت او واضح پروګرام ته ضرورت لري؛ چې هغه بيا ځانته زيات بېلابېل امور لري چې په ټولو کې سړى صادقانه اقدام وکړي.

د نېکو او پاکو خلکو توظيفول، د ظرفيتونو اوچتول او له مفسدينو سره سمه محاسبه او په نتيجه کې هغسې قضاوت چې مکافات او مجازات ولري، نو که د خداى رضا وه، انشاالله د فساد لمن په دې ترتيب سره ټولېداى شي.

بهرني مشکلات زيات دي، تاسو يې يوې برخې ته اشاره وکړه، توطيې، دسيسې، دا ټولې شته، متاسفانه موږ په يوه ضعيف حالت کې واقع يو او هر چېرته چې ضعيف هېواد موجود وي، نو له بهر څخه خلکو له غرضه ډکې سترګې ورته نيولې وي. الله دې ژر موږ په خپلو پښو ودروي، چې په پښو ودرېږو ، نو بيا په کږه سترګه څوک زموږ هېواد ته نشي کتلى. زموږ هېواد ځان ته تاريخ لري او ځان ته په تاريخ کې د مېړانو، غيرت، همت او متانت خاصې کارکردګۍ لري، چې زموږ ګاونډيان هم له هغې څخه منکر نه دي او دنياوال هم منکر نه دي. بيا هم تکراروم چې واضح صريح، له قاطعيت سره سم پروګرام ته ضرورت لري.

امنيت

پوښتنه: زموږ لوستونکي غواړي پوه شي چې تاسو امنيت څنګه تامينوئ او په دې برخه کې څه پلانونه لرئ ؟

ځواب: د بې امنيتۍ د له منځه وړلو او د امنيت د راوستو لپاره بيا هم زه وايم ، چې واضح، صريح او قاطع پروګرام ته ضرورت دى. له بده مرغه تر اوسه پورې د دوست او دښمن سم تعريف نه دى شوى او د خپل او پردي ترمنځ، سمه واضحه ليکه نه ده کش شوې او دا اجتماعي معاشره او ژوند داسې راغلى، چې موافق او مخالف سره ګډ او يوځاى ژوند لري. د مثال په توګه، داسې ډېر زيات ليدل کېږي چې يو ترهګر، يو مخالف او يو ورانکارى د ميدان وردګو ميدانښار د سړک تر خوا ماين ږدي، خو د غرمې ډوډۍ په کوټه سنګي کې خوري. په شينوارو کې د ورانکارۍ عمل ترسره کوي، راځي د غرمې کړايي په جلال اباد کې خوري. په دغسې حالت کې چې مخالف او موافق سره بالکل ګډ و اوسي او ليکه يې په منځ کې موجود نه وي، درست تعريف او شناخت د دوست او د دښمن نه وي شوى، امنيتي ارګانونه او مسوولين په دغسې حالت کې له ډېرو سختو مشکلاتو سره مخ دي. زموږ او ستاسې امنيتي ارګانونه ډېره درنده دنده پر غاړه لري، ډېره زياته قرباني يې ورکړې ده او هره ورځ يې ورکوي. هره ورځ د پوليسو ، اردو  او کشفي ارګانونو د سرتېرو جنازې روانې دي، د دوى دې کور ودان وي، مګر لوى مشکل په دې ځاى کې دى، چې د مخالف او موافق سم تشخيص او تعريف نه دى شوى، يو! او د مخالفينو د ټکولو او مخنيوي په خاطر، روښانه، واضح او صريح پروګرام موجود نه دى.  بل دا چې مخالفينو سره په تعامل کې قاطعيت وجود نه لري. که دغه قاطعيت رامنځته شي، نو انشاالله زه په دې يقين لرم چې ددې بې امنيو علاج به ډېر ژر وشي. پر مخالفينو باندې د

دين، شريعت او د قانون د حکم تطبيقول، دا تر زياد حده پورې، بلکې تر پايه پورې ددې ورانکاريو مخه په ډېره ښه توګه نيولى شي. که موږ ته خداى زمينه مساعده کړه، موږ په دې باور يو، چې يو واضح پروګرام له خاص جديت او قاطعيت سره او پر مخالفينو باندې د موجوده جزايي قوانيو تطبيقول به انشاالله چې د ناامنۍ لمن ټوله کړي.

پوښتنه: تاسو وويل، چې د دوست او دښمن تعريف نه دى شوى، تاسو به څنګه دوست او دښمن سره بېلوئ؟

ځواب: دا ډېره اسانه ده، ممکن اوس ځينې شيان تاسو ته په دې خاطر ونه شم ويلى ، چې موږ ډېر دښمنان لرو. زموږ پروګرامونه بايد مخکې له مخکې، څوک کشف نه کړي او د هغه په مقابل کې د هغه ضد پروګرامونه جوړ نه کړي. خو له موږ سره داسې پلانونه او پروګرامونه شته، انشاالله دلته چې په ټولنه کې څوک ګرځي، هغوى به پوهېږي چې ددې ملک دوست او دښمن څوک دى؛ دې ملک ته مخلص څوک دى، خرڅ شوى او پردى څوک دى. په هغه صورت کې به انشاالله چې د ورانکريو زمينه ډېره تنګه او محدوده شي او په داسې خلاص لاس به څوک ددې ملک پرخلاف عمل و نه شي کولى.

پوښتنه: انګېرنه دا ده، چې د امنيت د تامين لپاره د دولت له وسله والو مخالفينو په ځانګړي ډول طالبانو ا

و حزب اسلامي سره د سولې خبرې مهمې دي، تاسو به له دوى سره څنګه چلند غوره کوئ، له هغوى سره به د سولې خبرې تر کومه جاري ساتئ او ترڅو به د سولې غږ کوئ؟

ځواب: يوه سوله ده او يو نصيحت دى، لارښوونه ده او متوجه کول دي. موږ که طالب سره غواړو، چې مشکل حل کړو يا نورو وسله والو مخالفينو سره، هغوى ته بايد لاره وښيو، هغوى ته بايد نصحيت وکړو او راتلونکو کارونو ته يې متوجه کړو، چې راشئ او د پردو په لمسون خپل ملک مه ورانوئ او له خپلو وطنوالو سره يو ځاى ژوند وکړئ؛ که کوم مشکل لرئ، ډېر په انساني  شکل يې دلته له دولتي مراجعو سره مطرح کړئ.

او يوه د سولې خبره ده، زموږ د سولې خبره له طالب سره نه ده؛ زموږ

 د سولې خبره له نورو وسله والو مخالفينو سره نه ده. سوله که مطرح کېږي، ددې کشمکش د اصلي جهتونو په منځ کې مطرح کېږي. دلته طالب، د يوه اصلي جهت په حيث مطرح نه دى متاسفانه، متاسفانه. او طالب هم په دې پوه دى چې زه د يوه اصلي جهت په حيث په دې کشمکش کې مطرح نه يم ، متاسفانه زموږ له دې وطنوالو څخه د ابزارو او وسايلو په توګه استفاده شوې ده. اصلي جهت ددې کشمکش او ددې مخالفتونو بل څوک دي، چې هغوى د سياسي او يا نورو ملحوظاتو له لارې ځان ښکاره کولى نشي چې هغوى سره موږ کښينو چې راځئ موږ سره په څه جنجال لرئ؟! راځئ خبره مطرح کړئ چې پر هغې بحث وکړو او بيا نتيجې ته ورسېږو. نو سوله به له دوى (طالبانو) سره په څه ترتيب کېږي، تاته يو څوک په لاره کې دروي او وايي چې دا په ډبرو ووله، نو ده سره به ته څنګه سوله کوې، سوله خو هغه چا سره کېږي ، چې دى يې درولى دى او کاڼي يې په لاس کې ورکړي دي او ورته يې ويلي چې څوک تېږي پرې ګوزارونه کوه.

پوښتنه : اصلي جهتونه څوک دي؟ او تاسو څنګه ويلى شئ چې طالبان د نورو د لاس الې دي؟

ځواب:  نو چې د نورو د لاس الې ونه اوسي، دا دقيق پروګرامونه، دا دقيق وسايل او دا دقيق امکانات، دا د ورځې نوې ماډل ماينونه دا شيان له کومه کوي!؟ دوى په تور غره کې فابريکه ددې شيانو لري، په سپين غره کې يې لري او که په کوم بل ځاى کې يې لري!؟ دا ټوله واضح خبره ده، اوس دنيا په دې باندې ګواه ده، چې دوى له بهر څخه اکمال کېږي، مالي امکانات ورته برابرېږي. دا واضح خبره ده، اخر به هغه خلک ځان ښکاره کړي او وبه وايي ، چې دا موږ يو او له تاسو سره دغه مشکل لرو؛ بيا به موږ ورته ووايو ، راځئ چې خبرې وکړو. خو زموږ اساسي مشکل تر کومه چې زه فکر کوم، دا  حالات پر موږ داسې راغلل  چې بيوزلي شو، ناتوانه شو، پر ناتوان باندې هرڅوک بريد کوي. خداى دې دا توفيق راکړي چې موږ پر خپلو پښو ودرېږو، بيا به موږ ته څوک د مکر په کږه سترګه نه شي راکتلى.

پوښتنه: کېداى شي، ددې جهتونو په اړه ووايئ چې دا جهتونه کوم دي؟

ځواب: خير، ته هم پرې پوهېږې، زه هم پرې پوهېږم، اوس مصلحت ددې ايجاب نه کوي، چې موږ پرې غږ وکړو،  چې راووځه د دېوال له شا، هغه به خپله راووځي، اخر به راووځي.

پوښتنه: تاسو که بريالي کېږئ، نو له دې جهتونو سره به څه کوئ، خبرې به کوئ؟

ځواب: بالکل زموږ معامله خبرې دي. سوله هېڅوک نشي ردولى، سوله يوه ديني وجيبه او مسووليت دى او زموږ دا خلک چې فعلا د بل چا له خوا هڅول کېږي، انشاالله موږ به تلاش کوو، دوى په دې قانع کړو، چې د بل چا له خوا او د بل چا د اهدافو د ترسره کولو په خاطر ورانکاري ونه کړي او که په خبره نه قانع کېده، نو ترتيبات به داسې ورته ونيسو ، چې دوى له دې کاره لاس واخلي.

پوښتنه: دا ترتيبات به څه وي؟

ځواب: خو بيا به هم زه همغې خبرې ته راشم، چې اوس ټولې خبرې نه شو افشا کولى.

پوښتنه: که ستاسو هدف د افغانستان د جګړې اصلي لورى پاکستان وي؛ نو د افغانستان حکومت يو ځل وويل، چې د طالبانو پرځاى به له پاکستان سره خبرې وکړي او تل يې ويلي ، چې پاکستان ددوى ملاتړ کوي، خو ددې هڅو نتيجه هم مثبته نه وه، دا هڅې ولې ناکامه شوې، تاسو به څه کوئ؟

ځواب: اول خو انتخاب د وخت ډېر مهم دى. که دنيا غوښتلى چې دلته رښتيا سوله ټينګه شي او امنيت راشي، مناسب وخت د خبرو، هم له وسله والو مخالفينو او هم له هغو اړخونو سره ،چې وسله وال مخالفين اکمالوي، د طالبانو د نظام تر سقوط وروسته وو. هغه وخت کې که دا خبرې مطرح شوې واى، دا سوله او دا امن په يوه مياشت کې تامين کېده. هغه وخت مخالفينو اوسني شرطونه نه درلودل، هغه وخت کې په عادي ډول هغوى اماده و، چې څوک ورته څه ونه وايي، دلته ژوند وکړي. دا خبره وځنډول شوه ، ترڅو چې وسله وال  مخالفين بېرته په پښو ودرېدل، دې وخت کې مطرح شوه. په دې وخت کې طبعا هغوى ځان ته شرايط لري، څومره چې قوي کېږي، هغومره يې شرايط سختېږي. څومره چې ځان نيسي هغومره يې وضع بدلېږي.

دويمه خبره دا ده، ترڅو چې د سولې اصلي جهتونه تشخيص نشي، رامنځته نشي او په کوم شي چې کشمکش روان دى، هغه واضح ميدان ته وړاندې نه شي ، چې دا جګړه په دې خاطر روانه ده، تر هغه وخته پورې د سولې خبرې، هلې ځلې، هغسې چې مطلوبه او مناسبه ده، ترې لاس ته نشي راتلاى. نو زما بيا هم تاکيد پر دې دى ترڅو چې د کشمکش اصلي جهتونه څرګند نشي او هغه موضوع چې دشخړې او جګړې ده څرګند نشي او پر هغې خبرې ونشي، نو تر هغه وخته موږ مطلوبې نتيجې ته نشو رسېداى.

پوښتنه: دا موضوع تاسو ته څرګنده ده ؟

ځواب: زه ددې ملک يو بچى يم، ترڅو پورې چې خداى ماته قدرت راکړى، پرې پوهېږم چې مرض کوم ځاى کې دى او څنګه يې علاج وشي.

د امنيتي ځواکونو تجهيز

پوښتنه: د امنيت په برخه کې د افغانستان د امنيتي ارګانونو

 پياوړي کول ډېر رول لري، نو ددې ځواکونو د پياوړتيا لپاره به څه کوئ، ځکه نيوکې دي چې په تېرو دوولسو کلونو کې د افغانستان پوځ په درنو وسلو سمبال نه شو، هوايي ځواک رامنځته نشو، تاسو به دا امکانات څنګه برابروئ، دې برخې ته به مو توجه څومره وي؟

ځواب: اول خو بايد زه دا خبره وکړم ، چې زموږ امنيتي ارګانونو، د هېڅ ممکن عمل څخه ددې ملک د دفاع او امن کولو په خاطر درېغ نه دى کړى او هېڅ شى يې نه دى سپمولى، کور دې ودان وي، زه شاباس ورته وايم. خداى دې نور هم دا توفيق ور په برخه کړي.

زموږ اردو پخوا له دې چې، موږ په ټانګونو خبرې وکړو، په الوتکو او توپونو خبرې وکړو او په عسکري درنو تجهيزاتو خبرې وکړو، زموږ اردو اول او تر ټولو دمخه دې ته اړتيا لري ، چې دا ملت يې د ملي يووالي تر شعار لاندې، د امنيتي ځواکونو تر شا ولاړ واوسي. لوى اطمينان او لوى قوت، زموږ امنيتي ځواکونو ته دا ده، چې زموږ ولس په يوه غږ او يوه زړه ددې تر شا ولاړ واوسي، دا دوى ته ډېر قوي مورال ورکوي. دويمه خبره دا ده چې زموږ امنيتي ځواکونه د ولس له خوا تشويق شي. ددوى د قربانۍ درناوى وشي او دوى هم دا احساس وکړي ، چې په مقدسه وظيفه کې بوخت دي او دين، ملت او ملک په دفاع کې دي. بيا ورپسې زما په عقيده دې کار ته تلاش پکار ده چې موږ ددې امنيتي ځواکونو د تقويې لپاره کورني منابع وهڅوو، له خپلو طبيعي زېرمو او داخلي امکاناتو څخه استفاده وکړو او دا امنيتي ځواکونه له دې لارې په پښو ودروو، ځکه چې وايي پردى کټ تر نيمې شپې دى. اوس خو موږ سره دنيا کمک کوي، تر اوسه يې کړى او آينده کې هم ممکن کومک وکړي، خو داسې ورځ موږ غواړو دې ملک ته زموږ د احتياج لاس له دې خلکو رالنډ شوى وي او په خپلو امکاناتو خپله اردو په پښو ودروو او بل دا، که موږ غواړو چې امنيتي ځواکونه بالفعل او په رښتيا ډول لکه 

څنګه چې ملي دي، لا ملي شي، نو د عسکرۍ مکلفيت نظام بايد بېرته راژوندى کړو، ترڅو هرڅوک چې دوه ويشت کلنۍ ته رسېږي، عسکري وکړي او د خپل ملک په دفاع کې سهم واخلي. په دې ترتيب بيا له دې ټول ولس څخه يو پوځ جوړېږي. ځکه د ولس ټول ځوانان به دوه دوه کاله په دفاع او تامين د امنيت کې روزل کېږي، لکه د پخواني شاهي نظام په څېر، کوم وخت چې به ضرورت شو، احتياط به يې راوغوښتل او احتياط ته به هغه خلک راتلل چې ټول به پخوا روزل شوي وو.

نو په دې ترتيب موږ داسې يوې مرحلې ته رسېږو ، چې دا ټول ولس ددې ملک دفاع او تامين د امنيت ته چمتو وي. نو تفصيل کې بيا ډېرې خبرې دي، چې څنګه کېداى شي چې دا اردو بيا په خپلو پښو ودرېږي.

پوښتنه: د افغانستان جګړه ييز حالت ته په کتو اوس مهال له امريکا سره د امنيتي تړون او د بهرنيو پوځيانو د پاتې کېدو خبرې روانې دي، ځېنې دا د افغانستان اړتيا بولي او بل خوا مخالفين دا کار د خپلې جګړې د توجيه لپاره کاروي، تاسو د بهرنيو پوځيانو پاتې کېدل اړين بولئ؟

ځواب: په دې کې به زه لنډ ځواب تاسو ته ووايم، ډېر به تفصيل ته نه ځم. زه ددې ولس يو فرد يم، تاسو هم ددې ولس يو فرد ياست، د ولس نمايندګان د لويې جرګې په خېمه کې راټول شوي وو، هغوى خپله پرېکړه کړې، خپله مشوره يې ورکړې ده، اړتياوې يې سنجولي، نو له دې وروسته چې د ولس په نمايندګۍ لويې جرګې، خپله پرېکړه کړې او مشوره يې ورکړې، بيا ضرورت ددې نشته چې افر

اد په دې خبرې وکړي.

اداري فساد

پوښتنه: څه موده مخکې يوې نړيوالې سروې يوځل بيا افغانستان د هغو درېيو هېوادونو په کتار کې راوست،  چې ډېر په فساد ککړ دى، د فساد ضد پاليسي مو څه ده، څنګه به اداري فساد له منځه وړئ؟

ځواب: د اداري فساد له منځه وړل هم  ځان ته خاص، روښانه او واضح پروګرام ته ضرورت لري. اول يې بايد عوامل تشخيص شي، چې کوم عوامل دي، کوم اسباب دي چې اداري فساد ته يې زمينه مساعده کړې! دا بايد له بېخه وويستل شي، دا خو وقايوي، پروګرام دى چې څنګه يې لاملونه تثبيت او شنډ شي ، چې نور فساد رامنځته نشي. بل موجوده فساد او مفسيدين دي، له دوى سره دقيقه محاسبه پکار ده. مکافات او مجازات او پوښتنه په کار ده ، چې دا دې له کومه کړي دي؟ په دې کې حضرت عمر رض مشهوره خبره لري، چې له خپلو، واليانو او کارمندانو به يې پوښتنه کوله ، چې دا دې له کومه کړه؟ دا خبره يو فورمول دى. د فساد پر ضد د مبارزې بنياد او اساس له دې خبرې پيلېږي. که موږ دې معامله کې صادقانه کار وکړ، چې دا دې له کومه کړه، نو بيا د فساد مخه نيول کېږي، مفسد په خپل ځاى کېنول کېږي او ضعف د ظرفيتونو، کم تجربه ګي او د ناپاکه او کم ظرفيته خلکو ګومارل يې يوه سلسله نور عوامل هم دي، چې که دا لرې شي، پاک او نېک خلک وګومارل شي او بيا کنټرول او دقيقه محاسبه موجوده وي، انشاالله چې د فساد مخه نيول کېږي او بيا د فساد پر ضد مبازره خو  زموږ له نظره ديني ريشه لري.

پوښتنه: استاده په همدې مسئلې تم کېږو، په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد خبره کېږي، داسې راپورونه هم شته ، چې د همدې فساد له امله خلک د خپلو قضيو د حل لپاره د طالبانو محکمو ته ورځي، تاسو به دا ارګان څنګه له فساده پاکوئ؟

ځواب: عدلي ارګانونه هم ددې ټولنې برخې دي. په دې کې شک نشته چې دا مرض (فساد) په مختلفو ارګانونو کې موجود دى، خو په دې کې قضايي او عدلي ارګانونه اساسي رول لوبولى شي. هغوى که په ټينګ عزم او قاطعيت سره په دې کې عمل وکړي، بنياد د کارونو ددوى په فيصلو باندې تينګېداى شي. خداى دې دوى ته توفيق ورکړي چې دوى په قاطعيت سره د مفسدينو پر خلاف عمل وکړي او د فساد د ټغر پر ټولو لاس پورې کړي. د رهبري هيئت په سر کې چې څوک ځاى لري ، عالم سړى دى، دانشمند او پوه سړى دى. ښه تغييرونه يې راوستي، ښه پروګرامونه يې پيل کړي دي، خداى دې توفيق ورکړي، چې دا پروګرامونه عملي کړي او تر اخرو واحدونو چې دوى پورې مربوط دي دا اصلاحات وغځوي. که دوى په دې وتوانېدل، نو په دې پوه شه، چې نورو ادارو کې د فساد ګراف هم ټيټېږي.

استاد سياف

پوښتنه: بل له قانون څخه د معافيت مسئله ده، پر زورورو قانون نه پلى کېږي، خو پر کمزوري پلى کېږي، د هېواد مشر مسووليت لري، چې قانون پر ټولو عملي کړي، تاسو به په دې برخه کې څه کوئ؟

ځواب: په دې اړه موږ سره قوي عزم موجود دى. د قانون پلي کېدل زه دې ته وايم چې له کمزوري وړاندې پر زورور تطبيق شي. هغه د حضرت ابوبکر رض د خط مش  په څېر چې خلکو ته يې ويلي وو، ستاسو قوي به زما پروړاندې ضعيف وي، ترڅو د نورو حق ترې واخلم او ستاسو ضعيف به ماته قوي وي، ترڅو يې چې حق له نورو واخلم، نو دا به زموږ کړنلاره هم وي... اوس د زورمندۍ معامله ډېره راکوزه شوې ده، دا چې په زورمندانو باندې قانون سم نه تطبيقېږي، دا شته. ظروف او شرايط تر اوسه پورې هغې مرحلې ته نه دي رسېدلي، چې بالکل په ټولو باندې يو شان تطبيق شي، خو کار روان دى، اميدوار يو که موږ ته زمينه د خدمت مساعده شوه، چې اول يې پر ځان باندې عملي کړو او بيا يې پر نورو خلکو.

پوښتنه: استاده له همدې مسئلې سره د حکومت جوړښت يو څه اړيکه لري، تاسو څنګه جوړښت په پام کې لرئ، ځکه ويل کېږي چې په اوسني حکومت کې تر ډېره قومي معيار په پام کې نيول شوى، ستاسو معيار به څه وي؟

ځواب: زه د وېش طرفدار نه يم، مګر د ملي مشارکت پلوى يم. فرق ددې دواړو دا دى ، چې ملي مشارکت کې دا په پام کې نيول کېږي ، چې ټول مليتونه او ټول اقوم چې دلته دي، په نظام کې په داسې ډول شريک واوسي ، چې ظرفيت تر پښو لاندې نه شي. کفايت او اهليت تر پښو لاندې نه شي. يعنې موږ ملي مشارکت په نظام کې غواړو او ددې ترڅنګ دا هم غواړو، چې د کفايت ، اهليت او د ظرفيت رعايت هم پکې وشي. 

اقتصادي وده

پوښتنه: د افغانستان د خود کفا کېدو په برخه کې، ددې لپاره چې د نورو پروړاندې پياوړى دريځ ولري، قوي اقتصاد ته اړتيا لري، نو د اقتصادي پراختيا لپاره او ددې لپاره چې پر ځان بسيا وي، تاسو به کوم کارونه کوئ؟ 

ځواب: په اول قدم کې اقتصادي انکشاف امنيت ته اړتيا لري. که سوله نه وي هېڅ کار نشي کېداى. که امنيت نه وي کروندګر خپل پټى نشي کرلى، انجنير سړک او بند نشي جوړولى او په همدې ترتيب نور وګڼه. دويم، اقتصادي انکشاف د فساد د لمنې ټولولو ته ضرورت لري. مالي فساد او اداري فساد چې موجود وي، د اقتصادي ودې او پراختيا مخه نيسي او همدا دواړه (ناامني او مالي او اداري فساد) لامل ددې شوي، چې سرمايه له ملک څخه وتښتي، اکثرو سرمايه دارانو خپلې سرمايې له ملک څخه ويستلي، يا يې پټې ساتلي دي، په خپلو سرمايو ډارېږي. که زمينه ورته مساعده شي، دا پيسې بېرته دلته وکارول شي، دا به ډېر مهم رول په اقتصادي انکشاف کې ولري. حتى بهرني سرمايه ګذاران به هم دې ته تشويق شي، چې راشي دلته خپلې سرمايې وکاروي. له دې علاوه، زموږ او ستاسو طبيعي زېرمې نه دي کارول شوي، که موږ وشو کولى، ددې ملک له طبيعې زېرمو په مناسب ډول استفاده وکړو، له معادنو او پرېمانه اوبو څخه چې بهر ته روانې دي، استفاده وشي او په زراعتي برخه کې ددې ملک له ځمکې څخه سمه استفاده وکړو، انشاالله چې دا ملک به ډېر ژر په پښو ودرېږي. خو د ټولو لپاره اساسي شرط امن دى.

ښوونه او تحصيل

پوښتنه: د ډېرو په باور په افغانستان کې بېسوادي، ددې لامل شوې، چې يو شمېر ځوانان په تشو ژمنو تېر ويستل شي او د خپل هېواد پر ورانولو لاس پورې کړي، تاسو به د تعليم په برخه کې په مشخص ډول څه کوئ، څه پروګرام لرئ؟

ځواب: په دې کې شک نشته چې په تعليم کې ډېر کار شوى دى. وروسته له دې چې مکتبونه ړنګ شوي وو، د تعليم او تربيې چوکاټ ړنګ شوى وو  او تر طالبانو وروسته له صفره شروع شو، ډېر کار شوى. په کمي لحاظ ډېر کار شوى. په ميليونو ماشومان ښوونځيو ته ځي سره له دې چې ګواښونه شته، معلم، مدير او شاګردان وژل کېږي؛ خو په کيفي لحاظ نور ډېر کار ته ضرورت دى، چې معارف او تحصيلي موسسې په پښو ودرېږي. دا البته يو طبيعي کمبود دى، دا د اهمال په نتيجه کې نه ده، دا وخت ګير او زمانګير دى، چې موږ مناسب کدرونه او ظرفيتونه ولر، چې د کيفيت له نګاه هم معارف او د تحصيلاتو موسسې په پښو ودروو.

مالي اسانتياوې

پوښتنه: د حکومت د پروګرامونو د پلي کولو لپاره د مالي اسانتياوو برابرول مهم دي، افغانستان تر ډېره پر بهرنيو مرستو ولاړ دى، که دا مرستې نه وي، نو مالي امکانات به څنګه تامينوئ؟

ځواب: د خودکفايۍ لپاره بايد سر له اوسه کار وکړو، خودکفايي له دوو درکونو راتلاى شي. يو دا چې خپلې منابع او طبيعي زېرمې، ثروتونه څنګه په کار واچوو او بل دا چې اضافي او بې ځايه مصارف بند کړو او د فساد او خورد و برد مخه ونيسو. که موږ له دواړو جهتونو کار واخلو، نو انشاالله چې له دومره ډېر وژونکي مشکل سره به مخ نشو.

د بيان آزادي او د ښځو حقونه

پوښتنه: کوم څه چې دې حکومت په تېرو دوولسو کلونو کې له خپلو لاسته راوړنو بللي د بيان آزادي  او د ښځو حقونو ته پام دى، تاسې به د ښځو حقونه څنګه خوندي کوئ او ايا د بيان آزادي به په همدې ډول ساتئ، که به ورته نور اصول وضع کوئ؟

ځواب: لکه څنګه چې ليدل، اورېدل او ګرځېدل د انسانانو طبيعي حقونه دي، همداسې بيان هم د انسانانو طبيعي حق دى،خو له دغو حقوقو څخه د استفادې او سم تنظيم په خاطر دين ځانګړي اصول او اساسات لري او حتى بله ټولنه هم خپلو قوانينو کې ددې لپاره څه اصول، ضوابط او څه اساسات لري. د مثال په توګه، ته غوږ لرې اورېدل ستا طبيعي حق دى، خو د چا اسرار نه شې اورېدى، دا دين منع کړي دي. همداسې ته ګرځېداى شې، خو ممنوعه مناطقو کې نشې ګرځېداى. ژبه هم همداسې ده. زه او ته حق ويلي شو، بلکې واجب ده راباندې چې حق ووايو، خو د يو چا شخصي اسرار نشو فاش کولى، د يو چا غيبت نشو کولى، دا دين حرام کړي دي. يعنې په عامه توګه کولى شم چې ووايم، په دين کې ازادي د بيان محفوظه ده. څوک چې له حق څخه ساکت دى، هغه ته پيغمبر ص ګونګ شيطان ويلى او څوک چې د جابر او ظالم سلطان پر خلاف د حق خبره وکړي، هغه ته ډېر غټ جهاد ويل شوى، اما ددې تر څنګ د بيان ازادي بايد په چوکاټ کې وي.

پوښتنه: اوسنى حالت څنګه ارزوئ؟

ځواب: اوسنى حالت، په دې کې شک نشته، چې د بيان د ازادۍ لپاره يو ډېر لوى چوکاټ اېښودل شوى دى، چې هرڅوک کولى شي، هرڅه ووايي؛ لېکن يو تعداد خبرې قابل د کنټرول دي. هغه خبرې چې د ملک د منافعو پر خلاف دي، د پرديو په ګټه تمامېږي، ملک د ناامنيو خواته بيايي او هغه خبرې چې له اسلامي ادابو سره برابرې نه دي ، د نورو بيان خدشه دار کوي او د نورو ازادي تر پښو لاندې کوي، بايد کنټرول شي.

د ښځو حق ثابت دى. دومره حق چې اسلام ښځو ته منلى، نورو نظامونو کې نه دى منل شوى. منتها تفاوت يې دا دى اسلام ښځو ته حق، له عفت، عزت او ابرومندۍ سره يوځاى تثبت کړى دى. د کار، تعليم او تحصيل حق يې ورکړى دى. ښځو ته اسلام ډېر زيات حقونه تثبيت کړي، خو متاسفانه دوى ترې پوره نه دي برخمن شوي. کله، کله بعضې عادات او تقاليد پر دې حقونو تېرى کوي. کله، کله، بعضې ناپوهه، متکبر انسانان پرې تېرى کوي، او کله نور عوامل پرې تېرى کوي. غير له دې چې ښځه محترم موجود ددې جامعې دى، ښځه اساسي بنسټ ددې ټولنې ده، د ښځو د حقونو د حفاظت او احياء په لاره کې او د ښځو د حقونو د ورکولو په لاره کې، انشاالله که زمينه د خدمت مساعده شوه، موږ به په دې رابطه  ډېر اوچت ګامونه واخلو.

پوښتنه: څوک چې د ښځو پر حقونو تعرض کوي، ستاسو قاطع اقدام به څه وي؟

ځواب: يو مثال به درته ووايم، هغه بله ورځ په هرات کې د يوې ښځې پوزه او شونډې د مېړه له خوا پرې شوې وې. زه وايم چې دولت بايد دا سړى ونيسي او د قرآن صريح حکم دى ، چې پوزه يې بايد پرې شي. دا د کوم عالم يا مجتهد قول نه دى، دا د قرآن صريح نص دى، که چا د چا غوږ پرې کړ، غوږ يې بايد پرې شي او په همدې ډول سترګې، پوزه، غاښ او نور. که دا احکام او قانون تطبيق شي، د تېري کوونکو لپاره به هېڅ مجال ددې نه وي، چې بيا داسې اقدام وکړي. بل څوک که دا وګوري، بيا به جرئت ونه کړي ، چې د ښځو پروړاندې داسې اقدام وکړي.

انتقالي عدالت

پوښتنه: استاده د انتقالي عدالت د پلي کولو په مسئلې کې مو دريځ څه دى، تاسو به انتقالي عدالت پلى کړئ؟ او بل دا چې د ولسي جرګې ١٣٨٥ کال د بښنې او سولې مصوبه چې له مخې يې په کورنيو جګړو ښکېل کسان تر عدلي تعقيب لاندې نه نيول کېږي، ساتئ که لغو کوئ؟

ځواب: دلته دوه خبرې دي، يو خو کوم شى چې ولسي جرګې تصويب کړى وي، څوک ددې حق نه لري چې په شخصي انداز په هغه کې تصرف وکړي او تغيير ورکړي او بله دا چې موږ کلک طرفدار د عدالت او تطبيق د عدالت يو. خو عدالت د اتهام پر بنياد نشي راتلاى. عدالت ددې ايجاب کوي ، چې له ابتدا څخه بې طرفانه او عادلانه څېړنه شوې وي. عدالت بايد له همغه ځايه مطرح وي، بې طرفانه جهتونو څېړنې کړې وي، د جګړې له ښکېلو طرفونو سره هېڅ ډول حزبي، قومي، سياسي او نور ګروپي تړاو ونه لري ، ځکه وروسته د قاضي حکم د همغې پر بنياد وي. چې دا څېړنه له ابتدا څخه ترتيب او تنظيم شي او راپور ترې جوړ شي، ادعا جوړه شي، بيا له دې څخه قاضي کولى شي ، چې د هغې پر بنسټ عادلانه قضاوت وکړي. او کنه چې له ابتدا څخه بې طرفانه څېړنه نه وي شوې، نو بيا قاضي نشي کولى چې عدالت تامين کړي. موږ طرفدار ددې يو چې عدالت تامين شي، خو له ابتدا څخه او  د شخړې د پيدا کېدو د څرنګوالي له پيل څخه، چې جګړې له کومه پيدا شوې؟ عوامل يې څه وو؟ چا پيدا کړې؟ چا دوام ورکړ؟ له هغه ځايه بې طرفانه پيل شي ، بيا سړى ويلى شي، چې اوس انتقالي عدالت، د عدالتي بنسټونو پر بنا دلته تامين کېداى شي او پرته له دې، چې ته پر تحقيق شکمن واوسې، په راپور جوړلو او د دوسيې په تنظيمولو کې شکمن واوسې، نو بيا به د شک پر بنسټ عدالت څنګه تامين شي.

پوښتنه: تاسې به ددې بې طرفانه او عادلانه څېړنې لپاره اقدام کوئ؟

ځواب:  د هر دولت مکلفيت دا دى، چې قضايا عادلانه وڅېړي او عدالت تامين کړي. ما هغه بله ورځ په يوه سيمينار کې وويل، که موږ د راپورونو له مخې ولولئ  او ومو پېژنئ ، شايد يوه ډېره توره څېره درته معلومه شم. او که يو چا سره له نږدې ژوند وکړې، له نږدې يې وپېژنې، فکر، عمل او نظر يې وپېژنې، بيا به دې قضاوت ډېر تغيير وکړي. نو موږ په مختصر ډول بالکل طرفدار دعدالت يو، خو په عادلانه بنسټونو باندې ولاړ قضاوت.

بهرنى سياست

پوښتنه: تاسو به له ګاونډيو هېوادونو سره څنګه اړيکې ساتئ، اوس په نړيواله کچه، امريکا د افغانستان ستراتيژيک ملګرى هېواد دى، خو ايران يې ګاونډى دى، ددوى ترمنځ به څنګه تعادل ساتئ او ستاسو بهرنى سياست به پر کومو اصولو استواروي؟

ځواب: له امريکا سره به هم زموږ اړيکې  ددې ملک د مصالحو او منافعو پر بنياد وي، له ګاونډيانو سره هم. موږ ګاونډيانو سره هم نېک علايق غواړو، خو په متقابل احترام او د متقابلو حقونو په رعايت سره. اسلامي ملکونو او د دنيا له ټولو ملکونو سره غواړو، چې نېک او دوستانه روابط ولرو، خو دې روابطو کې به هميشه دا دوه اصله مطرح وي. يو ددې ملک مصالح او منافع او دويم د متقابلو حقونو عادلانه او برابر رعايت، دا دوه اصله به په نظر کې وي، موږ ټولو سره نېک روابط غواړو.