Data Gathered Date: 

Tuesday, November 5, 2013 - 11:00

د فارياب ډېرى استوګن چمتو دي، چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي، خو له نا امنۍ او وزګارتيا شکايت کوي او د دغو ستونزو د حل غوښتونکي دي.
فارياب ولايت ١٤ ولسوالۍ لري، چې د پلازمېنې کابل په ٨٠٠ کيلومترۍ کې پروت دى. ولايتي شورا يې ١٥څوکۍ لري، چې ٤ يې ښځو ته ځانګړې شوې دي.
غورماچ ولسوالي پنځه کاله وړاندې له بادغيس را بېله او د فارياب په تشکيلاتو کې داخل شوې، خو اوس يې هم اويا سلنه برخه د طالبانو په واک کې ده، د دې تر څنګ د المار، قيصار، پښتونکوټ او دولب اباد ولسوالۍ هم د دغه ولايت له نا امنو سيمو شمېرل کېږي، چې د خلکو اندېښنې يې زياتې کړې دي.
محصل: د سر په بيه هم په ټاکنو کې برخه اخلم
د رشاد په نوم د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سياسي علومو څانګې د دويم کال محصل او د ګرزيوان ولسوالۍ اوسېدونکى شهزاد حکمتي وايي، غواړي د راتلونکي کال په ټاکنو کې برخه واخلي، خو له امنيت او د نوماندانو د وعده خلافۍ په اړه اندېښنه لري.
هغه زياته کړه: ((له تېرو تاکنو خاطرې لرم، ډېرو ته د رايې ورکونې د سر او ګوتې پرېکدو په بيه تمامه شوه، خو که له دې سره سره د سر په بيه هم وي، نو په دې ملي پروسه کې ګډون کوم.))
 دغه محصل د ټاکنو د روڼوالي په اړه هم وېره لري، ځکه په وينا يې چې ځيني بهرنۍ کړۍ له خاصو کانديدانو ملاتړ کوي، لکه څرنګه چې په تېرو ټاکنو کې لاسوهنه وشوه، د خلکو په حق کې جفا وه، بيا هم چې هر څنګه وي، ټاکنې دې ترسره شي.
زده کوونکى: خلک د رايې ورکونې مرکزونو ته نه شي ورتلى
د ميمنې ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکې امينه مخلص زاده، چې د کوهيخانې په نوم د نجونو لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکې او د دغه ولايت د مدني ټولنې شبکې د مديره پلاوي غړيتوب هم لري، وايي، چې خپله رايه داسې چا ته ورکوي، چې ټولنيز عدالت، ښوونې روزنې، د مدني ټولنې پياوړتيا او د افغانستان ثبات ته هڅې وکړي.
دې زياته کړه، چې په فارياب کې همد اوس د نا امنۍ، د وسله والو او دولت نښتې، ځانمرګي، د ځايي شخصيتونو ترور او د کوڅه ډبو ډلو ډېرښت په ميمنې ښار کې ليدل کېږي، چې له همدې امله به ممکن په ټاکنو کې برخه وانه خلي.
مخلص زاده له راتلونکي ولسمشره وغوښتل، چې د ملي يووالي، د هېواد لوړو ګټو او سولې د خونديتوب په برخه کې پاملرنه وکړي.
کوچى: رايه به داسې کس ته ورکوم، چې د مالدارو او کروندګرو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ د شور دريا سيمې اوسېدونکى کوچى جنت ګل وايي، چې د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته د هرات د کډوالو په پنډ غالي کې ژوند کوي، خو کله چې نوى حکوت راغى نو خپلې مېنې ته راستون شوى او په مالدارۍ بوخت دى.
ده زياته کړه، چې په تېره يوه لسيزه کې د مالدارۍ د ودې له امله د کوچيانو ژوند بدلون کړى، خو وروستيو وچکاليو او نا امنيو د دوى ستونزې زياتې کړې، چې له امله به يې بېرته وطن پرېښودو ته اړ شي.
کوچي زياته کړه: ((دولت اباد ولسوالۍ په يوه نا امنه سيمه بدله شوې، هر ورځ د دولتي ځواکونو او مخالفينو تر منځ خونړۍ نښتې کېږي، اړ يو چې د ځان خونديتوب له امله بل ځاى ته کډه شو.))
نوموړي زياته کړه، چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته انتظار دى، و به ګوري، چې امنيتي وضعيت کوم خوا ځي، که امنيت ښه نه شي، نو اړ دى، چې خپل څاروي وپلوري او د خپلې کورنۍ او ځان د خونديتوب لپاره د هېواد يوه امنه سيمه د استوګنې لپاره غوره کړي.
ده وويل، که نا امني وي نو په ټاکنو کې به برخه وانه شي خيستلى، خو که چېرته دولت ورته امنيت سم کړي، نو هغه نوماند ته به رايه ورکړي، چې د دوى د مالدارۍ او کرنې برخې ته ځانګړې پاملرنه ولري.
ترکاڼ: په تېره لسيزه کې مې ښې لاسته راوړنې درلودې
د ميمنې ښار يو اوسېدونکى سيف الله وايي، چې د ځوانۍ له پيله يې په ترکاڼۍ پيل کړى، خو په وروستۍ لسيزه کې يې ښې لاسته راوړنې درلودې، پخوا يې برېښنا نه درلوده، په لاسي وسايلو يې کار کاوه، خو اوس له برېښنايي سامان الاتو کار اخلي، چې هم يې کيفيت ښه شوى او هم يې د صنعت په کميت کې خورا زيات تفاوت راغلى دى.
ده په خپل ولايت کې له شته امنيته خوښي وښوده، خو له امنيتي چارواکو يې په ولسواليو او مرکز کې د لا زياتو هڅو غوښتنه وکړه. دغه کسبګر وويل، چې د راتلونکي کال په ټاکنو کې برخه اخلي او خپله رايه به داسې کس ته ورکړي، چې صادق وي، د امنيت ترڅنګ وطن ته خدمت وکړي، کلينيکونه او ښوونځي جوړ کړي.
د لېسې مدير: راتلونکې ټاکنې په نېک پال نيسو
د ميمنې ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکى او د عربخانه لېسې مدير محمدنعيم صالحي وايي، چې خپل ٣٠ کاله عمر يې د پوهنې او هېواد د بچيانو په روزنه کې تېر کړى دى.
دغه پنځوس کلن ښوونکي وويل، چې د طالبانو د حکومت پر مهال د ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ تړلې وې، خو د نړيوالې ټولنې په مرسته د انتخابي نظام له راتلو وروسته ښوونځي بېرته پرانيستل شول، ميليونونو کسانو ښوونځيو ته مخه کړه، چې دا د افغانانو لپاره يوه نېکمرغي وه.
نوموړي زياته کړه، چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې په نېک فال نيسي، دا ځل به خپله رايه هغه چا ته ورکړي، چې اهليت او وړتيا ولري، پر ځان د خلکو را ټولولو وړتيا ورسره وي او هېواد له اوسني ناورين څخه وژغوري.
ده زياته کړه، چې له دريو زرو زيات زده کوونکي لري، تل يې پرې ټينګار کړى، چې ټول په شرايط برابر زده کوونکي دې د رايې کارت واخلي او د خپلې کورنۍ غړي دې هم وهڅوي.
ده پر امنيتي چارواکو غږ وکړ، چې د ټاکنو امنيت لپاره دې لا له وړاندې امنيتي تدابير ونيسي، څو خلک وکولى شي د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې يو عادل او خادم کس وټاکي.
مور: د ټاکنو کارت اخيستو پسې تر ميمنې پورې موټر دوه زره افغانۍ کرايه غواړي
د پشتونکوټ ولسوالۍ د خواجه موسى سيمې اوسېدونکې خديجه وايي: ((ميمنې ته د دې لپاره راغلې يم، څو له صرافۍ څخه هغه پيسې ترلاسه کړم، چې زامنو مې له ايران څخه را استولې دي.))
دا ٤٧ کلنه مېرمن، چې څلور زامن او پنځه لوڼې لري وايي، چې زامن او خاوند يې په کرکيله بوخت دي، خو پرله پسې وچکاليو او د کرنې د دوام لپاره د امکاناتو نه شتون يې دوه کورنۍ لرونکي زامن يې د اقتصادي ستونزو د حل په موخه ايران ته ولاړ شي.
خديجې د رايې کارت اخيستو او په ټاکنو کې د ګډون په اړه وويل: ((زموږ په کورنۍ کې اوه کسه د رايې کارت نه لري، زموږ خوا ته د ټاکنو دفتر نه شته، که ميمنې ته راشي، نو دوه زره افغانۍ کرايه کېږي.))
خديجې زياته کړه: ((په لومړيو ټاکنو کې مو دوستم پاچا ته رايه ورکړه، د ټاکنو په دويمه دوره کې د کلي مشران راغلل، کارتونه يې ټول کړل او لاړل، نه پوهېږم چې زموږ له خوا يې چا ته رايه ورکړه.))
د ميمنې ښار يو هټۍ وال غلام حضرت وويل، چې د مرکز امنيت ښه دى، خو دې شاوخوا سيمو د امنيت په اړه اندېښنه لري.
دغه شپېته کلن سړي وويل، چې د ١٣٩٣ ټاکنو، د ټاکنو خپلواک کمېسيون او نوم ليکنې د مرکزونو په اړه پوهاوى ولري، خلک مراجعه کوي او د رايې اخيستو کارتونه اخلي.
غلام حضرت وويل: ((رايه ورکونه مې حق ده، حتماً ګډون په کې کوم، يو داسې کس ته به رايه ورکړم، چې صادق او خادم وي، خلکو ته امنيت راولي، فساد ورک کړي او وطن ته چوپړ وکړي.))
دغه هټۍ وال زياته کړه، چې په تېرو ټاکنو کې د امنيت، اداري فساد ورکېدو او هېواد د پرمختګ په اړه ګڼې ژمنې شوې وې، خلکو ته هيله ورکړل شوې وه، چې په يوه ارام او سوکاله هېواد کې به ژوند کوي، خو له بده مرغه چې دولت پر ژمنو وفا ونه کړه، امنيت لا خراب شو، اداري فساد زيات شو، بېوزلي او وزګارتيا ملا ماتوونکې ده.
شورنخود پلورونکى: داسې نوماند ته رايه ورکوم، چې ارامي راولي
دوست محمد له خپلې شپږ کسيزې کورنۍ سره د ميمنې په ښار کې اوسي او شور نخود پلوري، ده وويل چې د افغانستان ارامي يې يواځېنۍ هيله ده.
دى له خپل ورځني عايدو نا خوښ دى او وايي، چې پخوا يې هره ورځ تر اوو کيلو پورې نخود پخول او پلورل، خو اوس چې د خلکو اقتصاد چندان ښه نه دى، نو دوه کيلو نخود پخوي او هغه هم ډېر په سختۍ پلوري.
دوست محمد زياته کړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې برخه اخلي، خپله رايه به داسې کس ته ورکړي، چې مسلمان وي، وطن ته خدمت وکړي، د جګړې لمن ورټوله کړي، ارامي راولي، کار او غريبۍ ته پاملرنه وکړي.
ده وويل، چې د رايې ورکولو کارت يې اخيستى، نورو ته هم همدا سپارښتنه کوي، دى غواړي، چې خپله رايه يوه ژمن کانديد ته ورکړي.