Data Gathered Date: 

Tuesday, November 5, 2013 - 11:00

 ميمنه(پژواک، ١١ لړم ٩٢): د فارياب ولايت اوسېدونکي په دې ولايت کې د نا امنيو پېښو د وروستي ډېرښت، د نشه يي توکو پلور او کارونې، اداري فساد زياتېدو، د قانون نه پلي کولو، فقر او وزګارتيا څخه شکايت کوي.
د فارياب اوسېدونکى فيض الله وايي، چې ددې ولايت اوسېدونکي په ځانګړي ډول ځوانان نه شي کولى د نا امنۍ له امله د ولسوالۍ له مرکزه لرې کليو ته ولاړ شي.
نوموړي وزګارتيا د ناامنۍ اصلي لامل وباله او زياته يې کړه، چې دولت په تېرو ١٢ کلونو کې د نړيوالې ټولنې له مرستو څخه په سم او متوازن ډول استفاده ونه کړه، که چېرته يې په دې مرستو وړوکې او لويې فابريکې جوړې کړې واى، نو د کار زمينه  به هم مساعده شوې وه او خلک به د مخالفينو ليکو ته نه ورتلل، غلا به يې نه کوله او په نشه يي توکو به نه روږدي کېدل.
 دا ځوان ادعا کوي:((په دولتي دستګاه کې د شته فساد له امله قاتل او مجرم نه نيول کېږي، خو ددې برعکس هغه کسان چې بېګناه او بې واسطې دي، زندانونو ته ځي او هېڅوک يې هم غږ نه اوري.))
هغه زياته کړه، چې په فارياب کې ځوانانو ته دکاري زمينو مساعدول د امنيت يواځينۍ لاره ده.
په فارياب کې يوه ښځينه فعاله رابعه دانشجو وايي، چې دولت د قانون په برخه کې کمزورى عمل کوي او نه دى توانېدلى، چې دخلکو غوښتنې پوره کړي.
دى زياتوي، چې زورواکي لا هم حاکم دي، په حقوقي قضيو کې لاسوهنه کوي، حتي ډالري معاملې کوي او خلک اړ دي، چې تر فرمان لاندې يې کار وکړي.
 د پلچراغ ولسوالۍ اوسېدونکى محمد سميع خيرخواه وايي ، چې د ولسمشر کرزي د حکومت په تېره يوه لسېزه کې دې ولسوالۍ ته هېڅ پاملرنه ، نه ده شوې او لا هم ډېرى خلک د دولت له موجوديت او قانون څخه خبرتيا نه لري.
دى وايي، چې په ولسوالۍ کې يې امنيت نه شته، په کليو کې خپلسري وسله وال حاکم دي او په خلکو هر ډول ظلم کوي، خلک اړ دي،چې دوى ته هره مياشت د عشر او زکات پيسې ورکړي، خو کله چې ونيول شي، نو بېرته خوشې کېږي.
 د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالباقي هم له امنيت او د نښلوونکو لارو له خرابوالي او وزګارتيا څخه شکايت لري، وايي، چې دکوهستان ولسوالۍ خلک له همدې ستونزو سره مخ دي، خو په وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې د خپلسرو وسله والو مخالفينو شتون د سيمې امنيت له ګواښ سره مخ کړى او خلک يې سخت  اندېښمن کړي دي.
 دى وايي، چې ياده ولسوالي د مرکز په ١٢٠ کيلومترۍ کې پرته ده، خو د لرې والي او غرنيو سيمو د درلودلو له امله هر کال شپږ مياشتې د واورو ښويېدو له امله بنده او لاره يې له مرکز سره پرې وي، چې له همدې امله خلک د اړتيا وړ توکو په برخه کې له زياتو ستونزو سره مخ وي.
 د فارياب ولايتي شورا غړې  او دخواجه سبز پوش ولسوالۍ اوسېدونکې مرمن دُر تاج وايي، چې د فارياب په کچه امنيتي وضعيت خراب دى، خلک هم د وسله والو مخالفينو او هم د دولتي ځواکونو تر فشار لاندې دي، له بلې خوا قومي او ځايي تاوتريخوالي هم په ځينو سيمو کې د بيا ژوندي کېدو په حال کې دي.
 دې وويل:((د ولسواليو په ځينو سيمو کې خلک اړ دي، چې ددولت او مخالف لوري د امنيتي پوستو مخارج ورکړي، هر وخت چې د امنيتي وضعيت په اړه چارواکو ته خپله اندېښنه څرګنده کړم، نو وايي چې خپله ستونزه نه لرې ، له نورو سره دې څه کار دى؟))
 د قيصار ولسوالۍ اوسېدونکى او ددې ولسوالى دمحصلينو ټولنې مشر سيدمحى الدين بيا په دې ولايت کې  د جګړې او نښتو عامل دولت بولي او وايي ،  چې دوو رقيبانو ته يې وسلې ورکړي، اقتدار ته يې راوستي، چې تر منځ يې اختلاف په قيصار کې د وسله والو طالبانو د نفوذ سبب ګرځېدلى دى.
 ده وويل، چې په قيصار کې شته سيمه ييزو پوليسو ستونزه جوړه کړې، ځکه چې دولت يې يوه برخه د مشرانو جرګې د نايب سيد فرخشاه جناب او بله برخه يې د ولسي جرګې د غړي فتح الله قيصاري د پلويانو په واک کې ورکړې، ددې دواړو ډلو غړو د يوه او بل د بدنامولو او له صحنې وېستلو هېڅې پيل کړي، چې دې کار يې طالبانو ته د فعاليت زمينه مساعده کړې ده.
 د فارياب مدني ټولنو دکورنيو اړيکو مسوول ډاکټرمعروف ثمر نا امني، د  تحصيل کړو ځوانانو او علمي کدرونو وزګارتيا، په اداراتو او موسساتو کې له فارياب ولايت نه پرته دنورو ولايتونو ګومارنه او د نشه يي توکو زېاتېدنه ددې ولايت له عمده ستونزو بولي.
ده زياته کړه، چې په سلګونو کدرونه او تحصيل کړي ځوانان په فارياب کې دکار په لټه دي، خو په لوړو دولتي او موسيسه يي پوستونو کې کم تجربه او بې سواده خلک ګومارل شوي، چې د ګومارنې اړخ يې هم سياسي او قومي دى، چې د نورو ولايتونو اوسېدونکي دي.
 ثمر زياته کړه:((په دولتي ادارو کې کار کول دهر افغانستان حق دى، خو د فارياب اوسېدونکو دا حق اخيستل شوى، ځکه چې پيسې او واسطه نه لري.))
 ډاکتر ثمر وايي، دالمار د اوبو سربند په جوړولو سره په زرګونو هکتاره کرنيزه او خاره ځمکه خړوب او په زرګونو کسان به په کرکيله بوخت شي.
 د فارياب پوهنتون محصلين هم په دې علمي موسسه کې له شته ستونزو شکايت کوي او اړوند چارواکي ورته په نه پاملرنه تورنوي.
د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصل عبدالصبير وايي:(( موږ په فارياب پوهنتون کې  د درسي موادو له کمښت سره مخ يو، لابراتوار، درسي ټولګي او استادان نه لرو.))
 ده وويل، چې درسي مواد خپله دچيپټر په بڼه له کمپيوټري مطبعو څخه چمتو کوي، د عملي فعاليتونو لپاره سمبال لابراتوار نه شته  او استادان يې غير حاضري کوي.
عبدالبصير زياتوي، چې  دفارياب د لوړو زده کړو موسسې له تېر يوه کال راهيسې پوهنتون  ته ارتقا کړې، خو لا هم لازم ظرفيت نه لري او د محصلينو ستونزې نه شي کولى.
 دغه محصل زياته کړه :(( که چېرته دمحصلينو ستونزو او ننګونو ته جدي پاملرنه ونه شي، نو ددې  علمي موسسې د محصلينو راتلونکى به ډېر اغېزناک نه وي.))
فارياب پوهنتون  نږدې پنځه زره محصلين لري، چې هره ورځ په څلور  وخته  ډول په يوه  درسي ټولګي کې تر ٨٠ پورې محصلين زده کړې کوي.