Data Gathered Date: 

Thursday, October 24, 2013 - 11:45

نیلی (پژواک ۳۰ تله ٩٢): د ايکنډي د هېواد يو له غرنيو ولايتونو دى، چې خلک يې د سختو او پېچلو لارو او د پخو سړکونو له نه درلودو شکايت کوي او وايي، چې بيارغونې ته نه پاملرنې، په ځينو سيمو کې امنيتي ستونزو او وزګارتيا له ستونزو سره مخ کړي او له دولته غواړي چې د دغو ستونزو مخنيوي ته جدي پاملرنه وکړي.
د ايکنډي د هېواد له مرکزي ولايتونو شمېرل کېږي او تر اوسه په کې يو متر سړک هم نه دى پوخ شوى.
د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، چې د هېواد د نورو سړکونو په ښارونو کې د سفر لپاره له ٣٠٣ او کاسټر موټرو کار اخيستل کېږي، خو د دغه ولايت اوسېدونکي د لارو د خرابوالي له امله له کومک لرونکو کاماز موټرو، لاريو او فلاينکوچ موټر کار اخلي.
د غځېدلو لارو ستونزه تر دې کچې ده، چې په ځينو ځايونو کې خلک د موټرو پر ځاى زيات خلک د اسونو او مرکبو په وسيله سفر ته ارزښت ورکوي.
په ټول دايکنډي کې يو موټر هم نه شي کولاى، چې د يوه ساعت په اوږدو کې ١٥ کيلومتره لار ووهي، حتى خپله د نيلي ښار دننه هم هغه موټر نه شي ګرځېدلى، چې کومک ونه لري.
د دايکنډي –کابل لويې لارې موټر چلوونکى محمدعلي وايي: ((موږ د لارې د خرابوالي له امله کابل ته په دوو شپو کې رسېږو.))
دى وايي، چې ځيني وخت يې موټر له تخنيکي ستونزو سره مخ کېږي او هغه ګټه چې له مسافرو څخه يې د کرايې له امله ترلاسه کړې وي، بېرته د موټر پر ترميم لګېږي.
د کابل او نيلي ښار تر منځ واټن ٤٨٠ کيلومتره دى، خو کوچني موټرونه لا هم دغه واټن له ٣٠څخه په زياتو ساعتونو کې وهي.
د سړکونو خرابوالى د مسافرينو د وخت له ضايع کېدو پرته د وارداتي توکو پر بيو هم اغېز کړى او له بلې خوا ډېر ځله انساني مرګ ژوبله هم په کې رامنځته شوې ده.
د دايکنډي اوسېدونکى غلام نبي وايي، په يوه ورځ د پنځو موټرو د اوښتو شاهد دى، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ١٠ کسه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان وو.
ځايي چارواکي بيا د کرزي حکومت له چارواکو شکايت کوي او وايي، چې د دغه ولايت بيارغونه صفر ده او هېڅ پاملرنه نه ده ورته شوې.
په ولسي جرګه کې د دغه ولايت د خلکو استازى اسدالله سعادتي وايي، له بدمرغه چې سړک جوړونې او د بيارغونې کارونو ته بوديجه په نظر کې نه ده نيول شوې او خلک له دې اړخه له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
هغه زياته کړه: ((موږ په دې برخه کې ګڼ وړانديزونه لرل، خو اړوند وزارتونه، چې پر سړکونو کار کوي، د لارو جوړونې لپاره پلان يا بوديجه نه لري.))
 د نيلي غږ راډيو مسوول مدير ډاکتر محمد رجا وايي: ((دغه ولايت د خپل ولايت قرباني دى.))
سرچينې زياتوي، چې دايکنډي تل يو امن ولايت و او دولت هم ورته پاملرنه نه ده کړې.
د نيلي يو مخور حبيب الله وايي، چې دولت د بيا رغونې په برخه کې خلک تېر باسي.
د هغه په خبره، ډېرى پروژې درې يا څلور ځلې پرانيستل شوې او کار يې د ناڅرګندو دلايلو له امله ځنډېدلى دى.
دغه مخور د بېلګې په توګه د دغه ولايت سل بستريز روغتون ياد کړ، چې د بنسټ ډبره يې په ١٣٨٧ لمريز کال د عامې روغتيا د وزير سيد محمدامين فاطمي له خوا کېښودل شوه، خو يو کال وروسته بيا هم د دغه روغتون د بنسټ ډبره د فاطمي له خوا کېښودل شوه.
سرچينه زياتوي، چې اوسمهال د ناڅرګندو دلايلو له امله د ياد روغتون کار درېدلى او ډېر امکان شته چې د درېيم ځل لپار هم پرانيستل شي.
له بلې خوا وزګارتيا د دې لامل شوې، چې ګڼ ځوانان ګاونډيو هېوادونو ته د کار په موخه مسافر شي، په دغه ولايت کې حتى يوه صنعتي کارخانه هم نه ده جوړه شوې.
 د دشت نيلي اوسېدونکي محمدعيسى خپل دوه زامن د کار لپاره ايران ته استولي او وايي: ((يو جريب ځمکه لرم، د بادامو بڼ مې پرې جوړ کړى، حاصلات يې زما اقتصادي اړتياوې نه شي پوره کولى، اړ شوم چې زامن مې يو په بل پسې ايران ته واستوم.))
هغه زياته کړه، دا يواځېنى کار و، چې د خپل ژوند د دوام لپاره يې ترسره کړ.
 د دايکنډي د ولايتي شورا يو غړى حسين علي منتظري وايي، چې لا هم اويا سلنه زده کوونکي د ښوونځي ودانۍ نه لري، کرنيز سيستم هم په سنتي ډول مخته ځي، نښلوونکې لارې او سړکونه يې هم خورا پېچلي او غرنيزې دي.
دى زياتوي، چې په تېرو دوولسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې، موسساتو او مرستندويو بنسټونو له کرنيزو، روغتيايي، پوهنې، نښلوونکو لارو، برېښنا او بيا رغونې په برخه کې له شوو مرستو د ايکنډي ولايت ته هېڅ برخه نه ده رسېدلې.
د دايکنډي يو فرهنګي فعال خيرمحمد فياض په دې باور دى، چې د دولتي ادارو ودانۍ تر کار لاندې دي، خو د اقتصادي بنسټونو لکه برېښنا، د اوبو بندونو ، صنعتي کارځايونو، هوايي ډګر، سړکونو پخونې او د کانونو په کشف او استخراج کې هېڅ کار نه دى شوى.
فياض وايي، د اکسفام نړيوالې موسسې تېر کال د خپل رسمي اعلان له مخې د هېواد اته ولايتونه اعلان کړل، چې په ١٣٨٧ لمريز کال به له سخت اقتصادي بحران سره مخ شي، چې په سر کې د دايکنډي نوم ليکل شوى و.
هغه زياته کړه: ((زما په فکر اوس هم د دايکنډي وضعيت له پخوا بدتر دى او هېڅ ښه والى په کې نه دى راغلى.))