Data Gathered Date: 

Wednesday, October 9, 2013 - 11:00

تالقان (پژواک ١٤تله ٩٢) :  د تخار ولايت اوسېدونکي د ځنګلونو د پرې کېدو، دغير قانوني وسله والو له شتون، اداري فساد، د نشه يي توکو قاچاق، د ځمکې غصب او بيکارۍ څخه شکايت کوي او ددغو ستونزو د حل غوښتونکي دي.
دوى وايي، چې له تېرې يوې لسيزې راهيسې په دې برخه کې د پام وړ کار نه دى شوى او اړينه ده، چې په دغه برخه کې پاملرنه وشي.
د درقد ولسوالۍ يوه سپين ږيري حاجي محمد اکبر پژواک خبري اژانس ته وويل:(( زموږ د ولسوالۍ خلک د ځنګلونو له پرې کېدو او د حيواناتو له ښکار څخه زيات ځورېږي.))
 هغه زياته کړه، پنځه کاله کېږي، چې زورواکي له څه وېرې پرته ځنګلونه پرې کوي او دې کار يې د سيمې او طبعيت ښکلا ته زيان رسولى دى.
دغه سپين ږيري پژواک ته وويل، چې همدې ځنګلونو د سيند دنيزونو مخه نيوله، خو تر اوسه پورې  د سيند غاړې په زرګونو ونې پرې شوې او سلګونه جريبه هغه ځمکه چې مخکې ځنګليزه وه، اوسمهال د سيند اوبو له ځان سره سمه کړې ده.
 در قد په تخار ولايت کې د ماوراى کوچکه ولسواليو څخه يوه ده، چې له تاجکستان سره په پوله موقعيت لري.
دغه ولسوالي د جزيزه نما( ټاپوګي) په بڼه د تالقانو ښار په ١٠٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري. دا د هېواد په کچه يواځينى ټاپو دى، چې له يوې خوا د کوکچې سيند او له بلې خوا د امو سيند له خوا را نغاړل شوى دى.
يو شمېر نورخلک بيا دخپلسرو وسله والو له شتون څخه اندېښنې لرې.
 د دشت قلعه ولسوالۍ يوه مخور حاجي ګل مراد وويل، چې ددغې ولسوالۍ ستونزې تر ډېره پورې د خپلسرو وسله والو او اداري فساد له شتون څخه دي.
د هغه په خبره، وسله وال اکثره وخت خلک ځوروي، خو کله چې خلک دولتي ارګاونو ته مراجعه وکړي، نو هلته يې هم ستونزو ته هېڅ پاملرنه نه کېږي او ډېرى وختونه وسله وال  د پيسو په بدل کې خوشې کېږي.
دغه مخور زياته کړه:((دغه افراد له سيمه ييزو   او يا هم  ولايتي چارواکو سره اړيکه لري، دهغوى له خوا يې ملاتړ کېږي او دا کار ددې باعث شوى، چې نور نو خلک د خپلو ستونزو د حل لپاره دولت ته مراجعه ونه کړي.))
 دشت قعله ولسوالي بيا د ماوراى کوکچه له هغو ساحو څخه ده، چې د تالقان ښار په ٦٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري ، چې خلک يې په کرنه  او مالدارۍ بوخت دي، خو د دولت له کمې پاملرنې شکايت او د بيا رغونې په کارونو نيوکه لري.
يو شمېر نور بيا ادعا کوي، چې لا هم نشه يي توکي د تخار ولايت له لارې تاجکستان ته قاچاقېږي، خو هېڅ کمښت په کې نه دى راغلى.
 ددې ولسوالۍ يو سپين ږيرى عبدالودود وايي، چې  په تېرو کلونو کې د ماوراى کوکچه څخه تاجکستان ته د نشه يي توکو قاچاق زيات و، چې د موټرو او خرو په وسيله کېده.
خو هغه زياته کړه، چې اوسمهال دغه وضعيت د سرحدي پوليس پر يو څه سمبالښت ښه شوى او ډېر کم مال ورڅخه قاچاق کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر  کال( ١٣٩١) ژمى شپږ کسه په دې بريالي شول، چې په دشت قلعه کې د سرحدي پوليسو له پوستې تاجکستان ته تېر شي، خو له دې ډلې دوه کسه د تاجکستان سرحدي ساتونکو سره په ډزو کې ووژل شول.
د امنيتي مسوولينو پر وينا، د قاچاق وړونکو دغې ډلې ، د دشت قعله ولسوالۍ د عربو له سيمې څخه په استفادې، تاجکستان ته نشه يي توکي وړل.
 د تالقان ښار يو اوسېدونکى احمدخان وايي، چې په تخار ولايت کې سلګونو جريبه دولتي او غير دولتي ځمکه زور واکو نيولې ده. خلکو په بيا بيا سيمه ييزو چارواکو ته شکايت وکړ؛ خو  دوى د خلکو د غوښتنې خلاف له غاصبينو سره نږدې اړيکې لري .
  نوموړي د قانون نه پلي کېدل دخلکو په ځانګړي ډول د تالقان ښار اوسېدونکو لويه ستونزه وګڼله او زياته يې کړه :(( تر اوسه پورې دولت په دې برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده کړې، موږ له دولت غواړو، چې د قانون پلي کولو لپاره تصميم ونيسي، څو خلک وپوهېږي، چې دولت شته او نور د خپل ځان او مال د امنيت په اړه اندېښنې ونه کړي.))
 د تالقان ښار يوه اوسېدونکي محمد نيسم وويل، چې د وزګارو ځوانانو شمېر ورځ تر ورځې زياتېږي او دولت په دې برخه کې هېڅ پروګرام نه دى جوړ کړى.
 دغه ځوان زياته کړه:(( دوه کاله کېږي، چې ښوونځى مې خلاص کړى، د شته ستونزو له امله مې خپل تحصيل نيمګړى پرېښود،  اوس وزګار يم، هر څومره مې چې کوښښ وکړ، څو يو کار ځانته پيدا کړم، خو ونه توانېدم.))
 محمدنسيم وويل:((پلار مې کارګر و، په کورنيو جګړو کې ووژل شو، نه پوهېږم څه وکړم، پيسې او واسطه نه لرم، چې له ماسره مرسته وکړي.))
هغه زياته کړه، په سلګونو ځوانان د وزګارۍ له امله  په نشه يي توکو روږدي شوي دي، يو شمېر نور ګاونډيو هېوادونو ته تللي، چې عزيزان او کورنۍ يې ترې تر اوسه هم خبر نه لري.