Data Gathered Date: 

Wednesday, October 9, 2013 - 10:45

 تالقان (پژواک،١٥تله ٩٢): د تخار خلک له دولت څخه غواړي، چې ځوانانو ته د کارموندلو او امنيت خوندي کولو په برخه کې پوره پاملرنه وکړي، ځکه چې خلک له دغو دوو برخو څخه ځورېږي.
د تخار ولايتي شورا رييس عبدالقهار حکيمي وايي، که څه هم د خلکو غوښتنې زياتې دي، خو خلک تر ټولو وړاندې امنيت ته اړتيا لري. څرنګه چې ليدل کېږي، په دې وروستيو کې نا قانونه وسله والو او طالبانو تخاريانو ته ګڼې ستونزې جوړې کړي او خلک له دې اړخه اندېښنه لري.
 هغه پژواک ته وويل، چې خلک د  دولتي ارګانونو په منځ کې دهمغږۍ غوښتونکي دي او دهمغږۍ نشتوالى ددى سبب شوى، چې دخلکو او دولت ترمنځ واټن زيات او خلک ورڅخه زړه توري شي.
د تخار ولايتي شورا غړې سهيلا جويا وويل، چې ښځو د طالبانو د  رژيم له پرځېدو  وروسته په دغه ولايت کې مهم او بنسټيز رول لوبولى او په ډېرو مواردو کې يې له دولتي ادارو سره ښه همکاري کړې ده.
خو هغې نيوکه وکړه، چې دغه قشر ته چندان پاملرنه نه ده شوې او تل کوښښ شوى، چې ښځې په ښکته پايو کې پاتې شي، د يوې ښوونکې او يا مامورې په توګه کار وکړي.
  د جويا په خبره ، د تخار ښځې له دولتي چارواکو څخه غوښتنه لري، چې په دولتي پوستونو کې دې له دې نه هم زياتو ښځو ته ځاى ورکړي، لږ تر لږه يو يا څو سکتوري وزارتونه دې ورته ځانګړي شي، څو ښځې له دې نه هم زيات کار وکړي او خلک يې له وړتياوو څخه ډاډمن شي.
 د تخار يو قومي مخور محمد هاشم صاحبزاده وايي، چې په دغه ولايت کې د  وزګارتيا کچه ټکان ورکوونکې ده، دا چې ډېرى خلک يې کروندګر دي، نو له کښت وروسته وزګار وي، نه پوهېږي، چې څه وکړي.؟
هغه زياته کړه، چې د ولسمشر کرزي د حکومت په تېره لسيزه کې بنسټيزه پروژو ته پاملرنه نه ده شوې، د تخار خلکو په حق کې جفا شوې. خلک له دولت غواړي، چې د توليدي فابريکو په جوړولو دې دهغوى اقتصادي ستونزې پاى ته ورسوي.
  د تخار ولايت يو اوسېدونکى شمس الدين، چې اوسمهال په ښار کې لاس ګادى لري وايي:(( زه يو فعال او ځواکمن ځوان وم، د مقاومت پرمهال په ډېر وياړ د طالبانو پر وړاندې وجنګېدم، خو د بنګي سيمې په جګړه مې خپله پښه د يوه ماين چاودنې له امله پرې شوه، له همغه ورځې مې د ژوند بدبختۍ پيل شوې دي.))
هغه زياته کړه، له دولت يې تمه درلوده، چې معلولينو ته د کار ښه زمينه مساعده کړي، خو د هغه او ملګرو دغه هيلې يې له خوب او خيال پرته بل څه نه وې.
دغه معلول زياته کړه، چې په ډېرو ستونزو سره خپل  کورني لګښتونه چمتو کوي، نه شي کولى، چې د خپلو اولادونو د زده کړې او تحصيل لپاره عايد تر لاسه کړي، نو له همده امله د خپلو اولادونو پر وړاندې د شرم احساس کوي.
نوموړي زياته کړه:((ماشومان مې تل له مانه پوښتنه کوي، چې پلاره ! ولې دې جنګ وکړ، چې نن دې هېڅوک هم پوښتنه نه کوي؟))
 د تخار ولايت يو اوسېدونکى اخترمحمد وايي:((سره له دې چې تخار ولايت ډېرې اوبيزې زېرمې لري، خو خلک يې د وري او غويي په مياشتو کې د څښاک اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ کېږي، د څاګانو د اوبو کچه ښکته کېږي  او خلک اړ وي، چې له غير صحي اوبو څخه کار واخلي.))
هغه زياته کړه، له دولت څخه دخلکو غوښتنې دادي، چې د څښاک اوبو ستونزه  دې هواره  کړي.
د تالقان ښار د بي بي مريم لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکې فرزانې وويل:(( سره له دې چې دولت د پوهنې په برخه کې زيات زحمت وېستلى، خو د يو  شمېر ښوونکو د پوهې کچه له زده کوونکو هم ښکته ده او دا ډول ښوونکي د واسطو په کارولو سره مقرر شوي دي.))
 دهغې په خبره، دا ډول ښوونکي، زده کوونکو ته دهغوى دخوښې  درس نه شي ورکولى او دا کار ددې لامل شوى، چې د ١٢ ټولګيو د فارغينو د څرنګوالي کچه ښکته او ډېر لږ شمېر يې پوهنتون ته لار پيدا کړي.
دغه زده کوونکي زياته کړه:((اوس د خپل ټولګي اول نمره يم ، خو هغه څه چې اړين وو، له ښوونکو مې نه دي زده کړي، څلور ځايه کورس وايم، د کور استادان مې د ښوونځي له ښوونکو زيات تکړه او لايق دي.))
 د تالقان ښار يوه هټيوال بازمحمد وويل:(( هټيوال د برېښنا له سختې ستونزې سره مخ دي، ډېره کمه برېښنا لرو، هغه  هم ډېزلې ده ، له دولت غواړو چې په دې برخه کې دې زيات کوښښ وکړي.))
دغه هټيوال زياته کړه:((دا څوم کال دى، چې چارواکي له تاجکستان سره د برېښنا د قرار داد خبره کوي او وايي چې تالقان ښار ته رسېدلې؛ خو کلونه وشول، چې خلک د برېښنا انتظار کوي، خو انتظار يې لا هم پاى ته نه دى رسېدلى.))
دا په داسې حال کې ده، چې په تالقانو ښار کې د مېشتو کورنيو لپاره  د يو کيلو واټ ډېزلي برېښنا بيه له ٤٠ تر ٦٠ افغانيو کېږي، خلک دغه بيه ملا ماتوونکې بولي  او له دولت څخه غواړي، چې ستونزه دې ژر تر ژره حل کړي.