Data Gathered Date: 

Sunday, September 22, 2013 - 14:30

زرنج ( پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٢ ) : د نيمروز ولايت د مرکز د اوسېدونکو لويه ستونزه د څښلو د پاکو اوبو نشتوالى او د ولسواليو د اوسېدونکو ستونزه يې وچکالي ده.
 
نيمروز ولايت، چې د هېواد په سوېل لوېديځ کې له ايران او پاکستان سره په ګډه پوله پروت   دى، پکې لويې دښتې شتون لري، خو د اوبو زېرمې يې کمې دي.
 
ځايي اوسېدونکي وايي ، چې ددې ولايت تر ځمکې لاندې اوبه تروې دي او خلک ترې ګټه نه شي پورته کولى، چې له امله يې له سختو ستونزو سره مخ دي.
 
ددې ولايت د مرکز اوسېدونکي وايي، چې ددوى تر ټولو عمده او مهمه ستونزه د څښلو لپاره د پاکو او صحي اوبو ده، دوى وايي، چې شل ليتره اوبه په ٢٠ افغاني پيري.
 
ددې ولايت يو قومي مشر حاجي مسعود وايي ، چې که څه هم  د هلمند سيند له  زرنج ښار څخه تيرېږي او اوبه يې ايران ته ځي، خو دولتي چارواکي نه دي توانيدلي ، چې په تېرو لسو کلونو کې له دې سيند څخه خلکو ته دڅښلو پاکې اوبه برابرې کړي.
 
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل ، د اوړي په موسم کې چې د هلمند اوبه کمې يا وچې شي، په دې ولايت کې د تودوخي درجه ٥٠ ته لوړه  او خلک د اوبو له سختو ستونزو سره مخامخ شي.
 
  زرنج ښار يو بل اوسېدونکى ګل احمد  هم د اوبو له نشتوالي سر ټکوي او زياتوي چې هره ورځ ٥٠٠ ټانکر د  هلمند سيند له لشکري کانال څخه اوبه راوړي، خو چې په سيند کې اوبه کمې شي،  نو بيا خلک اوبه نه شي ترلاسه کولى.
 
د هغه په وينا، په ټول زرنج ښار  کې د څښلو داوبو څلور ژورې څاه ګانې دي، چې د  خلکو ستونزې نه شي هوارولى.
دى وايي ، چې خلک سهار وخته يا نيمه شپه  څاه ګانو ته ځي ، خو په اتو لسو ساعتونو کې هم ورته نوبت نه  رسيږي.
 
د زرنج ښار يو بل اوسېدونکى نور احمد وايي، چې د هلمند لوى سيند ايران ته ځي ، خو هغوى يې په بدل کې د څلور انچو په اندازه د اوبو يو نل  زرنج ته ورکړى، چې پکې دوه انچه اوبه هم نه راځي.
 
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې دغه اوبه هم دولتي چارواکي، دولتي ادارې او زورواکي ترلاسه کوي  او عام وګړي ترې ګټه نه شي ترلاسه کولى.
 
د نيمروز د کليو پراختيا رييس خليل الرحمن اسد وايي ، چې دوى د ١٢ ميليونو ډالرو په ارزښت د اوبو پر يوې پروژې کار پيل کړى دى.
 
هغه پژواک ته وويل ، چې ددې پروژې ٦٠ سلنه کار بشپړ شوى، چې له بشپړيدو سره به يې د زرنج ښار دوه سوه زره اوسېدونکي ترې ګټه واخلي.
 
خو د زرنج ښار يو تن اوسېدونکى حاجي جمعه وايي ، چې ددې پروژې کار ډېر سست روان دى او فکر نه کوي، چې په راتلونکي کال کې هم بشپړ شي .
 
د ولايت د مرکز ترڅنګ د ولسواليو اوسېدونکي هم د اوبو له نشتوالي او وچکالۍ څخه سر ټکوي.
 
د کنګ ولسوالۍ يو اوسېدونکى محمود وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د اوبو د کموالي او د اورښتونو د نه کېدو له امله په تېرو څلورو مياشتو کې شاوخوا ٢٠ زره څاروي مړه شوي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د مالدارانو شاوخوا  ٨٠  سلنه څاروي له منځه تللي دي.
د محمود په وينا، په څارويو کې  چې له منځته تللي، ډېرى يې غواوې، پسونه او سېرلي دي، چې د وښو د نشتوالي له مله مړه شوي دي.
د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى غلام سخي  وايي،  چې د وښو د نشتوالي له امله خلک وچ ازغي ميده کوي او بيا يې څارويو ته ورکوي.
هغه چې دوه کاله مخکې د دې ولسوالۍ د اوبو رسولو د ادارې مسوول و، زياتوي، چې سږ کال يې په خپلو ځمکو کې د غنمو درې خرواره تخم شيندلى و، خو هېڅ حاصل يې ترې وانخيست.
سخي زياتوي، چې د ده ترڅنګ د ولسوالۍ د نورو کروندګرو ٣٠٠ خرواره کرلي غنم هم له منځه تللي دي.
د  چهار برجک ولسوالۍ اوسېدونکي بيا پخپله ولسوالۍ کې د محکمو له نشتوالي شکايت کوي او زياتوي چې دوى خپلې حقوقي ستونزې په وخت نه شي حل کولى.
ددې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حاجي يوسف پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو ٢٤کلونو کې د دغې ولسوالۍ محکمه تړلې وه او خلک د حقوقي کارونو د ترسره کولو په خاطر، د ولايت مرکز ته تلل.
نوموړي زياته کړه، چې د يو کس د تګ راتګ کرايه  دوه زره  افغانۍ کېږي .
ددې ولايت يو شمېر نور اوسېدونکي بيا د هېواد مرکز او نورو ولايتونو ته د سفر  پرمهال پر لويو لارو کې  له شته ناامنيو شکايت کوي او زياتوي چې د ځمکې له لارې نا امنۍ دي او د هوا له لارې سم پروازونه دې ولايت ته نشته.
د زرنج يو تن اوسېدونکى حبيب الله وايي ، چې کله يو هوايي شرکت دې ولايت ته  د خپلو الوتکوالوتنې پيل کړي ، نو څو مياشتې وروسته بېرته الوتنې بند شي، چې له امله يې خلک له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.