Data Gathered Date: 

Thursday, September 19, 2013 - 12:00

فراه د هېواد لوېديځ کې موقعيت لري، ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکو په ټاکنو کې د ګډون پرېکړه کړې، خو ځينې نور يې بياوايي، چې د نا امنيو له امله په ټاکنو کې د ګډون اراده نه لري.
ښوونکى : د پوهنې بهير وده کړې، په ټاکنو کې ونډه اخلم
د خان اغا په نامه يو ښوونکى وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې پوهنې ډير پرمختګ کړى دى، خو د ښوونکو حالت ته ښه پاملرنه نه ده شوې ، ډيرى معلمين د اوسېدو ځاى هم نه لري، خو په ټوله کې د معارف وضعيت ښه دى او دى په ټاکنو کې ګډون کوي.
هغه زياتوي : (( په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوم، څو د خپل هېواد راتلونکى مشر وټاکم.))
بزګر : که امنيت وي، په ټاکنو کې ونډه اخلم.
ددې ولايت د بالابلوک ولسوالۍ يو تن بزګر فريد احمد وايي ، چې په تېرو لسو کلونو کې ددې ولايت د کروندګرو او بزګرو ستونزې نه دي هوارې شوې  او امنيت هم خراب دى.
د هغه په وينا، که چېرې امنيت ښه و، نو په ټاکنو کې به ګډون وکړي ، په داسې حال کې ، چې په تېرو ټاکنو کې يې د نا امنيو له امله برخه نه وه اخيستې. طالبانو خلکو ته ګواښونه کړي وو، چې په ټاکنو کې دې ونډه نه اخلي.
کارګر : د بې کارۍ له امله رواني ستونزه راته پيدا شوې.
٣٥ کلن مصطفى ، چې د فراه د ښار اوسېدونکى  او په څلور لاري کې د کار پيدا کولو په تمه ناست و، وايي چې هره ورځ دلته د کار پيدا کولو په موخه راځي، خو په اونۍ کې يوه يا دوه ورځې ورته کار پيدا شي او نور ورځې بېکاره پاتې شي .
هغه زياتوي ، چې د اقتصادي ستونزو له امله ورته رواني ناروغي پيدا شوې  او اوس د خپلې ناروغۍ ددرملنې لپاره هم پيسې  نه لري .
مصطفى وايي، چې د خپل ځان او هېواد د ښې راتلونکې لپاره په راتلونکو ټولټاکنو کې ګډون کوي.
زده کوونکې : د خپلې خوښې همدرد کانديد ته رايه ورکوو.
د فراه ښار د يوه ښوونځي زده کوونکې وږمه وايي ، چې ددې نظام له برکته يې زده کړې کړي او اوس باسواده ده، هغه زياتوي، چې په راتلونکي کې د خپلې خوښې يوه زړه سواند کانديد ته به رايه ورکړي.
وږمه زياتوي : (( هغه چاته رايه ورکوم، چې د خلکو له درد او غمه خبر وي او دهغوى د ستونزو د هواري لپاره اقدامات وکړي. ))
دولتي مامور:  خپل هېواد سره مينه لرم، په ټاکنو کې برخه اخلم.
د فراه ولايت د مرکز اوسېدونکى فضل احمد وايي، چې له تيرو ٢٥ کلونو راهيسې په دولتي ادارو کې کار کوي او په ژوند کې يې ډير بدلون راغلى دى.
هغه زياتوي چې د زورواکانو او جنګ سالارانو د مخنيوي لپاره انتخابات يواځينۍ ديموکراتيکه لاره ده  او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو کې به ګډون وکړي.
سوداګر : د خلکو رايو ته احترام نه لري، ځکه په ټاکنو کې ګډون نه کوم.
د عبدالباري په نامه ددې ولايت يو سوداګر وايي ، په تېرو ټاکنو کې چې يې چاته رايه ورکړې وه، هغوى بريالي نه شول، په داسې حال کې ده، چې بې کفايته خلک د رشوت او درغليو له لارې بريالي شول. د هغه په باور، د امنيتي ستونزو له امله ټول خلک نه شي کولى په ټاکنو کې برخه واخلي. 
راستنېدونکى کډوال :په ټاکنو کې به ونډه اخلم
 د پشت کوه ولسوالۍ اوسېدونکى مبارک شاه چې تر لس کلنې کډوالۍ وروسته راستون شوى، وايي چې په ګاونډي هېواد کې له ډيرو ستونزو سره مخ وو، او اوس چې هېواد ته ستون شوى، نو هغه چاته رايه ورکوي، چې د افغانستان او د خلکو د وضعيت ښه کولو لپاره کار وکړي.
نوموړى وايي چې دى او زامن  يې په ايران کې په سختو کارونو بوخت وو او زامن يې په نشه يي توکو روږدي شوي هم وو.