Data Gathered Date: 

Wednesday, September 11, 2013 - 14:45

 
کلات ( پژواک ، ١ زمرى ٩٢) : زابل د هېواد د پلازمېنې کابل سوېل لوري ته پروت سرحدي ولايت دى،چې له کندهار، هلمند، اروزګان، غزني او د ډيورنډ کرښې سره  ګډه پوله لري. زابل د مرکز کلات ښار په ګډون ١٢ اداري واحدونه لري. ددغه ولايت ولايتي شورا ددرېيو ښځو په ګډون ٩ غړي لري. په دې راپور کې ددې ولايت د يو شمېر خلکو نظرونه اخيستل شوي دي.
زده کوونکى :رايه زما ځواک دى ، غواړم له دې ګټه پورته کړم
ددې ولايت يو تن زده کوونکى دين محمد وايي، رايه ځکه ورکوم چې غواړم د خپل هېواد د سېاسي برخليک په ټاکلو کې برخه واخلم  همدا رايه زما هغه ځواک دی، چې ماته د يو وکيل او حتی ولسمشر د ټاکلو صلاحيت راکوي، نو زه هم غواړم چې له خپل دې ځواک څخه د يو سم کانديد په ګټه کار واخلم ،تر څو زموږ د هېواد راتلونکی مصون او زه په ډاډه زړه خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړای شم.
هټيوال : د خپل مسووليت له مخې خپله رايه کاروم
د محمد ابراهيم په نامه يوه هټيوال وايي، په دې خاطر په انتخاباتو کې برخه اخلم ،چې له ډيرو خلکو مي اوريدلي دي چې رايه ورکول د اسلام له نظره هم بد کار ندی او جواز لري، ځينې خو لا دا هم وايي چې که څوک په انتخاباتو کې برخه وانخلي ، نو لوى مسووليت ور باندی راځي، نو زه هم ددې مسووليت  په موخه د خلاصون لپاره په انتخاباتو کې ګډون کوم .
ښوونکى: رايه ورکولو سره خپل قانوني حق ادا کوم
د محمدالله په نامه يوتن ښوونکى وايي ، چې د افغانستان د قوانينو له مخې، هر افغان چې قانوني شرايط يې بشپړ کړي وي ،د رايه ورکولو حق لري او بايد چې په ټاکنو کې برخه واخلي، دا چې شفافي ټاکنې په يوه  هيواد کې د ولسواکۍ تر ټولو لويه نښه بلل کيږي، نو زه هم په ټاکنو کې په خپل ګډون سره غواړم چې په خپل هيواد کې ولسواکي پياوړې کړم ،تر څو په راتلونکي کې موږ د يوه ولسواک او سوله ييز افغانستان وګړي و وسو او روانې جګړې پای ته ورسيږي .
غريبکار : د خپلو ستونزو د هواري لپاره رايه کاروم
د عبدالحليم په نامه يو تن غريبکار وايي،  په ټول حکومت کې شناخت او واسطه نلرم ،هيڅ وکيل نه پيژنم او هر وخت چې مې په حکومت کې کوم کار بند وي، يا مشکل لرم نو چا ته په ښه ډول خپل مشکل نشم ويلی ځکه ما تير ځل رايه نده ورکړې او هيڅ وکيل ته نشم ويلی چې زما کار راته خلاص کړه، دا ځل غواړم په خپله رايې سره يو داسې کس د و کيل په توګه کاميابه کړم چې زه يې وپيژنم او په ښه سړيتوب يې باور ولرم ، تر څو په راتلونکي کې که زه په حکومت کې کوم کار او مشکل ولرم هغه پر وخت راته خلاص کړي.
دولتي کارکوونکې : رايه ډېر ارزښت لري، د هېواد راتلونکى ټاکي
يوه دولتي کارکوونکې ليلما وايي، د انتخاباتو د کمېسيون د عامه پوهاوي د کارکوونکو په يوه جلسه کې مې برخه درلوده هغوى قناعت راکړ ، چې د ښځې او نارينه وو رايي يو برابر ارزښت لري او حتی يوه رايه کولی شی د رييس جمهور د کاميابۍ او ناکامۍ لامل شي دا چې زما رايه دومره ارزښت لري نو زه د افغانستان د يوې اوسېدونکې او دولت د يوې کارکوونکې په حيث دا خپل مسووليت بولم چې په خپلې رايې سره د داسې چا ملاتړ وکړم ،چې زما په نظر د هيواد د راتلونکي لپاره ښه کار کولی شي.
نادولتي مامور : که امنيت خوندي شي د رايو مرکز ته ورځم
د سميع الله په نامه ديوې ناولتي ادارې کارکوونکى وايي چې که په دې ولايت کې يې امنيت خوندي و او امنيتي ځواکونو کلک امنيتي تدابير نيولي وو، نو حتماً به خپله رايه وکاروي، ځکه چې دا دهر افغان دنده ده، څو د خپل هېواد د راتلونکي برخليک ټاکلو کې ګډون وکړي.
محصل : غواړم رايه ورکولو سره د نا اهلو کسانو مخه ونيسم
د سميع الله په نامه يوه محصل وايي ، چې په ټاکنو کې برخه اخيستل او رايه ورکول د هر افغان وجداني وجيبه ده او زه هم د همدې احساس له مخې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ته چمتوالی نيسم ،ځکه که موږ په ټاکنو کې ګډون ونکړو، نو معلومه خبره ده ، چې هغه کسان به د مشرانو په توګه ټاکل کيږي چې اهليت يې نلري ، نو زه غواړم چې په انتخاباتو کې د خپل ګډون په وسيله په دولت کې د نا اهلو کسانو د شاملېدو مخه ونيسم او د اهل کسانو ملاتړ وکړم.
ديني عالم : اسلام ټولټاکنو سره مخالفت نه لري
د زابل ولايت يو تن ديني عالم مولوي عبدالنافع اخندزاده وايي، چې  د اسلام مبارک دين موږ ته امر کړی ، چې په مشوره سره او په اتفاق د رايو سره خپل مشر وټاکو ، نن سبا په ټوله دنيا کې د مشورې او اتفاق ارا مروجه او عمومي لاره انتخابات دي، چې په کفري او اسلامي هيوادونو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي، دا چې انتخابات په افغانستان کې يو نوی کار بلل کيږي او په اړه يې ډول ډول خبري کيږي نو زه د يو د يني عالم په توګه په انتخاباتو کې په ګډون کولو سره غواړم چې خلکو ته وښيم د اسلام مبارک دين د انتخاباتو سره مخالفت نلري، بلکې خپلو پيروانو ته  يې  امر کړی ، چې   په انتخاباتو کې ګډون وکړي او داسي يو څوک چې اهل يې  وي ويې ټاکي .
بزګر :  زه به د خپلې خوښې ولسمشر ته رايه ورکړم
ددې ولايت يو تن بزګر شامحمد وايي،  ډير وخت مې په پاکستان کې تير کړی، هلته به هر وخت چي انتخابات کيدل، نو خلکو به خپل ټول کارونه پريښودل او د رايه ورکولو مرکزونو ته به تلل او له رايه ورکولو وروسته به خوشاله معلوميدل، زه وپوهيدم چې انتخابات حتماً ښه کار دی او ما هر وخت دا ارمان کاوه ،چې کاشکې زموږ په وطن کې هم انتخابات وشي،چې زه هم پکې برخه واخلم اوس چې په افغانستان کې انتخابات کيږي،نو زه غواړم خپل هغه د ډيرو کلونو ارمان مې پوره کړم او د خپلي خوښي وکيل او رييس جمهور ته رايه ورکړم او له خدای پاک څخه غواړم چي زما په وطن کې هم نور سوله او امنيت راشي او موږ په بېغمه زړه ژوند وکړو لکه د دانورو ملکونو خلک چې يې کوي .
نسيم هوتک