Data Gathered Date: 

Monday, September 9, 2013 - 15:30

د پکتيکااوسېدونکي له دولت اونړيوالې ټولنې په دې ولايت کې د اساسي او بنسټېزوکارونو ترڅنګ دامنيت ټينګښټ، بيارغونې اوکرنې په برخه کې د نويو پروژو د عملي کېدوغوښتنه کوي.
د پکتيکاد مرکز اوسېدونکی او قومي مخور درانی محمدخېل وايي، د پلتو په سيمه کې د بند تړل د پکتيکا د خلکو اساسي غوښتنه ده.
نوموړی زياتوي، دا چې د پکتيکا د ډېری خلکواقتصاد په کرنه اومالدارۍ ولاړ دی، دولت بايد د پلتو تر څنګ په دې ولايت کې د پارک او ژامې خولې په سيمو بندونه وتړي.
دراني پژواک ته وويل، که دا بندونه وتړل شي د پکتيکا د کروندګرو او ځمکه لرونکو زرګونه جريبه ځمکې به خړوبې شي اوهم به يې له برېښنا ګټه پورته شي.
د دې ولايت د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي محمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، له ښرنې څخه تردې ولسوالۍ او له دې ولسوالۍ څخه شاوخوا نهو ولسواليو ته غځېدلې لارې بايد جوړې شي.
نوموړي زياته کړه، اورګون د يادو نهو ولسواليو زون دی،د يادو سيمو خلک اورګون اومرکز ښرنې ته د راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
د محمدالله په خبره، د اورګون او ښرنې تر منځ او له اورګون څخه تر انګوراډې پورې د لويې لارې د جوړېدو لپاره د نړيوال پراختيايي بانک بوديجه هم ځانګړې شوې، تراوسه يې د جوړېدو چارې نه دي پيل شوي، چې بايد ژر تر ژره پيل شي.
د پکتيکاد مرکز يوبل اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وويل، له تېرو څو کلونو راهيسې
په دې ولايت کې د بيارغونې کارونه په ټپه درېدلي دي.
نوموړوايي، په ښار سربېره، له بازاره کليو ته غځېدلې ټولې لارې خامې او ډېرې خرابي دي،چې جوړېدل يې ډېر اړين بولي.
عبدالرحمن زياته کړه، نهه کاله وړاندې د ملي پيوستون پروګرام له لوري چې د مرکز ښرنې په يوشمېر کليوکې د لاسي پمپونو،برېښنا او پر لارو د جغل اچولو په برخه کې يوڅه پيسې لګول شوي،بيا هيڅ کار نه دی شوی.
د ده په وينا، خلک دلته د پاکو اوبو لاسي پمپونواو د کليو تر منځ د سړکونو جوړېدلوته لويه اړتيالري.
د مټاخان او يوسف خېلو ولسواليو خلک هم غوښتنه کوي، چې دولت بايد د دوی په سيموکې د لارو جوړېدو اوپاکو اوبو لپاره د لاسي پمپونو فعاله کېدو لپاره کار وکړي.
د جاني خېلو د تيلو زېرمې راسپړل د پکتيکاوالو اساسي غوښتنه ده.
دکټواز د جاني خېلو اوسېدونکی عزت خان کټوازي پژواک خبري اژانس ته وويل، د پخواني شوروي ( روسانو) د يرغل پرمهال په دې ولسوالۍ کې د تېلو يوه زېرمه کشف شوې ده.
د ده په خبره، له هغه راوروسته بيا دولت دې زېرمې ته هيڅ پام نه دی کړی ،دی وايي :(( موږ د بنسټيزو کارونو غوښتنه لرو او دولت بايد د دې زېرمې په راسپړولوکې لاس په کار شي.))
د پکتيکا د ولايتي شورا غړی عبدالغني پکتين وايي، له تېرو پنځو کلونو راهيسې د پکتيکا د خوش مند او وازيخواه ولسواليو تر منځ غځېدلې لاره د مخالفينو له لوري د دولت د مامورينو او دولتي کسانو پرمخ تړلې ده.
نوموړي زياته کړه،د مخالفينو د شتون له وېرې د وازېخواه او شاوخوا ولسواليو خلک د دولت له لوري د خوراکي او نورو مرسته شويو توکيو څخه بې برخې پاتې کېږي او د دې ترڅنګ چارواکي اومسوولين دامنيتي ستونزو له امله نه شي کولای د يادو ولسواليو اوسيمو څخه ليدنه اوکتنه وکړي.
پکتين ددې تر څنګ د نکې،زيړوک اوګيانې په ولسواليو کې د مخالفينو له فعاليت څخه يادونه کوي، چې پر وينايې دولت بايد پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
د پکتيکا د مرکز اوسېدونکی رسول خان هم د مرکز ښرنې او مټاخان ولسوالۍ په يو شمېر سيموکې د وسله والو طالبانو د شتون خبر ورکوي.
د ده په خبره،د يادو سيمو خلک د مخالفينو له وېرې په دولتي کارونوکې برخه نه شي اخيستلای او په سيمه کې د بيارغونې د چارو مخه نيول شوې ده.
د ده په خبره، حکومت دې د مټاخان ولسوالۍ او مرکز په ځينو سيموکې د ملي اردو امنيتي پوستې جوړې کړي.