Data Gathered Date: 

Sunday, September 8, 2013 - 13:15

 پلخمرى (پژواک، ٥ سنبله ٩٢) : د بغلان خلک نسبت مخکينيو کلونو ته بېلاببلې اندېښنې لري،په دې ولايت کې له روان امنيتي وضعيت څخه چندان راضي نه ښکاري او هغه د راتلونکو ټاکنو مخې ته خنډ بولي.
 بغلان د هېواد په شمال کې يو له کليدي ولايتونو څخه شميرل کيږي ، چې اته شمالي ولايتونه له کابل سره نښلوي. مرکزي  بغلان  ولسوالۍ له لومړۍ درجې ولسواليو څخه ګڼل کيږي، خو ددې ولايت له نا امنو ولسواليو څخه ده. وسله وال مخالفين له دې ولسوالۍ څخه د اصلي اډې په توګه استفاده کوي او کوښښ کوي چې له دې ځايه نورې ولسوالۍ ناامنه کړي.
د پارلمانې ټاکنو په تېره دوره کې له دوو سوو څخه زياتو کسانو ځان د ولايتي شورا پست ته کانديد کړي و ، چې له دې جملې څخه څلور ښځو او ١١نارينه وو دغې شورا ته لاره پيدا کړه.
د مرکزي بغلان يو تن قومي مشر ارباب فراموز وايي له دوو مياشتو راهيسې امنيتي وضعيت خراب شوى  او طالبان ددې ولسوالۍ په ذکرخېل، شفيع خېل او اب قول سيمو کې په ښکاره ډول فعاليت کوي.
هغه ګواښ وکړ:(( که دولت ددې سيمې د پاکونې لپاره لازم ګامونه وانخلي، خلک به په راتلونکو ټاکنو کې ونډه وانخلي .))
 ارباب فراموز وايي: (( زموږ په اند ددې ولسوالۍ په نا امن کولو کې ځينې لاسونه کار کوي ،ځکه چې په تېرو ټاکنو کې امنيتي وضعيت ښه وو، خو د ټاکنو په ورځو کې د ولسوالۍ دروازو ته ورسيدل او موږ ونه شواى کولى چې په ولايتي شورا کې يو وکيل ولرو .))
 د نوموړې په وينا، يو وکيل چې په ولايتي شورا کې دى، په درغلۍ سره يې ولايتي شورا ته لاره پيدا کړې او څرنګه چې ښکاري همدغه کسان د ١٣٩٣کال ټاکنو ته هم  د کانديدۍ پلان لري.
 د نهرين ولسوالۍ اوسېدونکى ٢٨کلن محراب الدين وايي ، چې ددې ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو له شتون څخه پزې ته راغلي، ددغو وسله والو په نښتو کې ډېرى وختونه ملکي خلک زيان ويني .
هغه ادعا کوي، چې ځايي چارواکي، د ولايتي شورا او ولسي جرګې غړي ددغو افرادو ملاتړ کوي او همدې کسانو د ځينو کليو او دچنارک ډبرو سکارو کان په واک کې اخيستى اومعلومه نه ده، چې ددې کان عوايد دچا جيب ته ځي؟
 په پلخمري ښارکې دمرکزي بغلان اوسېدونکى حامد هم وايي:((په تېرو ټاکنو کې کانديدانو راڅخه په يوه او بل نامه  رايې واخيستې، خو يوه ژمنه يې هم پوره نه کړه، اوس يې ليدل ګران دي، له يوه يا دوو پرته نور ټول خپلې رخصتۍ په دوبۍ او تاجکستان کې تېروي، خلک په ستونزو کې ډوب دي .))
دده په خبره ، ځينې نور بيا ځانونه په ټولو بغلانيانو پورې نه، بلکې په يوه قوم او ډله پورې تړي، چې دغه کار په ټاکنو کې دخلکو د ګډون هيلې کمې کړې دي.
 حامد وايي، چې دترافيک پوليسو، امنيتي حوزې او ښاروالۍ د کارکوونکو تر منځ هېڅ ډول همغږي نه شته، خلک نه پوهېږي، چې خپلې ستونزې چا ته ووايي .
د هغه په خبره، ډېرى ځوانان په نشه يي توکو روږدي دي، دغه شمېره ورځ تر ورځې زياتېږي، خو دولت تر اوسه د کوکنارو کښت او د ځوانانو روږدي کېدو ته هېڅ پاملرنه ، نه ده کړې ، بله داچې روږدي کسان په ډېره اسانۍ سره کولاى شي نشه يي توکي تر لاسه کړي، چې دا خپله دې چارې ته د ځوانانو د هڅونې مانا لري .
 له بلې خوا بيا دبغلان د مدني ټولنې شبکې مرستياله مېرمن زينب په دغه ولايت کې دښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي له ډېرښته اندېښنه لري.
 هغه وايي، چې ددغه ولايت ښځې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي ، دا کار ددې لامل شوى، چې ډېرى وختونه ښځې ځان وژني او له کوره تېښتې ته مخه کړي .
سرچينه وايي، چې له يوې مياشتې( غبرګولى- چنګاښ) په کمه موده کې دښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پنځه پېښې ثبت شوي  ، چې دوه  يې ځان وژنې او درې نورې يې قتل وې ، دغه کار د ډېرو ښځو د اندېښنو سبب ګرځېدلى .
 زينب د مجرمينو نه تعقيب او په عدلي او قضايي ارګانونو کې د اداري فساد شتون، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېر  مهم لاملونه ګڼي .
 خو د بغلان ولايت د ښوونکو د روزنې دديني علومو څانګې محصله فوزيه وايي، چې په تېرو کلونو کې د ښځو او نجونو لپاره ښه کارونه وشول ، چې کولاى  شود ( انجمن زنان برتر) بنسټ يادونه ترې وکړو.
همدارنګه په ډېرو مواردو کې ليدل کېږي، چې ښځې په دولتي او غير دولتي بنسټونو کې فعال حضور لري او په تحصيلي موسساتو کې ورته د زده کړې زمينه مساعده ده.
 دا زياتوي، چې په ښځينه لېسو او مرکزونو لکه بي بي حوا لېسه او د ښځو چارو رياست کې ، چې نږدې په هره اونۍ   کې يو ورکشاپ يا محفل جوړېږي، د زده کوونکو او هغه چا لپاره چې کار يې په ښځو چارو رياست کې بند وي ، يوه ستونز ده .
د پلخمري د نوي ښار اوسېدونکې او سوداګره عزيزه وايي، چې د ٢٠١٤ زېږديز کال اوازو  دهېواد پر وضعيت او ددوى په بازار منفي اغېز کړى دى .
دا زياتوي، چې تېر کال يې د لاسي صنايعو له اړخه ښه عايد درلود، خو سږ کال د ٢٠١٤ کال اوازو پرې  ناوړه اغېز کړى ، دلاسي صنايعو بازار سوړ شوى او خلک يې پېرلو ته چندان زړه نه ښه کوي .
دغه سوداګره مېرمن وايي:(( پنځه کاله کېږي، چې دخامک ګنډنې او مريو  په کارونو بوخته يم، شپږ ماشومان لرم، خاوند مې شپږ کاله وړاندې مړ شوى ، دهغه له مرګ وروسته مې کار پيل کړ، له همدې لارې مې دخپل کور او اولادونو لګښتونه پوره کول .))
دپلحصار ولسوالۍ اوسېدونکى محمد اسلم وايي، چې دامنيتي ستونزو او دوسله والو کسانو دځورونې په سبب يې د خپلې سيمې دپرېښودو تصميم نيولى .
٤٥ کلن محمد اسلم زياتوي، له تېر يوه کال راهيسې په پلحصار ولسوالۍ کې د مجاهد په نامه يو کس پيدا شوى، هر څه يې چې زړه وغواړي ، په خلکو يې کوي، له خلکو عشراخلي، دخلکو زامن په زور بيايي او تر واک لاندې ساحو کې کوکنار کري .
دى وايي، څو ځله ولايت او مرکزي چارواکو ته په شکايت ورغلي،خپلې ستونزې يې مطرح کړي، خو پاملرنه ورته نه ده شوې، له همدې امله اړ شوي چې وسلې وپيري او خپل اولادونه ددغه شخص په مقابل کې ددفاع  لپاره  وسله وال کړي .