Data Gathered Date: 

Sunday, September 8, 2013 - 13:15

 پلخمرى (پژواک ، ٢وږى  ٩٢(: د بغلان خلک د نورو غوښتنو تر څنګ، تر هر څه د مخه د بېلابېلو قومونو تر منځ د ملي يووالي غوښتونکي دي او دوى د پرمختګ او پراختيا يواځينۍ لاره ددغو قومونو يووالى ګڼي.
 د بغلان يو عالم مولوي محمد امان وايي  په دې ولايت کې تر ټولو عمده مشکل، د قومونو تر منځ د ملي يووالي پيکه توب او لږکيو ته امتياز نه ورکول دي.
 دغه ديني عالم زياتوي، چې خپلمنځي او تنظيمي جګړو ددې ولايت ډيرى وګړي سره دښمن کړي ، چې اوس هم په دولتي او غير دولتي ادارو کې ددوى ترمنځ ناسمه سيالي ليدل کيږي. د يووالي نشتوالى د امنيت په خونديتوب او په مختلفو برخو کې  پراختيا باندې منفي اغيزې کوي.
نوموړى وايي، چې د حامد کرزي په تيره لس کلنه دوره کې بايد ددغو ډلو ترمنځ  اختلافات له منځه وړل شوي واى او ملي يووالى تقويه شوى واى، چې تر اوسه دا کار نه دى شوى.
 د بغلان  د مرکز پلخمري د ښار يو تن مشر محمد نسيم، هم ددې ولايت خلکو ته د ملي يووالي سخته اړتيا ياده کړه او وايي څنګه چې ليدل کيږي يو شمير خودغرضه خلک غواړي ، چې د خلکو له احساساتو څخه غلطه استفاده وکړي.
 هغه زياته کړه ،  اړتيا ليدل کيږي چې پخپله د بغلان خلک د خپل ولايت پرمختګ ته فکر وکړي او له هغو ټولو منفي کړنو څخه، چې ددې ولايت د پرمختګ مخه ډبوي، لرى والى اختيار کړي.
 د بغلان  يو تن  ښوونکى عبد الله وايي: (( زه فکر کوم چې دولت په درسته توګه خپله وظيفه نه ده ترسره کړې، ځکه  دولت اړ دى ، چې خپلو خلکو ته په مختلفو برخو کې پوهاوى ورکړي ، تر څو له خپلو حقونو او ټولو قوانينو سره اشنا شي.))
 دغه ښوونکى وايي، چې د بغلان خلک په ډيرى مواردو کې د دولت د غوښتنو قرباني شوي دي او په تيرو کلونو کې مرکزي چارواکو هڅه کړې، چې په کليدي پوستونو کې د خپل اعتماد وړ کسان وګوماري او له دوى څخه ګټه پورته کړي.
هغه غواړي چې مرکزي چارواکي د بغلان پر خلکو رحم وکړي، د چاپلوسو کسانوخبرو ته ارزښت ورنه کړي او دداسې خلکو له ملاتړه لاس واخلي.
 د مدني ټولنو يوه فعاله فرشته وايي، چې په تېره کې بغلان يو له هغو ولاياتونو څخه و  ، چې خپل ډيرى مصرف يې د ډبرو سکرو، سمنټو، غوري برېښنا او د جامو جوړولو د نساجۍ  له عوايدو څخه ترلاسه کاوه ، خو په دې وروستيو کې د نامعلومو دلايلو له مخې، ددغو توليدي منابعو ماليه په کابل کې اخيستل کيږي او دا هم نه ده معلومه ، چې ماليه ورکوونکي دغه ماليه ورکوي که نه.
 د مدني ټولنو دغه فعال زياتوي: (( زما غوښتنه داده چې مرکزي دولت اجازه ورکړي ،چې ددغو منابعو ماليه د بغلان مستوفيت ته ورکړلشي او په دغو پيسو دې د بغلان  په پراختيا او   اقتصادي برخو کې پانګونه وشي.))
 هغه غواړي ، چې دولت په بغلان کې د نساجۍ، د اوبواو  برېښنا، بڼوالۍ، کرنې او ډبرو د سکرو د معدنونو په برخو کې پانګه اچونه وکړي او دغه کار کولى شي چې د خلکو ژوند ته مثبت بدلون ورکړي.
 د بغلان يوه مېرمن  نور بي بي له دولت څخه غواړي، چې له عدلي او قضايي ارګانونو څخه فاسد او رشوت خوړونکي کسان لرې کړي او هغه کسان په دندو وګوماري، چې خلکو ته خدمت وکړي، د فساد مخه ونيسي او په مفسدينو قانون پلى کړي.
 نوموړې بله غوښتنه دا ده ،چې دولت د ښځو حقونه څرنګه چې په اسلام کې ويل  شوي، رعايت کړي او ښځې د جاهلو خلکو له سزاګانو څخه وژغوري.
  د بي بي حوا د نجونو د لېسې زده کوونکې ظريفه هم په دوايرو کې د ښځو پر نقش تاکيد کوي او وايي: (( د بغلان په دولتي او نادولتي ادارو کې برابرى په پام کې نه دى نيول شوى او په دوايرو کې ليدل کيږي، چې له ډيرو کارکوونکو څخه يې دوه يا درې تنه  ښځينه او نور تول يې نارينه دي.))
د بغلان ولايت يو اوسيدونکى جاوېد له دولت څخه غواړي،چې ځوانانو ته د سولې تر چتر لاندې د ښوونې زمينه برابره کړي، ترڅو له علم او معرفت سره اشنا شي.
 د هغه په وينا، په ځينو ولسواليو کې خلک له تعليم څخه پاتې دي ، په کرنه او نورو کارونو بوخت دي، حتى تر دې پورې چې له خپلو حقونو څخه هم نا خبره دي، که دغو خلکو ته د درس او تعليم زمينه برابره شي او دوى د خپلو، کورنيو او نورو حقونو باندې پوه شي دا به خلکو ته يو لوى خدمت وي.
 د بغلان پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د څلورم کال محصل خالد شريفي وايي: (( د اړتيا وړ امنيت نه ليدل کيږي او ځوانان نشي کولى په داسې حالاتو کې په سمه توګه درس ووايي، بايد چې په ټولنه کې امنيت خوندي شي، ترڅو ځوانان وکولى شي  په ارامۍ سره خپل تحصيل ته ادامه ورکړي.))