Data Gathered Date: 

Tuesday, August 27, 2013 - 16:00

 باميان(پژواک،٣١چنګاښ ٩٢): دبيارغونې دکارونو پيکه والى، بيکاري او د برېښنا، پخو سړکونو او روغتيايي  اسانتياوو نه شتون ، د باميانو د خلکو له عمده ستونزو شمېرل کېږي .
له يکاولنګ ولسوالۍ پرته ددغه ولايت نورې ټولې ولسوالۍ دخامه سړکونو په وسيله له مرکز سره نښلول شوي او حتى ډېر داسې کلي شته ، چې لا تر اوسه سړک نه لري او د خپل ژوند وړ توګي په سنتي ډول د څارويو له لارې لېږدوي.
ددې ترڅنګ دباميانو ډېر ځوانان دکاردنشتوالي له امله بهرنيو هېوادونو ته ځي او کله کله بيا ځينې ځوانان له خپلو کورنيو سره يو ځاى له سيمې ګډه کوي .
 په باميانو کې ډېرى کورنۍ او د ولايت په مرکز کې په سلګونو هټۍ لاهم د جنراتوري برېښنا او لاټين نه کار اخلي، په همدې سبب څه موده وړاندې دباميانو ښاراوسېدونکو دبرېښنا دنه شتون په اعتراض کې لاريون کړى و او يو شمېر لاريون کوونکي د پوليسو له خوا ونيول شول .
د باميانو پوهنتون محصلينو هم په دې اړه په ښار کې د ښار تر چوکه شپنى لاريون وکړ.
د باميانو په دغه چوک کې يې يو ستر لاټين هم نصب کړ، چې له امله يې دغه چوک اوس هم د لاټين چوک په نامه يادېږي .
د برېښنا نه شتون ددې سبب هم شوى، چې يو شمېر سوداګر په دغه ولايت کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي .
د باميانو يوه سوداګر محمدعلم پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې د برېښنا نشتوالى ددى سبب شوى ،چې سوداګر او پانګوال په دغه ولايت کې پانګونې او دفابريکو جوړولو ته زړه ښه نه کړي .
هغه وايي، چې په جنراتوري او خصوصي برېښناګانوسره امکان نه لري، چې پانګوال دې فابريکې جوړې کړي، ځکه چې دخصوصي برېښنا بيه ډېره اوچته ده او پانګوالو ته ګرانه تمامېږي .
 محمدنواب ددې ولايت بل اوسېدونکى دى،چې د باميانو ښار په چوک کې ورځنۍ مزدوري کوي، هغه وايي :((کارنشته ، په ډېره سختۍ دخپلې کورنۍ لپاره وچه ډوډۍ پيدا کوم .))
هغه وويل، چې پخوا دکارګرۍ وضعيت ښه و ، خو اوس خبره دې ځاى ته رسېدلې چې کله په ښار کې دشپې کوم بار موټر ودرېږي،نو تر سهاره پرې دمزدورانو کړۍ راتاوو وي او چې سهار کېږي نو موټر يې تش کړى وي .
دى وايي، لس کاله کېږي ،چې کار کوي، خو نه يواځې چې روزګار يې جوړ نه شو، بلکې پوروړى هم دى .
 دورث ولسوالۍ يو مخور حاجي داوود وايي، چې په تېرو لسوکلونو کې ددوى له توقع سره سمه بيارغونه نه ده شوې، هغه زياته کړه، چې سړک، برېښنا، روغتيا او پوهنه دخلکو له مهمو اړتياوو څخه دي، چې په نشتوالي کې يې خلک له ستونزو سره مخ دي، مسلکي ښوونکي نه شته ، روغتيايي مرکزونه يو له بل نه په زيات واټن کې پراته دي او هر ناروغ ته يو ډول درمل ورکوي .
 
 
 
 د باميانو د سولې عالي شورا رييس محمدصادق يارزاده هم وايي،چې په تېرو لسو کلونو کې په باميانو کې شوى پرمختګ نامتوازن دى ، دى دڅو پروژو شاهد دى،چې په باميانو کې پيل شوي، خو د نامعلومو دلايلو له امله نه دي تر سره شوي .
هغه زياته کړه، چې دبيارغونې لګښتونه دهغو ولسواليو لپاره ځانګړي شوي، چې ناامنۍ په کې زياتې دي او دغه ناکام سياست هم منفي پايلې در لودلې دي .
 د باميانو اوسېدونکو د سړکونو د نه پخېدو په غبرګون کې څه وخت وړاندې دباميانو ښار يوه اندازه سړک اخېړ کړ، چې له هغه نه وروسته په ١٣٩١ لمريز کال کې دباميان – يکاولنګ ١٠٠ کيلومتره سړک پوخ شو، د ولايت نور سړکونه لاهم خام او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دباميانو دسولې عالي شورا رييس زياته کړه، چې دملي پيوستون پروګرام په دغه ولايت کې يوڅه ګټور و، خو دغه  پروګرام هم ځينې ننګونې له ځان سره درلودې ، حتى ځينې پروژو يې نيمګړتياوې درلودې او اوسمهال له کاره لوېدلې دي .
 په ورته وخت کې ددغه ولايت د ولايتي شورا غړى حاجى حيدرعلي وايي، چې باميان ولايت له کومې استثنا پرته په ټولو برخو کې له ستونزو سره مخ دى .
هغه وايي:((تر کومه چې په ولايتي شورا کې دخلکو له ستونزوخبر يم ،دباميانو خلک د امنيت، پراختيا ، کرنې، روغتيا او ښوونې په هره برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي .))
احمدي وايي، سره له دې چې باميان يو با امنه ولايت دى، خو بيا هم د بغلان او پروان ناامنيو پرې منفي اغېز کړى او تر اوسه په لسګونو کسان له دغو ولايتونو څخه د راغلو طالبان په بريدونو کې ټپيان او وژل شوي دي .
هغه زياته کړه چې اداري فساد دخلکو ملا ور ماته کړې او په هره دولتي اداره کې يې کار له رشوت پرته نه تر سره کېږي، چې دا يوه ستره ستونزه ده .
 دباميانو ولايت يوې فرهنګي فعالې مرضیه اسدي دښځو دستونزو په اړه وويل، چې دباميانو ښځې په روغتيايي ، پوهنې ، کار او حقوقي موضوعاتو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دهغې په وينا ، ښځې په ډېرو برخو کې حقوقي اسانيتاوې نه لري او هغه قضيې چې دښځو په اړه رامنځته کېږي ، عدلي او قضايي ارګانونه ورته چندان پاملرنه نه کوي .
 مېرمن اسدي وايي، چې دښځو په حقوقي موضوعاتو کې حتى يوه ښځينه وکيله هم شتون نه لري، نو کله چې يوه ښځينه وکيله نه وي، نو ښځې به څنګه خپلو حقوقو ته لاسرسى پيدا کړي او د خپلو حقوقو دفاع دې وکړي .
 د ورث ولسوالۍ دپوهنې سرپرست محمدکاظم رفعت وايي، چې په دغې ولسوالۍ کې يې دخلکو او ښوونځيو د زده کوونکو داسې عريضې تر لاسه کړي، چې دوى په بروسلوز ناروغۍ اخته دي،خو په اړه يې پوهاوى نه لري ، که چېرته روغتيايي مسوولين په دې برخه کې پاملرنه ونه کړي، نو خورېدل به يې خورا خطرناکې پايلې ولري .
 بروسلوز يو ډول مکروبي ناروغي ده، چې له پسونو او نورو اهلي حيواناتو انسانانو ته لېږدول کېږي او ناروغ دملا او مفاصلو د درد  او تبې احساس کوي. دغه ناروغي د ناروغو حيواناتو د ناجوش شوو شيدو، غوښې او پرنجي څخه انسان ته لېږدول کېږي .