کاپيسا يو غرنى ولايت دى، چې د ختيځ طول البلد په ٦٩ درجې او ٢١ دقيقې او د شمالي عرض البلد د ٣٥ درجې، په ١٢١ کيلومتره مربع مساحت کې پروت دى، چې د بحر له کچې١٥٠٠ متره لوړوالى لري.
که څه هم د کانونو وزارت په کاپيسا کې کومه جيولوجيکي سروې نه ده ترسره کړې، خو د دغه ولايت د کانونو امريت، د سيمې اوسېدونکو د غوښتنې له مخې د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې مشاهداتي سروې ګانې ترسره کړې، چې په پايله کې يې فلزي منرالونه، قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې او سينګاري منرالونه، چې له دې ډلې يې، سرب، جست، وسپنه، کرومايت، ابرک، تورمالين، اکومالين، بريل، ګارنيت، کوارتز، شاه مقصود، تالک، ودانيز توکي او نور دي، پيدا شوي چې په لاندې جملو کې يې در پېژنو.
د کاپيسا مرکز (محمود راقي):
د کاپيسا ولايت د کانونو د امريت په وينا، د دغه ولايت په مرکز کې د ودانيزو ډبرو کانونه لکه په سنګ بريده سيمه کې د مرمر ډبرې، په اروکي سيمه کې رېګ، جغل او خاوره لرونکى جغل شته دي، چې تر دې مهاله يې له چا سره قرارداد نه دى شوى او ټاکل شوې چې ياد کان په راتلونکي کې قرارداد ته وسپارل شي، همدارنګه په دې ورځو کې د سربو يو کان هم د کانونو امريت د څېړنيز ټيم له لوري کشف شوى چې خلکو به پر خپلسر کينده، خو اوسمهال د کانونو د امريت ټيم پر دغه کان باندې خپل کارونه پيل کړي دي.
نجراب ولسوالي:
نجراب ولسوالۍ د کاپيسا په سوېل لوېديځ کې په ٣٥ کيلومترۍ کې پرته ده. د يادې ولسوالۍ په افغانيه دره کې د تالک کان شتون لري، چې د راسپړلو قرارداد يې د همراز په نوم له ودانيز شرکت سره تړل شوى او د قرارداد له مخې دغه کمپنۍ به په راتلونکو دريو کلونو کې له دغه کان څخه شاوخوا ٤٣١ زره ټنه تالک راسپړي. دغه کمپنۍ به دولت ته په هر ټن کې ٧٥٠ افغانۍ ورکوي، چې په دريو کلونو کې له دغه کان څخه ټولټال ٣٢ ميليونه او ٢٥٠ زره افغانۍ عوايد ترلاسه کېدلى شي.
د يادې ولسوالۍ په پچغان دره کې د ابرک کان تثبيت شوى چې ټاکل شوې قرارداد ته وسپارل شي، خو د کاپيسا د کانونو د امريت په وينا، په سيمه کې امنيتي ستونزې د دغه کان د چارو د ټکني توب لامل شوې دي.
د کوهستان حصه اول او حصه دوم ولسوالۍ:
د کوهستان په حصه اول او حصه دوم ولسواليو کې، د ودانيزو او ساختماني ډبرو کانونه شتون لري، چې په دې اړه د کاپيسا د کانونو امريت او د هېوادوال ودانيز شرکت تر منځ د يوه کال لپاره قرارداد لاسليک شوى، چې د قرارداد له مخې دغه شرکت به په يوه کال کې د کوهستان د حصه اول ولسوالۍ د خم زرګر د غره له سيمې ٧٠ زره متره مکعبه ودانيزې ډبرې راسپړي، چې په هر متر مکعب کې به دولت ته ٢٣ افغانۍ ورکوي، چې تر دې مهاله له ياد کان څخه د دولت عوايدو ته ١٦١ زره افغانۍ سپارل شوې دي.
د تګاب او اله ساى ولسوالۍ:
د کاپيسا د کانونو د امريت د معلوماتو له مخې، د ياد ولايت په تګاب او اله ساى ولسواليو کې د ودانيزو او قيمتي ډبرو کانونه کشف شوي، چې دا ډول ډبرې ښه کيفيت او لوړه بيه لري، خو د امنيت د نه شتون له امله دغه ډبرې د يو شمېر کسانو له لوري په غيرقانوني ډول استخراجېږي. په دغو قيمتي ډبرو کې ګارنيت، بريل، زمرد، تورمالين، اکومارلين او نورې شاملې دي، که چېرې د يادو سيمو امنيت ټينګ نه شي نو د کانونو د امريت کارکوونکي په سيمه کې په دغه کان کار ونه شي کولى.
پر دې سربېره په کوهبند ولسوالۍ کې هم د بيروچو او نورو قيمتي ډبرونښې نښانې تر سترګو شوې، خو په يادو سيمو کې امنيتي ستونزې شتون لري، چې له همدې امله په ياد کان هم د پام وړ کارونه نه دي شوي.