لغمان د هېواد له ختيځ زون ولايتونو څخه يو مهمولايت دى، چې سوېل ته يې بدخشان ولايت، شمال ته يې ننګرهار او کابل، ختيځ ته يې کونړ او او لوېديځ ته يې کابل او کاپيسا ولايتونه پراته دي.
 
 
لغمان د تاريخي اثارو لرونکى ولايت دى، چې په غېږ کې يې پراخ کانونه نغښتي، خو له بده مرغه د لغمان ولايت د کانونو رياست يې په اړه کره معلومات په لاس کې نه لري.
 
د هغه لېست له مخې، چې کانونو او پيټروليم وزارت د افغانستان د ټولو کانونو او کاني ظواهرو په اړهپژواک خبري اژانس ته رسېدلى دى، د لغمان ولايت لاندې کانونه په خپله بڼه پاتې دي.
 
د بريليم کانونه:
 
د کانونو او پيټروليم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کان د لغمان ولايت د پګماتيت نادره فلزاتو په ساحه کې موقعيت لري، چې پېرړوالى يې له ٠،٣ څخه تر پنځو مترو دى او دهمدغو معلوماتو له مخې، دغه کان په ١٩٧٤ کې کشف او کار ورباندې شوى دى.
همدارنګه د کانونو او پيټروليم وزارت له خوا وړاندې شوي معلومات څرګندوي، چې د بريليم کان د لغمان ولايت د کم پيدا پګماتيت فلزاتو په نيلوکولم ساحه کې موقعيت لري، چې ددغو معلوماتو له مخې يې اوږدوالى له لسو مترو څخه تر سلګونو مترو رسېږي او پلنوالى يې له يوه تر ٥ مترو دى. دغه کان هم په ١٩٧٤ کال کې کشف شوى او کار پرې شوې دى.
معلومات زياتوي، چې بريليم د لغمان ولايت په دره نور کې د نادره فلزاتو په ساحه کې پيدا کېږي، چې په ١٩٧٤ کال کې کشف او کار پرې شوى دى.
 
ليټيم کان:
دکانونو او پيټروليم وزارت د معلوماتو له مخې، د کم پيدا پګماتيت فلزاتو ساحې د ليټيم کان د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کې موقعيت لري، چې مساحت يې تر ٦ کيلومترو مربع پورې دى او په ١٩٧٤ کال کې کشف او پرې کار شوى دى، خو ډېر جزئيات يې په واک کې نشته. همدارنګه د ياد وزارت د معلوماتو له مخې د ليټيم يو کان د لغمان ولايت په شکمت ساحه کې هم شته، چې د ياد وزارت په اند يې زېرمه ١٥٨ زره ټنو ته رسېږي او په ١٩٧٤ کال کېکشف او ورباندې کار شوى دى.
څرنګه چې د کانونو او پيټروليم وزارتوايي، تر اوسه د افغانستان د ليټيمو هېڅ کان په قرارداد نه دى ورکړل شوى، د الينګار د لئټيمو کان هم په همدې ډله کې راځي.
 
د تنتاليم او نيويم کان:
 
دغه کان د لغمان ولايت په نيلوى سيمه کې موقعيت لري، د کانونو او پيټروليم وزارت د معلوماتو له مخې، پېرړوالى يې ١،٢٠ متره او اوږدوالى يې ١،٧ کيلومتره دى، چې د همدغو معلوماتو پر بنسټ د ١٩٧٤ او ١٩٧٧ کلونو تر منځ کشف او کار ورباندې شوى دى.
 
همدارنګه د کابل د پولي تخنيک پوهنتون د جيولوجي او کان پوهنځي استاد پوهاند دوکتور نقيب الله سهاک وويل، چې په دغه کان کې د پګماتيتي رګونو نږدې درې منرالي تيپونه ليدل کېږي. په مرکزي برخه کې يې اسماني ليپدوليت، کليوپلانديت، سپين-ګلابي سپودومين،خروم پولي تورمالين، کونسيت، ورابيوت او د پلوسيت کوچنۍ ټولګې مشاهده کېږي. د تنتاليم منرالونه له ميکروليت، من ګانو نتاليت، تنتاليت، کولومبيت- تنتاليت او کاستريت څخه عبارت دي.
کاني منرالونه يې کولومبيت- تنتاليت، منګانوتنتاليت، بيريل او کاسټريټ دي او په يادو کانونو کې د تنتاليت منرالونو کوچني خالونه او کرسټالي ستر بيريل اهميت لري.د نيلاو کان د تنتاليم او بيريليم د لرلو له امله صنعتي اهميت هم لري. تر اوسه پورې يې د قرار دادونو د اکتشاف او يااستخراج په اړه د کانونو وزارت کوم پلان وجود نه لري.
همدارنګه د کانونو او پيټروليم وزارت د معلوماتو له مخې، د تنتاليم او نيويم يو بل کان هم د لغمان ولايت په شکمت سيمه کې موقعيت لري، چې په ١٩٧٤ کال کې ورباندې کار شوى او کشف شوى دى، خو په اړه يې زيات معلومات نشته.
 
بريليم کان :
د کانونو او پيټروليم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کان هم دلغمان ولايت په نيلو يا نيلاو سيمه کې موقعيت لري، چې په ١٩٧٤ کال کې ورباندې کار شوى او کشف شوى دى.
همدارنګه پوهاند دوکتور نقيب الله سهاک د خپل فلزي کانونو علم تر نامه لاندې اثر کې ليکلي دي، چې په ياد کان کې څه باندې ٤٠ پګماتيتي رګونه څرګند شوي، د رګونو اوږدوالى له لسګونو تر سلګونو مترو او پلنوالى يې له ٠.٣ څخه تر ٣ مترو پورې دى او پنډو ساحو کې ١٣ متره دى او پګماتيتي رګونه په ميکرو کليني ابيتي منرالي تيب ځوړند شوي دي.
همدارنګه د کانونو او پيټروليم وزارت معلومات څرګندوي، چې د لغمان ولايت په منډول سيمه کې د کم پيدا پګماتيت د فلزاتو په بڼه شته، چې پېرړوالى يې له ٠،٣ څخه تر پنځو مترو دى او په ١٩٧٤ کال کې ورباندې کار شوى او کشف شوى دى.
 
کونسيټ کان:
د کانونو او پيټروليم وزارت د معلوماتو له مخې، کونسيت کان د لغمان ولايت په کولام سيمه کې موقعيت لري، چې په ١٩٧٤ کال کې کشف شوى او کار ورباندې شوى دى او د همدې سرچينې د معلوماتو له مخې يې دزېرمې کچې ٢٢٢٦،٦ کيلوګرامو ته رسېږي.
 
محفوظ الحق کاکړ