لوګر ولايت د کابل سوېل ته په ٦٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې شمال ته له کابل، سوېل ته له پکتيا، ختيځ ته له ننګرهار او په لوېديځ کې له ميدان وردګو او غزني ولايتونو سره ګډه پوله لري.
۱- عينک کان:
عينک کان د سيمې او نړۍ په کچه د مسو له سترو کانونو څخه ګڼل کېږي. دغه کان د کابل سوېل لوېديځ ته په ٤٠ کيلومترۍ کې د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ په عينک سيمه کې موقعيت لري.
د مسو دوه پر درې برخه يې د کابل ولايت په خاکجبار ولسوالۍ کې ده. دغه کان په ١٩٧٣ کال کې له سره کشف شو او په ١٣٧٤ کال کې يې اکتشافي چارې پيل شوې.
 
ويل کېږي چې د مسو په دغه کان کې د مسو درې ډولونه ستراتيفورم(مرکزي او لوېديځې برخې) هايدرو ترمالي (دربند او ځينې نورې کاني نښې) او هايدروترمالي- ميتاسماتيکي(پاچي سوېلي برخه) شته دي.
الف- مرکزي د عينک مس: د ١٩٩٥ ميلادى کال د کيندنو له مخې د دغه کان په مرکزي ساحه کې شاوخوا ١٤٠ ميليونه ټنه مس شته، چې د مسو اندازه يې ٢،٥ سلنه ده. د مسو اساسي زېرمې د سلفيدي په لومړنيو ډبرو کې دي، چې د مسو داندازې منځنۍ کچه يې ٢،٥ سلنې ته رسېږي.
ب-سوېلي د عينک مس: دغه کان په پاچي سيمه کې موقعيت لري او اوږدوالى يې ٥٠٠متره تثبيت شوى دى. په سوېلي عينک کې د ١٩٩٥ کال د کيندنو له مخې په دغه کان کې ٥٠ ميليونه ټنه مس شته، چې له ٠،٩ څخه تر ١،٦ سلنې د مسو اندازه تشخيص شوې ده.
ددې ترڅنګ د کان په سوېلي سيمو کې د جوهر مس يو کان هم شته، چې د پاچه په نوم يادېږي، خو د مسو اندازه يې نه ده څرګنده.
ج-غربي د عينک مس: د ١٩٩٥ ميلادي کالد اکتشافي کيندنو پر بنسټ ياد کان ددې سيمې په لوېديځه برخه کې موقعيت لري، د مسو زېرمه يې ٥٠ ميليون ټنه بلل شوې او د مسو سلنه يې له ٠،٦٢ سلنې څخه تر ٢،٠٥ پورې ده.
همدارنګه د عينک مسو له ستر کان څخه بله څانګه د کابل خاکجبار ولسوالۍ د دربند سيمې ختيځ لور ته غځېدلې ده.
د يادونې ده، اوږدوالى يې ٧ کيلومترو ته رسېږي او زېرمه يې څه باندې يو ميليون ټنه ده.
د کانونو او پيټروليم وزارت دمعلوماتو له مخې،د مسو دغه سترکان چې رېښې يې تر کابله او د لوګر تر ځينو نورو سيمو پورې غځېدلې؛ نږدې ٨٠٠ کيلومتره مربع مساحت لري. د عينک د مسو په کان کې د شته مسو زېرمه له ١١،٣ ميليارده څخه تر ١٧ متريک ټنو پورې اټکل شوې او اړينه ده، چې تر ٣ ميليارده ټنو پورې خاورې او ريګونه لري شي، کوم چې د کان مس يې پوښلي دي.
ددې تر څنګ شاوخوا ٧٠٠ متريک ټنه نقره، ٦٠٠ متريک ټنه کوبالت او يوه اندازه سره زر هم په دغه کان کې شته، چې د استخراج چارې يې د (ام سي سي ) په نومله چينايي شرکت سره دي او ټاکل شوې چې دغه کمپنۍ په يادکان نږدې ٨ عشاريه دوه ميليارده امريکايي ډالره پانګونه وکړي.
د امريکا متحده ايالات د شوې سروې له مخې د افغانستان د ټولو مسو ارزښت څه باندې ٢٧٣ ميليارده امريکايي ډالر اټکل کړى. همدارنګه د امريکا د دفاع وزارت د ځمک پېژندونکو يوې ډلې ويلي چې که چېرې د افغانستان د مسو کانونه استخراج شي؛ دغه هېواد به د چيلي هېواد(په نړۍ کې د مسو ستر توليدوونکى هېواد) ځاى ونيسي.
د افغانستان د مسو زېرمې د نړۍ د مسو له سترو زېرمو ګڼل کېږي او که چېرې ترې کار واخيستل شي، نو افغانستان به د نړۍ د سترو مس توليدوونکو هېوادونو په کتار کې ودرېږي.که چېرې د مسو ددغو کانونو استخراج پيل شي، نو دهېواد پر عمومي پر ځانګړي ډول اقتصادي وضعيت بهد پام وړ اغېز ولري.
٢-کاربناتي اوبه
 
کاربناتي اوبه هم په ١٩٧٠ کال کې په دغه ولايت کې تثبيت شوې، خو تر اوسه يې د ساحې او حجم په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
 
٣- د ازبست ډبرو کان
ازبست ډبرې يو ډول کاني ډبرې دي، چې ظاهري بڼه يې پنبېاو يا هم وراسته شوي لرګي ته ورته ده او په لاس سره هم رژېږي. دا ډبرې په لوګر ولايت کې د ٣٨٥،١ زره ټنو په حجم شته، چې په ١٩٧٦ کال کې کشف شوې دي، خو ددغو ډبرو د کانونو په اړه زيات معلومات نشته.
 
له دغو کاني ډبرو د حرارتي عايق په توګه کار اخيستل کېږي، چې يوه اېټالوي پوه په ١٨٢٠ کال کې د لومړي ځل لپاره د ازبست له الياف څخه د اور ضد جامې جوړې کړې، خو ويل کېږي چې له دې مادې سرطان هم پيدا کېږي.
 

 
٤-مولبنيم کان:
دغه کان د لوګر ولايت په ابدره سيمه کې په ١٩٧٥ زېږديز کال کې کشف شوى، چې پېرړوالى يې له ٠،٥ څخه تر ٣ او اوږدوالى يې ٢٠٠ متره دى.
 
٥-د کرومايت ډبرو کان:
 
د کرومايت ډبرو کانونه د لوګر ولايت په بېلابېلو برخو کې شتون لري، چې تر اوسه پورې د کانونو او پيټروليم وزارت توانېدلى، چې ١٨١،٢ ټنه، چې ١٥ کيلومتره اوږدوالى لري وپېژني. په دغه کان کې د کاني اجسامو پېرړوالى له يوه تر لسو مترواو اوږدوالى يې له لسو څخه تر سلو مترو پور دى.
ددغه کان اساسي منرالونه له کرومايټ څخه عبارت دي، چې په کان کې د کاني ډبرو زېرمهله ١٨١،٢ زره ټنو څخه زيات دى.
د کانونو او پيټروليم وزارت تر اوسه توانېدلى چې د محمد اغې ولسوالۍ په ده نو او د بابوس په سرجنګ سيمه کې د دوو بلاکونو قرارداد له خصوصي شرکتونو سره لاسليک کړى او اوسمهال هم د کرومايټ څو نورې برخې په غير قانوني ډول د ځايي خلکو او زورواکو له خوا استخراجېږي.