جلال اباد(پژواک،٢٧ليندۍ٩٢): د ننګرهار په حصارک،شېرزاد،اچين، ګوشته،کامه، غني خيل، هسکه مېنه، پچير اګام، خوګياڼو او يو شمېر نورو ولسواليو کې د ښو او باکيفيته مرمرو او تالک(شوکاڼي) ډبرو کانونه شته.
په ١٣٥٣ لمريز کال کې د کابل پولي تخنيک د جيولوجي څانګې امر او جيولوجست پوهاند ميرزاد او يو بل تن روسي جيولوجست په مرسته په دې ولايت کې د کانونو په اړه سروې ترسره شوه.
په دغه سروې کې ښودل شوې، چې د حصارک ولسوالۍ نه شروع تر دوربابا ولسوالۍ پورې غځېدلي سپين غره لمنه له مرمرو او شوکاڼي ډبرو څخه ډکه ده.
 
د ننګرهار د کانونو رييس انجنير شکرالله طلوع پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په ننګرهار ولايت کې د ٥ کلن پلان له مخې، د کانونو په برخه کې سروې روانه ده، ترڅو په هره سيمه کې د کانونو اندازه په دقيقه توګه معلومه کړي.
 
د نوموړي په وينا، په غني خېلو کې د مارکو غر د سيمنټو ښه او غوره ترکيبي مواد لري، چې په راتلونکې وخت کې به يوې خارجي کمپنۍ سره د استخراج قرارداد لاسليک کړي.
سرچينه وايي، چې د شوکاڼي يا سنګ تالک دوه ويشت استخراجي قراردادونه لري، چې دا مهال په حصارک، شېرزادو او اچين ولسواليو کې فعاليت لري.
 
١-حصارک:
د حصارک ولسوالۍ په لاجيګړ، ګړۍ،تورکمر، سور کمر او ناور تنګي کې شوکاڼى او مرمر ډبرې شته، همداراز  کرومايټ، شامقصود او جيټ ډبرې هم په دې ولسوالۍ کې موجودې دي، خو داچي په ناامنه سيمو کې دي، له همدي امله په دقيقه توګه نه دي تثبيت شوي، چي څومره مواد لري.
 
  
  
په حصارک کي د مرمرو کانونه
 
٢- شېرزاد:
د شيرزاد  ولسوالۍ په کوديخېل، مرکيخېل، باډا، ګردۍ مينه،سور کمر، دادباغ، خلوسته، سره نيکه، شډل، پاډه، وچ لګډی، سم سوبلي،  او تره کي سيمو کې شوکاڼي او مرمرو ډبرې شتون لري، د همدې ولسوالۍ په کوديخېل ملرغری،زاوه خوګياني،سور کمر او تورکمر سيمو کې شاه مقصود او جيټ ډبرې هم شته دي.

                   په شيرزادو ولسوالۍ کې د تالک(شوکاڼي) ډبرو کانونه                                      
 
 
 
 
 

 
په شيرزادو ولسوالۍ کې د مرمر ډبرو کانونه
 
٣-خوګياڼي:
 
د خوګياڼو ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د تالک او مرمرو کانونو شته، خو په رسمي ډول نه دي ثبت شوي، چې په کانونو کې د ډبرو شتون اټکل معلوم شي.


    
         
 
په خوګياڼو ولسوالۍ کې د مرمرو کانونه
 
٤-  اچين:.
 
د اچين ولسوالۍ په عبدل خېل، دره بند سيمو کې تالک، ابرک، مرمر، شاه مقصود او جيټ ډبرې شته دي، خو دا لا معلومه نه ده، چې په کومه کچه مواد په دې کانونو کې موجود دي.
 
                 
 
            
اچين ولسوالۍ کې د مرمرو ډبرو کانونه
٥-هسکه مېنه:
د هسکې مېنې ولسوالۍ په اغوز او نور بېلابېلو سيمو کې د تالک او مرمرو ډبرو کانونه موجود دي.
 
               
په هسکه مېنه کې د تالک او مرمرو کانونه
 
٦-نازيان:
په نازيانو ولسوالۍ کې د فلورايټو کانونه موجود دي، چې له خپلسرو کيندنو څخه خوندي پاتې نه دي.
               
نازيانو ولسوالۍ کې د فلورايټ ډبرې
 
٧- ګوشته:
په ګوشتې ولسوالۍ کې د کرومايټ ډبرو کانونه موجود دي، خو دا معلومه نه ده، چې په کومو سيمو کې او په کومه کچه دغه ډبرې په کانونو کې شته دي. دغه راز په ګوشتې ولسوالۍ کې د شاه مقصود ډبرې وجود لري.       
                      
                           
 
 
 
 
 
 
په ګوشته کې د کرومايټ ډبرو کانونه
 

په ګوشتې ولسوالۍ کې د شاه مقصود ډبرې
 
٨-کامه:
 
 
د کامې ولسوالۍ په ګرداب او ماماخېلو سيمه کې کرومايټ، شاه مقصود اوفلورايټ ډبرو کانونه موجود دي، همداراز د کامې غر کې، چې د کامې پول ترڅنګ غځېدلى غر دى، د ګرانيتي او ساختماني ډبرو ستر کانونه شته دي.
 
٩-بهسود:.
د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو غره کې د کرومايټ ډبرو کانونه دي، د ننګرهار ولايت سروې ټيم د ٥ کلن پلان له مخې ، په دې سيمه کې د کرومايټ کانونه تثبيت شوي، چې په راتلونکي وخت کې به پانګونې ته وړاندې شي.
کرومايټ ډبرې د وسپنې ويلي کوونکو کارخانو کې د وسپنې کيفيت لوړولو لپاره وسپنې سره يوځاي کيږي او وسپنه په فولادو او زرې باندې بدلوي.
 
١٠- ښيوه:
په ښيوې ولسوالۍ کې فلورايت، ليتيم، کرومايټ، ګرانيتي او ساختماني ډبرو ستر کانونه دي، همداراز د دې ولسوالۍ په ګمبري دښته کې د رنجو کان دى، خو څرګنده نه ده، چې د دې ولسوالۍ په کومو سيمو کې په کومه کچه ډبرې لري.
 
١١- سرخرود:
 
د سرخرود ولسوالۍ په ټټنګ سيمه کې د چونې او ګچو کانونه موجود دي، همداراز د دې ولسوالۍ په شمشپور سيمه کې سلفرو کانونه شته دي، چې د باروتو په توليد او جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کيږي.
همداراز د سرخرود ولسوالۍ په شيخ مصري دښته کې د رنجو کان هم شته دى، چې د دې په ترکيب کې سليکان، مګنيزم، کلسيم، ابرک دانې او نور منرالونه يوځاى کيږي، چې دا ټول مواد موجود دي، له دې څخه د رنجو د استعمال ترڅنګ د کورونو په جوړولو او همداراز د ښيښو په جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کيږي.
د دې ولسوالۍ په کمبود خوړ او درونټې غره کې د ساختماني موادو(ګرانيتي او دوه مخه ګرانيتي) کانونو ترڅنګ ريګ او جغل په پراخه کچه شتون لري.
 
١٢-غني خېل:
د غني خېلو ولسوالۍ مارکو غر، چې طورخم -جلال اباد عمومي سړک سره غځېدلى دى، د چونې موادو له کانونو ډک دى، چې د پخو کورونو په جوړولو او سپين رنګ کولو کې ترې کار اخيستل کيږي.
 
١٣-کوټ:.
 په کوټ ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کانونه موجود دي، پخوا ترې ګټه اخيستل شوې ده، خو اوس مهال د ننګرهار د کانونو رياست د سروې ټيم په ډاګه کړې ده، چې په دې کان کې د ډبرو سکرو پيړوالى(ضخامت) ١٠ سانتي متره دى او زيات لګښت ته اړتيا لري، له همدې کبله د استخراج او پروسس چارې يې په ټپه درېدلې دي.
 
١٤-پچيراګام:
په پچيراګام ولسوالۍ کې د تالک او مرمرو کانونه شته دي، چې يوې نوې او تازه سروې ته اړتيا لري.
 
محبوب شاه محبوب