جلال اباد (پژواک ١٤ليندۍ ٩٢) : نورستان يو غرنى ولايت دى، چې  ټول غرونه او لمنې يې د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو سترې زېرمې لري.
 نورستان ولايت کې  په ١٣٩٢ لمريز کال  کې  د کانونو رياست جوړ او خپلې چارې يې  پيل کړې، دا چې په دې ولايت کې په کومه کچه او د کوم ډول قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو کانونه شته تفصيل يې په لاندې ډول دى:
لومړی - بيروچ او صوفه بيروچ:
د بيروچو قيمتي ډبرې د نورستان په ټولو سيمو کې ترسترګو کيږي، خو ستر کانونه يې ددې ولايت په مرکز پارون، دواب، وامې، پييين او کوليڼ سيمو کې شته ، چې د ناامنۍ له امله يې  د استخراج کچه نه ده معلومه .
١-د دواب په ولسوالۍ کې دا مهال د بيروچو او صوفه بيروچو قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو څلور کانونه پېژندل شوي، چې د کلي خلک د سوداګرو په مرسته په دې کانونو کې کيندنې کوي، شاوخوا څلور کاله کيږي ، چې  پر دغو کانونو کار پيل شوى ، د اټکل له مخې ، له ٥ ميليونه افغانيو زياتې ډبرې يې پلورل شوې دي.
٢-د نورستان په مرکز پارون کې هم د بيروچو  او صوفه بيروچو زيات شمېر کانونه شته، چې په لاندې ډول دي:
الف: د استوۍ کانونه: د پارون په استوۍ سيمه کې د بيروچو او صوفي بيروچو شپږ پېژندل شوي کانونه موجود دي، چې دا مهال د دولت له لوري په دې کانونو کې د کيندنو چارې روانې دي.
ب: فرونس کانونه: د پارون اړوند د فرونس په سيمه کې هم د بيروچو او صوفه بيروچو  ٧ ستر کانونه په نښه شوي  ، چې دا مهال استخراجي چارې پکې روانې دي، خو دا معلومه نه ده، چې د دولت له خوا او که د نورو ډلو له خوا په خپل سره کيندنې په کې ترسره کيږي.
ج: ډيوه کانونه: د مرکز اړونده ډيوه په نوم سيمه کې څلور کانونه شته، چې  استخراجي چارې يې اوس هم روانې دي.
د: کوشتکي کانونه: د پارون په دې سيمه کې ١٠ کانونه پېژندل شوي، چې په خپلسر  کيندنې پکې کېږي  او په قاچاقي ډول وړل کيږي .
ذ: څوڅوم کانونه: د نورستان مرکز اړوندپه دې سيمه کې هم څلور ستر کانونه موجود دي، چې د روان کال له پيل راهيسي د نورستان د کانونو او پټروليم رياست د دې کانونو له درکه د شپږ سوه زره افغانيو په ارزښت قيمتي ډبرې پلورلې دي.
ر: پيشکي: د پارون د پيشکي په سيمه کې څلور کانونه شته، خو له دې څلورو څخه يې  يو کان تر نورو ستر  دى، چې له تېر کال راهيسې د بيروچو قيمتي ډبرې ترې راايستل کيږي، خو دا لا څرګنده نه ده، چې کومه ډله دا کار کوي او په کومه کچه ترې دا ډبرې استخراجيږي.
٣-وانت وايګل: د بيروچو اوصوفه بيروچو ٥ ستر کانونه د نورستان په وانت وايګل ولسوالۍ کې شته، چې د سيمې خلک په کې په ناقانونه او غير فني ډول کيندنې کوي.
په دې ولسوالۍ کې له پنځو يادو کانونو سربېره د يو شمېر نورو قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو ستر کانونه هم شته، چې په لاندې ډول دي:
الف: وټوز: په وټوز کې هم د بيروچو،تخته بيروچو او ځينو نورو قيمتي ډبرو کانونه شته، همداراز د وانت وايګل ولسوالۍ اړوند کشتون سيمه کې د بيروچو اوصوفه بيروچو کانونه شته، چې په يو کان کې يې لاتراوسه استخراجي چارې ترسره کيږي.
د دې ولسوالۍ په کسترايګل،نيستو، مني  او داسې نورو سيمو کې هم يو شمېر پخواني او نوي کشف شوي کانونه موجود دي.
٤-کامدېش ولسوالۍ: د نورستان ولايت په کامدېش ولسوالۍ کې د بيروچو زيات پېژندل شوي کانونه شته،چې يو شمېر کانونو کې د سيمې خلک په خپلسر کيندنې کوي او د ځينو نورو کانونو خپلسر کيندنو او قاچاق مخه دولت نيولې ده، په دې ولسوالۍ کې د يو شمېر کانونو په اړه معلومات په لاندې ډول دي.
الف: د پپړوک کان: د کامدېش ولسوالۍ پپړوک کان، چې  د نورستان د ولايت په کچه يو له سترو کانونو څخه شمېرل کيږي، له تېرو دوولسو کلونو راهيسې د چاودېدونکو توکو په وسيله په ناقانونه او غير فني ډول کيندنې په کې ترسره کېدې، چې اوس مهال د چاودېدونکو توکو د نشتوالي له امله کيندنې په کې درېدلې دي.
ب: د نيچيګل کان: د نړۍ په کچه لومړى درجه دغه کان، چې د زياتو بيروچو په لرلو سره د نړۍ لومړى مقام ترلاسه کړى، د سردار داود خان د واکمنۍ پر مهال د روسانو له خوا کشف شو، خو هماغه مهال د دې کان  خوله د روسانو له لوري د سيمنټو په وسيله بنده  شوې ده.
٥-واما ولسوالي:  د نورستان ولايت په واما ولسوالۍ کې هم دبيروچو اوصوفه بيروچو په ګډون، زيات شمېر د قيمتي ډبرو  کانونه شته، خو تر دې مهاله د واما ولسوالۍ د ټولو کانونو د پېژندلو په اړه کومه سروې يا کتنه نه ده شوې، چې اوس مهال يواځې څلور کانونه په کې ترسترګو کيږي او د سيمې خلک په کې ناقانونه او غير فني ډول کيندنې او قاچاق کوي.
٦-ننګراج ولسوالۍ: د نورستان ولايت په دې ولسوالۍ کې زيات کانونه شته، چې د عالي کيفيت او زياتو بيروچو په لرلو سره د دې ولايت ستر کانونه شمېرل کيږي، چې په پراخه کچه د استخراج چارې په کې روانې دي، همداراز د يو شمېر نورو قيمتي ډبرو کانونه پېژندل شوي، خو لا معلومه نه ده، چې دا کانونه ددې ولسوالۍ په کومو برخو کې شته او يا هم په کومه کچه قيمتي ډبرې لري.
دويم- زمرد
زمرد، چې د نړۍ په کچه يو له مهمو او قميتي ډبرو څخه شمېرل کيږي، په نورستان کې په پراخه کچه موندل کيږي، خو داچې د دې ډبرو پيدا کول او استخراج له فني او مسلکي  اشخاصو او وسايلو پرته ناشونې ده، نو له همدې امله د استخراج کچه يې له بيروچو کمه ده.
د زمردو قيمتي ډبرې د نورستان ولايت په مرکز پارون او يو شمېر نورو ولسواليو کې لکه: پيشکي، ننګراج، وانت وايګل، کشتون او نورو سيمو کې ترسترګو کيږي.
درېيم: ياقوت:
د ياقوتو قيمتي ډبرو کانونه د نورستان ولايت مرکز پارون او همداراز د دواب او واما په ولسواليو کې شته، چې اوس مهال په يادو سيمو کې له يو شمېر کانونو څخه استخراجيږي هم.
څلورم-  نيلم او انار دانه:
دې ډول قيمتي ډبرو ته ځکه اناردانه وايي، چې د انارو دانې ته ورته کوچنۍ ډبرې دي،چې له دې ډول ډبرو څخه د الوتکو او اتومي سيستمونو په جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کيږي، اناردانه د نورستان ولايت په ننګراج ولسوالۍ کې په پراخه پيمانه شته، خو د سيمې خلک ترې په غير فني او غير قانوني ډول استخراج کوي.
که څه هم دا کانونه په دې ولايت کې د دولت د واک لاندې سيمو کې دي، خو دا چې په نورستان ولايت کې د کانونو او پټروليم اداره څو مياشتي کيږي،  چې رامنځته شوې ده، له همدې امله ددې ولايت د کانونو په اړه څه معلومات د رسنيو په واک کې نه شي ورکولاى.
د يادونې ده، چې د نورستان ولايت په ټولو ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې د بېروچو او صوفه بېروچو نور کانونه  شته، خو دا چې د سيمې خلک ترې خبر نه دي، له همدې امله  تراوسه له ناقانونه او غير فني کيندنو په امان کې دي.
محبوب شاه محبوب